fbpx
عبدالباري جهاني؛ د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزير

موقتي اوربند د سولي زېری! / جهاني

عبدالباري جهاني

د روان کال د جون پر اوومه نېټه اولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د روژې د میاشتي له اووه ویشتمي څخه د کوچني اختر تر پنځمي پوري یو اړخیز اوربند اعلان کړ. د اوربند په دې اعلان کي داعش او القاعده شامل نه دي او دا پخپله د پېشنهاد سوي اوربند د معقولیت نښه ده ځکه چي داعش او القاعده نه د افغانستان اتباع دي او نه د افغانانو د غوښتنو نمایندګي کوي. که دا اوربند له طالبانو سره د احتمالي پټو خبرو په نتیجه کي اعلان سوی وي نو دا خو د یوې دوامداري سولي لپاره ښه زېری کېدلای سي او په هیواد کي د سولي د ټینګولو لپاره اقدام به د اولسمشر اشرف غني لپاره داسي یوه تاریخي کارنامه وي چي د افغانستان مظلوم اولسونه به یې تر قیامته هېره نه کړي.

که چېري دا اوربند اولسمشر غني له مخالفینو سره له خبرو کولو او کومي موافقې پرته اعلان کړی وي نو بیا هم ځکه یو مبارک اقدام ورته ویلای سو چي د جنګ د دوام پړه به پر طالبانو ولوېږي او د جنګ د دوام عامل به معلوم وي.

د طالبانو طرفدار ویب سایټ، نن ټکی اسیا، د اولسمشر غني د دې پېشنهاد هرکلی کړی دی خو نسبتاً سوړ عکس العمل یې ښودلی دی او په خپله سرمقاله کي لیکي« که څه هم چي د ښاغلي غني له لوري دغه لنډ مهاله اوربند هم د جګړه ځپلیو افغانانو لپاره یو غنیمت او د نوموړي یو د ستایلو وړ اقدام دی، خو لکه څرنګه چي یې ایجاب کېږي ښايي اولسمشر ونه توانېږي هغه په افغانستان کي پر ټولو میشتو بهرنیانو او د هغوی له خوا پر کارېدونکو داخلي ځواکونو باندي عملي کړي»

د طالبانو د طرفدا ویب سایټ دا اندېښنه، چي وايی د اولسمشر په حکومت کي د ننه د هغه له هري فیصلې سره مخالفت کېږي نو دا اوربند به څرنګه عملي سي، پر ځای ښکاري. ځکه چي د اولسمشر د اوربند له اعلان سره سم امرالله صالح، چي نن سبا د پنجشیریانو د آواز او ژبي حیثیت لري، دا پېشنهاد رد کړ او وې ویل چي دغه ډول مبهمي او ناتوجیه سوي اعلامیې د امنیتي ځواکونو پر مورال کمزوري کولو برسېره د سیاسي او نظامي کړنو تر شا د سازشي تعاملاتو د پراخولو په غرض تر سره کېږي.

امرالله صالح او د هغه پنجشېري او ستمي انډیوالانو تازه په تذکره کي د افغان د کلمې له ذکرېدلو سره خپل مخالفت ښودلی او دا مسله لا تراوسه پوري حل سوې نه ده چي نظاق یې د اولسمشر د اوربند د اعلان سره مخالفت اعلان کړ.

د سولې او امنیت ټینګېدل په افغانستان کي تر بلي هري مسلې حیاتي اهمیت لري خو له بده مرغه چي له دې حیاتي مسلې سره، چي د هیواد موجودیت ورپوري تړلی دی یوازي مظلوم او کړېدلي اولسونه، چي د جنازو او تباهیو خاتمه یې چاته نه معلومېږي، علاقه لري. پنجشېري او اوزبک جګړه ماران، چي ځينو قام پلورونکو پښتنو جنګ سالارانو هم لاسونه ورسره یو کړي دي، د افغانستان د موجودیت او هویت سره نه مینه لري او نه په سوله کي د دوی ناروا ګټي خوندي کېدلای سي.

تر اوسه لا اوربند ټینګ سوی نه دی او د دې یو هفته اي موقتي اوربند عملي کېدل لا له سوالونو سره مخامخ دي، خو د پنجشېریانو له دې سمدستي عکس العمل څخه څرګنده سوه چي د سولي ټینګېدل ډېره اسانه خبره نه ده.

زه په دې کي هیڅ شک نه لرم چي که د اولسمشر غني په حکومت کي دننه او له حکومت څخه دباندي مفسدین له سولي او د امنیت له ټینګېدلو سره مخالفت کوي نو د طالبانو ځیني مشران به، په تېره بیا هغه کسان چي د پاکستان په مستقیمه قومانده عمل کوي، له سولي سره خپل مخالفت ښيي. نو د سولي د ټینګولو مسولیت یوازي اولسمشر غني ته نه بلکه هغو طالب مشرانو ته هم ور تر غاړي کېږي چي له خپل هیواد او قام سره علاقه لري. د سولي ټینګېدل د افغانستان د وجود د ښارګ حیثیت لري او پرته له دې ژوند نه سي کولای.

زه د اولسمشر غني د دې یو اړخیز اقدام ستاینه کوم په تېره بیا دا چي اوربند یې د روژې په اووه ویشتمه، چي ویل کېږي قرآن شریف په همدغه شپه نازل سوی دی، اعلان کړی او غواړي چي هیواد وال لږ ترلږه د اختر ورځي په خوښۍ او ارامی تېري کړي. دا چي سوله به ټینګېږي کنه او دا چي اوربند به عملي کېږي کنه هغه خدای ته معلوم دي خو زه پخپله د یوه نېک اقدام په سترګه ورته ګورم او په هیواد کي د دایمي اوربند او سولي د ټینګېدلو لپاره دعا کوم.

د هغو ورځو په هیله چي یو ځل بیا د خوښې او کراری اخترونه ووینو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ملګری ( خلقی ) جهانی صاحب ښه چاری ! زما خیال چه بیا د کوم پوست س لاسه کولو په عم کی یاست او که سره د پوهی د خپل سم شوی دریز په مخ کی د پخوانو دیوالو په شان دیوال جوړوی ؟ د اشرف غنی د یوی اونۍ سوله د نیکلسن د هغه قوماندی له مخی وه چه ویی ویل ډیر ژر به طالبانو باندی مذهبی فشارونه هم وارد کړو چه سولی ته غاړه کیږدی . تر دی سوله یوه ورځ دمخه یی په لوګر کی دوه خالی مساجد په بمونو والوزول بی له دی چه هغه مساجدو… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

بیانزی صاحب محترمه! ۱-مهمه نده چه پوه شې چه زه د ښاغلی جهانی صاحب په هکله څه نظر لرم امّا: که ستا د ” ملګری خلقی” سره نده جوړه نو غواړم پوه شم هغه وخت دی کوم د سر او نس د درد دارو خوړل کوم چه ودی لیده چه شهنواز تڼی او نور زیږه او خیرن خلقیان د سپینو فرشتو!!! یعنی طالب تر څنګ د نهی عن المنکر په سپینه اداره کی په سپینه انګېزه په سپینه دنده بوخت وه؟ ۲- نن سبا زموږ عوام مؤمن او سرګردان ؤلس دې حالت ته رسېدلی دی چه پر هر څه باندی… نور لوستل »

راشد
میلمه
راشد

غلام حضرت صاحب ! ستاسی په تبصرو کی کله رنآ او کله تورتم وی، هڅه وکړه چه تل د رڼا اړخ کی باتی شی ځینی چه تاریکیو کی دی مادی لاسته راوړنی لری مګر ځینی بیا بی له دی چه مادی لاسته راوړنی ولری په ګډوډو ویلو ځانونه جهنم ( تاریکیو ) ته ټیل وهی . پورتنی تبصره د جهانی صاحب په لیکنه لیکل شوی، د تهاڼی سره څه اړیکه لری تهانی خو د ګلبدین سره ملګری او تر اخره ملګری پاتی شو ، هو ځینی خلقیان به د هغوی د حکومت دوره کی وو هغوی توبی ایستلی او ویل… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

جهاني صاحب وایي چې غشۍ چې ګړندی دی د لیندۍ د زوره دی،،، امرالله صالح چې کومې څرګندونې کوي د اشغالګرانو په زور یې کوي،،، د اشرف غني د اوربند اقدام واقعا د خیر یو مهم ګام دی خو تردې اهم او اړین ګام به داوي چې که په رښتیا هم غواړي طالبانو کرامو ته د بهانې ځای پاتې نشي نو یرغلګرو ته دې د وتلو ووایي یا دې حد اقل د وتلو د مهالویش علني غوښتنه ځنې وکړي تر څو یې له طالبانو سره د موقف توحید پیدا او هغوی به احتمالا ورسره مخامخ خبرو ته حاضر شي. محترم… نور لوستل »