
غزل – خاورې ایرې شي
ابراهیم صیاد
پاڼې پاڼې شي خزان خاورې ایرې شي
ښکلي ژر لکه ګلان خاورې ایرې شي
انقلاب چې کوم وطن کې جنم اخلي
بې حسابه انسانان خاورې ایرې شي
د غمیو قدر نشته په دې ښار کې
په دښتونو بیابان خاورې ایرې شي
دغه خاوره کې بیا یو په دوه زیاتیږي
که هر څومره اتلان خاورې ایرې شي
د تاریخ پاڼې د هغو خلکو یاد کړي
چې د تورو په میدان خاورې ایرې شي
ازادۍ به یې په وینو سینګار وکړي
چې تنکي تنکي ځوانان خاورې ایرې شي
ډیر سرونه دي خو هغه قیمتي دي
چې په دین او په قرآن خاورې ایرې شي
مرګی حق دی خو صیاد یې داسې غواړي
چې په لوی افغانستان خاورې ایرې شي
ډیره مننه صیاد صاحب له دی ښایسته غزل څخه دی یاره ډیر خوندور وه په ریښتیا چی قیمتی دی هغه سرونه چی د وطن په مینه خاوری ایری شی.
ښکلئ شعر
ډير سرونه دی خو هغه قمتی دی چې په دین اوپه قران خاورې ایرې شی
شکلی شعر