افغانستان بنګلدیش ته سیریز کې په درې صفر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان لوبډلې بنګلدیش لوبډلې ته له زړه درزونکې لوبې وروسته ماتې ورکړه او د شل اوریزو سیالیو لړۍ یې په درې صفر وګټله.

په دغه لوبه کې یوځل بیا سوکه توپ اچونکي وځلېدل، او وتوانېدل چې د کمو منډو دفاع په کامیابۍ سره ترسره کړي.

راشد خان ته په وروستي اور کې د ۹ منډو دفاع کولو اړتیا وه چې نوموړي په کامیابۍ سره اور ترسره کړ او په وروستي توپ د شفیق الله شفق په زړه پورې ډګرساتنې چې د څلوریزې مخه یې ونېوله، او بنګلدیش ته یې په لړۍ کې کلین سویپ ورکړ.

له وروستي اور وړاندې چې بنګلدیش ته په ۱۲ توپونو ۳۴ منډو ته اړتیا وه، د اصغر ستانکزي لخوا کریم جنت چې ښه نه و ځلیدلی په مشکل وخت کې راوستل شو او غلط ثابت شو.

کریم جنت په مهم اور کې پرلپسې ۵ څلوریزې ورکړې چې له ۳۴ څخه منډې ۹ ته راښکته شوې خو په پای کې راشد خان وتوانېد چې د ۹ منډو دفاع وکړي.

افغانستان چې لومړی توپوهنه یې کړې وه په ۲۰ اورونو کې د لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۵ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سمیع شینواري ۳۳ او اصغر ساتکزي ۲۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د بنګلدیش لوبډلې لخوا مشفیق الرحیم ښه توپوهنه وکړه چې لوبډلې ته یې د بریا هیله ورکړه خو په پای وخت کې وسوځېد او همدا ډول یې د یوې منډې په توپیر لوبه وبایلله.

محمد الله ۴۵ او مشفیق الرحیم ۴۶ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، همدا ډول راشد خان په غوره اوسط او ۸ ویکټو ترلاسه کولو سره د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو چې سمیع شینواری په ښه توپوهنه د سیریز سمارټ لوبغاړی ونومول شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د