امنیتی چارواکی وایی چی قاضی جان محمد ګوهر یاسین او قاضی محمد علی کاکړ له سوی څخه واستا محمد ته پرلار د ډیره الله یار او حافظ اباد سیمو ترمنځ تښتول شویدی.
دبلوچستان ایالت لومړی وزیر ددښتول شوی قاضیانو په اړوند سخته خواشینی څرګنده کړیده، امنیتی چارواکو ته یی دبیړنیو پلټنو امر کړیدی.
امنیتی چارواکی دتښتول شوی قاضیانو دموندلو په لټه کیدی، خوتراوسه پوری یی کوم درک ندی لګیدلی.
څلورورځی مخکی هم په کویټه کی ۵ کسه وکیلان دنامالومو وسلوالو لخوا څخه تښتول شوی وه، چی تراوسه پوری یی امنتیی چارواکی په لټه کیدی.
له بله پلوه په بلوچستان کی ټولو قاضیانو اووکیلانو کاربندولو اعلان کړیدی اوله حکومت څخه دتښتول شوی قاضیانو او وکیلانود سمدستی موندلو غوښتنه کړیده، دبلوچستان دوکیلانو دټولنی مشر بازمحمد کاکړ خبرورکړیدی، کچیری تښتول شوی وکیلان اوقاضیان ونه موندل شی نومونږ به په ټول بلوچستان کی دکاربندولو اعلان وکړو.
نوموړی زیاته کړه حکومت ناکامه شویدی بلوچستان کی هیڅوک محفوظه ندی، نه وزیر محفوظه دی نه دپولیسو افیسر، نه قاضی اووکیل اونه هم عام ښاری بازمحمد کاکړدخپلو خبروپه ترڅ کی وویل چی داسی یو قوت شته چی ترهګر یی خوشی کړی ترڅو خلګ وتښتوی، اوپه کوټه کی دپیسو په بدل کی تښتونی اوس دخلګو ورځنی کارګرځیدلی دی نوموړی زیاته کړه چی دوکیلانو اوقاضیانو تښتونه پرقضاباندی برید کول دی، او اخیر به خلګ اړشی ترڅو سلاح ته لاس کی او دخپلوځانونو دفاع په خپله وکړی.
بخت الرحمن بخت