د ولسمشرغني یو اړخیز اوربند یو ښه اقدام خو …

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

ولسمشر غني نن په داسي حال کې له خپل لوري له طالبانو سره د یوې اونۍ لپاره موقت اوربند اعلان کړ چې پرون یې د ناټو تر چتر لاندې د اماراتي ځواکونو راتګ ته ښه راغلاست ووایه.

که څه هم چې د ښاغلي غني له لوري دغه لنډ مهاله اوربند هم د جګړه ځپليو افغانانو لپاره یو غنیمت او د نوموړي یو د ستایلو وړ اقدام دی ، خو لکه څرنګه چې یې ایجاب کیږي ښايي ولسمشر و نه توانیږي هغه په افغانستان کې پر ټولو میشتو بهرنیانو او د هغوی لخوا پر کاریدونکو داخلي ځواکونو باندې عملي کړي.

ولسمشر به اوریدلي وي چې تیره ورځ د ده حکومت ته منسوبو ځواکونو د لوګر ولایت په مرکز د ناکام کلا او ښادي خان کلا په سیمه کې دوه مسجدونه په بمونو والوځول.

ښايي د ولسمشر او بیا د یوه لوګري هیواد وال په حیث ښاغلی غني هيڅ کله په دې راضي او نه وسي چې خپله د ده په اړوند ولایت کي د دولتي ځواکونو لخوا مساجد په بمونو والوځول شي ، خو دا چې د مسجدونو نړولو په شمول د زرګونو ولسي وګړو وژل او ځورول او د هغوي د کورونو ورانول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له ایجاباتو څخه دي نو بیا یې خپله ښاغلی غني هم په وړاندې طوعا او کرها چوپ پاتي کیږي.

له ډیره بده مرغه چې په افغانستان کې د بهرنیانو مسلط شتون د افغانستان وضعیت دې حد ته رسولی چې مشکله ده د ولسمشر په توګه د ښاغلی غني اور بند یا بل هر امر د ده د حکومت تر واک لاندې ساحه کې عملي شي.

ځکه له یوې خوا د ښاغلي غني حکومت ګډ حکومت دي چې د واک بل جهت یې په هیڅ صورت د نوموړي له ټولو پریکړو او فرمانونو سره توافق نه لري.

همدا نن ښاغلی امرالله صالح د ولسمشر غني د یو اړخیز اوربند د اعلان په ښکاره مخالفت کړی او د هغه په اړه یې خپل غبرګون په لاندې تورو کې ښودلی دی:

((دغه ډول مبهمې او ناتوجیه شوې اعلامیې د امنیتي ځواکونو پر مورال کمزوري کولو سربیره د سیاسي او نظامي کړنو تر شا د سازشي تعاملاتو د توسعې او لا خپراوي په غرض تر سره کیږي.))

او له بلې خوا دلته د جګړې د پیل او توقف واک له داسې چا سره دی چې د ښاغلي غني ټول حکومت د هغو له جګړییز تمویل څخه تمویلیږي.

تیره اونۍ د امریکا افغان ځواکونو لخوا په ننګرهار ولایت کې د مشرانو د جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار د کورنۍ د ۹ تنو دولت پلوه کسانو وژنه د ولسمشر غني د حکومت او د هغه د ټولو اوامرو او فرمانونو د ننګولو ژوندۍ بیلګه ده چې حتی ولسمشر د هیواد د وسله والو ځواکونو د اعلا سرقومندان په حیث ورباندې د ځان خبرولو او په اړه یې د څه غبرګون ښودلو جرئت هم ونه کړای شو.

تبصرې (6)

  • صالح خو خپله یو بیناموسه او د شروفساد له ډلی شمیرلکیږی د هغه سرګندونی هیڅ ډول اغیزه نه لری د هغه سرګندونی داسی دی لکه د یو باد په شان هیله ده سر پی مه خوږوی.
    د افغانستان ټولی بدبختی د همدی فاسدی ډلی له لاسه دی کوم ورڅ چی دغه فاسده د شروفسادډله د افغانستان ددولت څخه په بشپړه توګه ویستل شی په هماغه ورځ به افغانستان دپرمختګ په مخ روان شی.

  • په رښتیا چې دا یو مثبت اقدام دی، هیله ده د تاندوالو په ګډون ټولو رسنیو ته توصیه وکړي تر څو سولییز ژورنالیزم خپل کړي د طالبانو اړوند د تعقیب، توقیف، مرګ ژوبلې، چاپو او تصفیوي عملیاتو له تبلیغاتي خبرونو څخه ډډه وکړي، په هغوی له موډه لویدلي تورونه نور ونه لګوي، د بندیانو له شکنجې او ځور لاس واخلي، له امریکایانو څخه د هغوی د وتلو(baby left operation) د بیړني مهالویش غوښتنه وکړي، د جنایتکارې شمالي ټلوالې سره په تعامل کې ډار او مصلحتي ګوزارې ته د پای ټکی کیږدي،، او داسې نور

    که دا کارونه اشرف غني عملا وکړي زه باور لرم چې طالبان کرام به هم څو ګامه وړاندې د سولې او باور جوړولو جدي اقدامات وکړي.

    یا الله د روانې مبارکې روژې په پار زمونږ په هیواد رحم وکړې، د کفارو له وحشتونو مو وژغورې او په خپلواک او سوکاله او ارام افغانستان مو ونازوې،،، امین ثم امین

    • غوربندی صاحب ! سلامونه او نیکی مو ومنۍ !
      سره د دی چه ستاسی تبصری د کاڼی کرښی دی ستاسی هره تبصره لولم او څه تری زده کوم . مګر د پورتنی د دی جملی سره ( په رښتیا دا یو مثبت اقدام دی ) سره مو توافق نه لرم .
      بوش په لمړی ورځ د نظم نوین جهانی د تاسیسولو دغه جنګ ته صلیبی او په دوهمه ورځ یی تروریزم یاد کړو، دا د بوش تیروتنه نه وه بلکه مخکی له مخکی پلان شوی وه چه دا جنګ به اصل کی صلیبی غچ اخستنه او د جهان اسلام سره به اخری جنګ وی، او په دوهمه ورځ تروریزم یعنی ټول مسلمانان تروریستان او اسلام د تروریزم دین دی او ....
      دغه چه پرون د دلباری تش په نامه ملایانو فتوی او څه نرم وړاندیزونه وو او که نن کمونست او سکولریست متحمر د یوی اونۍ اوربند یوه سلسله او د نیکلسن د هغه خبری د سلسلی پوری اړه لری چه ویی ویل مونږ به په طالبانو مذهبی فشار هم وارد کړو تر څو سولی ته یی مجبوره کړو . غلام غنی هغه وایی او هغه کوی چه د ویلو او کولو ورته دستور او قومانده ورکړی شوی او طالبان به الهی احکام قدم په قدم تعمیلوی مننه

  • د تش په نامه علماوو بلنه هم د جنرال نیکلسن په قومانده او سفارش شوی چه هغه وویل په طالبانو به مذهبی فشارونه هم زیات کړی چه د مذاکراتو میز ته یی اړ باسی طبیعی خبره ده چه نیکلسن به د هغه غوندی وروسته دا هم ورته ویلی وی چه یو څو ورځی یو طرفه اوربند هم اعلان کړه که طالبانو ورته پریکړه ونه کړه مظلوم اولس او بشریت ته به طالبان ښکته او د کابل غلامه اداره مهربانه او هم خپلواکه وپيژندل شی .
    د غنی دا پریکړه د هغه د نورو پریکړو په شان د نیکلسن او ناتو پریکړی دی د زور له مخی یی طالبان کمزوری نه کړل اوس له دی فتنو او تبلیغاتو کار اخلی مګر ډیر ناوخته دی ملت پوهیږی چه هیواد اشغال او لکه د نجیب په شان یو هلکو یی کینولی او د نشه توکو په زور یی ژوندی ساتلی چه لږ تر لږه دغه یو کال خو پوره کړی د فقیرانو خبره وایی بیا خدایی !!!!!!!

  • جامه هلته پاکیږي چې ومنځل شي ! دامرداره اداره له درواغجن متفکر سره داسې ده لکه مرداره جامه چې
    مینځل یې فرض دي ! دا ټو لې د امريکا او ناتو تکتیکي خبرې او پلانونه دي !
    د سپو یو په هډوکیو ( د ترمپ تجارتي بندیزونه د اروپایې اتحادې پر خلاف او برخلاف ) سره جنګ دی نو
    دافغانستان جګړه د ډیر وخت لپاره په اقتصادي توګه نشي زغملی نو دوی اوس په مختلفو سیناريو کار کوي !!!
    سوله مذدور نشي کولی او نه یې څوک په خوله پیاز خوري ! دا څرنګه سوله ده په تېر و ورځو کې یې دلوګر
    دشادیخان په کلي کې دوه جوماتونه ړنګ کړه او ډیر نفر یې شهیدان کړه ! ایا متفکر دا پوښتنه کړې او کولی
    یې شي ؟؟ نه نه ! څوک چې په اسلامي امت کې مسجدونه ورانوي هغه به صلیبي لښکر وي ! چې نه یې
    خدای مني نه رسول او نه غربي فکرونه او يواځې د cia او ملګرو کار ونه یې دی چې هدف یې د طالب
    را پرځول او په افغانستان کې ابدي عسکري اډې او لیبراله دیموکراسي ده چې په اسلام او زمونږ په کلتور
    کې هیڅ ځای نلري!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  • سوله یو ډیر ښه اقدام ده جنګ د ټولو بدبختیو مورده جنګ کې غوربت زیات شی جنګ کې نسلونه نسلونه تباشی جنګ بې سوادی زیژوی خو دا جنګ که څه هم افغان ملت لپاره یو لوﺉ امتحان ده دا ځکه چې ټوله دنیا یو خوا او یو کوچنﺉ ټولګﺉ بل خوا او بیا هم الله پر د ټولو بر لاسه کړﺉ دا جنګ صلیبیانو مشر بوش خپله صیلبی جنګ ونوماوو او اعلان یې وکړو که هرڅوک زموژ سره ودریژی نو هغه به محفوظه او ساتلﺉ به وی او که هر څوک له مجاهدینو سره ودریدل نو د هغه لپاره یواځنۍ لار مرګ ده لله الحمد وس الله هغه وخت بیرته الله راوستو چې غله ته په غره کې هم ځاﺉ نشته وس افغان ملت په دې پوهه ده چې زموژ د ګاونډیو هیوادو استخبارتی کړیو کې راښکیل ده او دې دینه د خلاصون یوه لار ده هغه جهاد ده چې هغه دې امت سرلوړی هم په دې کې ده که څه هم غربت به ډیر وی لاکن خپلواکی به خپله وی د انګریزی استعمار نه به خلاص یو او د فاسقا ادرې نه خلاص یو دا درواغژنه ادره د بل تر واک لاندې ادره چې همیشه یې د دې ملت بچیان یې دویر په ټغر کیښنولی دی الله دې نیس او نابود کړی