fbpx

د ولسمشرغني یو اړخیز اوربند یو ښه اقدام خو …

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

ولسمشر غني نن په داسي حال کې له خپل لوري له طالبانو سره د یوې اونۍ لپاره موقت اوربند اعلان کړ چې پرون یې د ناټو تر چتر لاندې د اماراتي ځواکونو راتګ ته ښه راغلاست ووایه.

که څه هم چې د ښاغلي غني له لوري دغه لنډ مهاله اوربند هم د جګړه ځپليو افغانانو لپاره یو غنیمت او د نوموړي یو د ستایلو وړ اقدام دی ، خو لکه څرنګه چې یې ایجاب کیږي ښايي ولسمشر و نه توانیږي هغه په افغانستان کې پر ټولو میشتو بهرنیانو او د هغوی لخوا پر کاریدونکو داخلي ځواکونو باندې عملي کړي.

ولسمشر به اوریدلي وي چې تیره ورځ د ده حکومت ته منسوبو ځواکونو د لوګر ولایت په مرکز د ناکام کلا او ښادي خان کلا په سیمه کې دوه مسجدونه په بمونو والوځول.

ښايي د ولسمشر او بیا د یوه لوګري هیواد وال په حیث ښاغلی غني هيڅ کله په دې راضي او نه وسي چې خپله د ده په اړوند ولایت کي د دولتي ځواکونو لخوا مساجد په بمونو والوځول شي ، خو دا چې د مسجدونو نړولو په شمول د زرګونو ولسي وګړو وژل او ځورول او د هغوي د کورونو ورانول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له ایجاباتو څخه دي نو بیا یې خپله ښاغلی غني هم په وړاندې طوعا او کرها چوپ پاتي کیږي.

له ډیره بده مرغه چې په افغانستان کې د بهرنیانو مسلط شتون د افغانستان وضعیت دې حد ته رسولی چې مشکله ده د ولسمشر په توګه د ښاغلی غني اور بند یا بل هر امر د ده د حکومت تر واک لاندې ساحه کې عملي شي.

ځکه له یوې خوا د ښاغلي غني حکومت ګډ حکومت دي چې د واک بل جهت یې په هیڅ صورت د نوموړي له ټولو پریکړو او فرمانونو سره توافق نه لري.

همدا نن ښاغلی امرالله صالح د ولسمشر غني د یو اړخیز اوربند د اعلان په ښکاره مخالفت کړی او د هغه په اړه یې خپل غبرګون په لاندې تورو کې ښودلی دی:

((دغه ډول مبهمې او ناتوجیه شوې اعلامیې د امنیتي ځواکونو پر مورال کمزوري کولو سربیره د سیاسي او نظامي کړنو تر شا د سازشي تعاملاتو د توسعې او لا خپراوي په غرض تر سره کیږي.))

او له بلې خوا دلته د جګړې د پیل او توقف واک له داسې چا سره دی چې د ښاغلي غني ټول حکومت د هغو له جګړییز تمویل څخه تمویلیږي.

تیره اونۍ د امریکا افغان ځواکونو لخوا په ننګرهار ولایت کې د مشرانو د جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار د کورنۍ د ۹ تنو دولت پلوه کسانو وژنه د ولسمشر غني د حکومت او د هغه د ټولو اوامرو او فرمانونو د ننګولو ژوندۍ بیلګه ده چې حتی ولسمشر د هیواد د وسله والو ځواکونو د اعلا سرقومندان په حیث ورباندې د ځان خبرولو او په اړه یې د څه غبرګون ښودلو جرئت هم ونه کړای شو.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

صالح خو خپله یو بیناموسه او د شروفساد له ډلی شمیرلکیږی د هغه سرګندونی هیڅ ډول اغیزه نه لری د هغه سرګندونی داسی دی لکه د یو باد په شان هیله ده سر پی مه خوږوی.
د افغانستان ټولی بدبختی د همدی فاسدی ډلی له لاسه دی کوم ورڅ چی دغه فاسده د شروفسادډله د افغانستان ددولت څخه په بشپړه توګه ویستل شی په هماغه ورځ به افغانستان دپرمختګ په مخ روان شی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

په رښتیا چې دا یو مثبت اقدام دی، هیله ده د تاندوالو په ګډون ټولو رسنیو ته توصیه وکړي تر څو سولییز ژورنالیزم خپل کړي د طالبانو اړوند د تعقیب، توقیف، مرګ ژوبلې، چاپو او تصفیوي عملیاتو له تبلیغاتي خبرونو څخه ډډه وکړي، په هغوی له موډه لویدلي تورونه نور ونه لګوي، د بندیانو له شکنجې او ځور لاس واخلي، له امریکایانو څخه د هغوی د وتلو(baby left operation) د بیړني مهالویش غوښتنه وکړي، د جنایتکارې شمالي ټلوالې سره په تعامل کې ډار او مصلحتي ګوزارې ته د پای ټکی کیږدي،، او داسې نور که دا کارونه اشرف غني عملا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! سلامونه او نیکی مو ومنۍ ! سره د دی چه ستاسی تبصری د کاڼی کرښی دی ستاسی هره تبصره لولم او څه تری زده کوم . مګر د پورتنی د دی جملی سره ( په رښتیا دا یو مثبت اقدام دی ) سره مو توافق نه لرم . بوش په لمړی ورځ د نظم نوین جهانی د تاسیسولو دغه جنګ ته صلیبی او په دوهمه ورځ یی تروریزم یاد کړو، دا د بوش تیروتنه نه وه بلکه مخکی له مخکی پلان شوی وه چه دا جنګ به اصل کی صلیبی غچ اخستنه او د جهان اسلام سره… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د تش په نامه علماوو بلنه هم د جنرال نیکلسن په قومانده او سفارش شوی چه هغه وویل په طالبانو به مذهبی فشارونه هم زیات کړی چه د مذاکراتو میز ته یی اړ باسی طبیعی خبره ده چه نیکلسن به د هغه غوندی وروسته دا هم ورته ویلی وی چه یو څو ورځی یو طرفه اوربند هم اعلان کړه که طالبانو ورته پریکړه ونه کړه مظلوم اولس او بشریت ته به طالبان ښکته او د کابل غلامه اداره مهربانه او هم خپلواکه وپيژندل شی . د غنی دا پریکړه د هغه د نورو پریکړو په شان د نیکلسن او ناتو… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

جامه هلته پاکیږي چې ومنځل شي ! دامرداره اداره له درواغجن متفکر سره داسې ده لکه مرداره جامه چې مینځل یې فرض دي ! دا ټو لې د امريکا او ناتو تکتیکي خبرې او پلانونه دي ! د سپو یو په هډوکیو ( د ترمپ تجارتي بندیزونه د اروپایې اتحادې پر خلاف او برخلاف ) سره جنګ دی نو دافغانستان جګړه د ډیر وخت لپاره په اقتصادي توګه نشي زغملی نو دوی اوس په مختلفو سیناريو کار کوي !!! سوله مذدور نشي کولی او نه یې څوک په خوله پیاز خوري ! دا څرنګه سوله ده په تېر و ورځو… نور لوستل »

masoom
میلمه
masoom

سوله یو ډیر ښه اقدام ده جنګ د ټولو بدبختیو مورده جنګ کې غوربت زیات شی جنګ کې نسلونه نسلونه تباشی جنګ بې سوادی زیژوی خو دا جنګ که څه هم افغان ملت لپاره یو لوﺉ امتحان ده دا ځکه چې ټوله دنیا یو خوا او یو کوچنﺉ ټولګﺉ بل خوا او بیا هم الله پر د ټولو بر لاسه کړﺉ دا جنګ صلیبیانو مشر بوش خپله صیلبی جنګ ونوماوو او اعلان یې وکړو که هرڅوک زموژ سره ودریژی نو هغه به محفوظه او ساتلﺉ به وی او که هر څوک له مجاهدینو سره ودریدل نو د هغه لپاره یواځنۍ… نور لوستل »