هغه غلطیانې چې د وزن کمولو مخه نیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): که تاسې د وزن کمولو لپاره مختلف ډوله زیار باسئ، ورزش کوئ، محدود خوراک کوئ او بیا هم کومې پایلې نه ورکوي نو تاسې شاید د وزن کمولو پر مهال کومې غلطۍ ترسره کوئ.

زیاتره خلک د ډائټنګ یا د پرهیز نوم اوریدلو سره دا سوچ کوي چې باید خوراک او څښاک کم کړي، خو په دغسې کولو سره د انسان وزن د کمېدلو پرځای زیات شي.

ځینې هغه غلطیانې چې د وزن کمولو لپاره د پرهیز په توګه ترسره کیږي:

ځان په لوږه ساتل

که تاسې وزن کمول غواړئ او ددې لپاره مو پخپل ورځني ژوند کې په خوارک کې بې اندازې کموالی راوستی وي او همیشه مو ځان په لوږه ساتلی وي نو دا یوه غلط فهمي ګڼل کیږي، چې د کموالي پر ځای مو په وزن کې نور زیاتوالی هم راولي.

ځکه چې د زیاتې لوږې نه وروسته انسان له اندازې زیات خوراک کوي چې د وزن زیاتېدو لامل کیږي، که چیرې وزن کمول غواړئ نو په ورځ کې لږ تر لږه ۵ وارې وخت تر وخته داسې خوراک وکړئ چې د تغذیې څخه ډک وي.

کم سباناری کول

سباناری کول د انسان روغتیا لپاره تر ټولو غوره خواړه ګڼل کیږي، خو نه کول او یا کم کول یې د وزن زیاتوالي تر ټولو ستر لامل ګڼل کیږي، ځکه چې د سباناري نه کولو پر وخت سړی د ورځې په اوږدو کې خوراک زیات کوي چې د غټوالي لامل کیږي.

سبزي نه خوړل

د نورو خوراکونو په پرتله په سبزیانو کې کالوریز کمه اندازه موندل کیږي، چې کم کالوریز د وزن په کمولو کې مرسته کوي، که غواړئ وزن مو کم کړئ پخپلو خوړو کې سبزيانې زیاتې کړئ.

کمې اوبه څښل

د اوبو پوره اندازه څښل زمونږ چټک میتابولزم لپاره اړینې دي، (میتابولزم په بدن کې د غذا بدلون راولي او نویو حجرو ته یې بدلوي)، نو په کار ده چې سهار په نهاره لږ تر لږه درې ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د