افغانستان

ننګرهار: کورنیو او بهرنیو ځواکونو ملکي افغانان ووژل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸غبرګولي ۱۳۹۷ل): بیګا د جمعې په شپه افغان او امریکايي عسکرو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د خلکو په کورونو چاپه اچولې او څلور افغانان یې وژلي دي.

په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم شامل دی او پاتې درې نور لویان دي. پيښه د یادې ولسوالۍ په ګلوخیلو سیمه کې رامینځته شوې.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر د پاکستانیو اتباعو په ګډون د ۱۵ طالبانو د وژلو مدعي دی او د دغه راز د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې هم انکار کوي.

که څه هم د ننګرهار ولایتي چارواکي نوموړي عملیات محض افغاني ګڼي خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې نوموړی عمل امریکايي «اشغالګرو او غلامانو» په ګډه ترسره کړی.

ښاغلي مجاهد یاده پيښه «جنایت» بللی او زیاته کړې يې ده چې ګډو عسکرو د خلکو د کورونو تمبې ماتې کړي او مالونه یې چور کړي. نوموړی وايي چې وروسته طالبان سیمې ته ورغلي او په جګړه کې يې څلور کمانډو عسکر له مینځه وړي.

خو د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر د خپلو عسکرو له تلفاتو انکاري دی.

په جګړه کې د شپږو طالبانو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی.

نوموړي دفتر په پيښه کې د پاکستانيو اتباعو د وژنې د ثبوت په پار د هغه هیواد د شناختي کارډ یو انځور خپور کړی، چې ګویا څښتن یې تیره شپه ووژل شو.

خو هېره دې نه وي چې په تېرو درې لسیزو کې ډیری افغان مهاجرینو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کوربه هیوادونو تابعیتونه اخیستی، چې په دې لړ کې ګڼو پاکستان میشتو افغان مهاجرین هم دوه ګونی تابعیت ترلاسه کړی او آن په خلیجي هیوادونو کې په پاکستاني پاسپورټونو استوګن دي، چې ډیری وخت هیواد ته د راستنیدو پرمهال له ستونزو سره مخ کیږي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو د هغه ماشوم په اړه څه نه دي ویلي چې په همدې پيښه کې وژل شوی او انځور یې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی.

نن ټکی اسیا ته د نوموړې پيښې د ملکي تلفاتو انځورونه رارسیدلي.

pjimage

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د اشرف غني د موقت یو اړخیز اوربند په مهال کیدای شي ډیری شمېر داسې خبرونه مخې ته راشي چې یرغلګر او د دوی کورني مزدوران د داعش په نوم ملکي وګړي په نښه کړي تر څو نړیوالو ته وښایي چې دلته نړیواله ترهګري لا هم د یوه ګواښ په توګه وجود لري تر څو د بهرنیانو وجود ته مبرر جوړ کړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x