په جماعت کې د ګډون لپاره منډې وهل

عبدالمالک همت

ما ډېر خلک ليدلي دي چې کله په مسجد کې امام او مقتديان پر لمانځه ودرېږي، د مسجد د باندې خلک په جماعت کې د هر څه ژر ګډون او د دې لپاره چې لومړی رکعت يا د جمعي لمونځ ځنې تېر نه سي د مسجد پر خوا ور منډي کړي او په ځغاستو، ځغاستو غټ غټ ګامونه اخلي او کله کله سره د دې چې لومړی يا دوهم صف نه وي ډک، له ډېره تلواره د صف دباندې يوازې پر جماعت ودرېږي.

څنګه چې په شريعت کې دا کار سم نه دی بلل سوی، نو زه به يې د ناسم والي په هکله شرعي دلايل په لنډه توګه وړاندې کړم.

ترټولو دمخه بايد ووايو چې مسلمان ته ښايي چې په هر ځای، هر چيرې، تلو، ناسته ولاړه او هرکار کې دروند او د لوړ همت، پت او وقار او ښو صفاتو څښتن وي. لوی څښتن سبحانه فرمايي:

﴿ وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلامًا [الفرقان: 63]

ژباړه: او د رحمن خدای بنده ګان هغه مومنان دي چي پر ځمکه ورو ورو، خو په ځواکمني (قوت)، وقار او درنښت او په عين حال کي په تواضع سره تګ کوي او کله چي ناپوهان هغوته (ناوړي، بې ادبي اوجاهلانه خبري) وکړي، نو هغوی (يې په وړاندي هماغسي غبرګون نه ښيي، بلکي داسي) ښې او سمي خبري ورته کوي (چي له ګناه څخه سالم پاته سي).

البته له ورو ورو تلو څخه موخه هيڅکله دانه ده چې څوک دې په تصنعي توګه او په ريا سره ناروغ او ضعيف غوندې ګرځي. بلکې موخه داده چې مسلمانان دي په عزت، شريفانه او سرلوړي ګام اخلي، چې دا لوی څښتن ته د متواضع مومن نخښه ده، لکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم په تلو کې داسي خوځېدی چې تابه ويل له يوه لوړه ځايه کښته درومي. ځينو اولنو هم په تصنع سره سست تلل مکروه ګڼل. وايي چې حضرت عمر رضي الله عنه يو ځوان وليد چې يو ډول ځبوله ځبوله او سست روان وو، نو عمر رضي الله عنه ورته وويل: ولي داسې روان يې، ناروغ خو به نه يې؟ هغه ورته وويل : نه. نو هغه په دره وواهه او امر يې ورته وکړ چې قوي او پياوړی ځه.

د پورته آيت او څرګندونو پر بنسټ او په لاندې راوړل سوو دلايلو د جماعت په لمانځه کې د ژر ګډون لپاره مسجد ته ځغاسته، يا داسي حرکت چې د سکون او وقارسره منافي وي منع دی، بلکې هر څوک په هرحالت کې بايد مسجد ته په درنښت او متانت سره ولاړ سي. ځکه هرڅوک چې د لمانځه لپاره له کور يا دکان يا بل ځای څخه وزي، نو هغه حکماً په لمانځه کې اوسي. له حضرت ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

« إِذَا نُوْدِیَ بِالصَّلاَةِ فَأْتُوْهَا وَأَنْتُمْ تَمْشُوْنَ. وَعَلَيْکُمُ السَّکِيْنَةُ. فَمَا أَدْرَکْتُمْ فَصَلُّوْا وَمَا فَاتَکُمْ فَأَتِمُّوا» (مسلم ، کتاب المساجد و مواضع الصلاة، باب استحباب إتيان الصلاة بوقارِ و سکينة، ۱۲۴۵/ 602  شمېره حديث).

ژباړه: کله چې د لمانځه لپاره اذان وسي، نو د لمانځه لپاره په عادي تګ سره ورځئ او په دې ورتګ کې پرتاسي باندې سکون او وقار لازم دی.(يعني ورځعلئ مه)، نو د لمانځه کومه برخه چې تاسي ونيسئ هغه (دامام سره) ادا کړئ او کوم چې درڅخه پاته سي ، هغه وروسته بشپړ کړئ.

په دې صحيح حديث کې لمانځه ته په درنښت او وقار سره پر تلو ټينګار سوی دی، د جمعې لمونځ وي که نور لمونځونه او که څه هم د لمانځه لومړی تکبير پاته کېږي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم بل حديث په دې الفاظو دی:

«إِذَا ثُوِّبَ لِلصَّلَاةِ فَلَا تَأْتُوهَا وَأَنْتُمْ تَسْعَوْنَ، وَأْتُوهَا وَعَلَيْكُمُ السَّكِينَةُ، فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا، وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا كَانَ يَعْمِدُ إِلَى الصَّلَاةِ فَهُوَ فِي صَلَاةٍ» (مسلم، کتاب المساجد و مواضع الصلاة، باب استحباب إتيان الصلاة بوقارِ و سکينة، ۱۲۴۶/ 602 شمېره حديث).

ژباړه: کله چې د جماعت د لمانځه لپاره اقامت وسي، نو لمانځه ته په ځغاسته مه ورځئ، بلکې په آرامي او وقار ورځئ، نو د لمانځه کومه برخه چې تاسي ونيسئ هغه (د امام سره) ادا کړئ او کوم چې درڅخه پاته سي ، هغه وروسته د امام تر سلام ګرځولو وروسته بشپړ کړئ او له تاسې څخه چې هرڅوک لمانځه ته ور روان وي، هغه په لمانځه کې دی.

د ” طرح التثريب في شرح التقريب“ شافعي مذهبه ليکوال أبو الفضل زين الدين عبد الرحيم بن الحسين د پورتني حديث په شرح کې ليکي: ”په دې کې لمانځه ته په عادي تلو امر سوی دی او له چټک او تېز تلو څخه منع راغلې ده. او موخه يې داده چې مسجد ته دا تله به په آرامي او درنښت او وقار وي، د جمعې د لمانځه لپاره وي که د نورو لمونځونو لپاره، د لومړي تکبير د فوتېدو د وېرې په حال کې وي او که د کوم رکعت او يا د ټول جماعت د تېرېدو د وېرې په حال کې وي او دغسې جمهور علماوو (صحابه وو، تابعينو او ترهغو وروسته عالمانو) ويلي دي “.

امام ملاعلي قاري حنفي رحمه الله هم په ” مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح “کې د دغه حديث په شرح کې وايي: ” د حديث موخه داده چې په دغسې حال کې لمانځه ته چټک مه ځئ که څه هم د لمانځه پرتېرېدو ووېرېږئ، لکه چې زموږ ځينې عالمان وايي“.

امام محمد رحمه الله د پورته حديث د څرګندونو په هکله وايي: ”په دغسي حالت کې د امام سره د رکوع يا تکبير اولی د نيولو لپاره تر څو چې صف ته نه يې رسېدلی او په هغه کې نه يې درېدلی تلوار مه کوه او دا د امام ابو حنيفه رحمه الله قول دی.“ (موطأ مالك برواية محمد بن الحسن الشيباني).

او د « فَإِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا كَانَ يَعْمِدُ إِلَى الصَّلَاةِ فَهُوَ فِي صَلَاةٍ»( له تاسې څخه چې هرڅوک لمانځه ته ور روان وي، هغه په لمانځه کې دی) معنا داده چې په دغه حال کې هم هغه ته د لمونځ کوونکې اجر ورکول کېږي. يعني لمانځه ته روان کس د لمونځ کوونکي په حکم کې دی او هغه ته هغسي ثواب ورکول کېږي، لکه په مسجد کې چې لمانځه ته منتظر وي.

ښه داده چي لمونځ کوونکی څه وختي جومات ته ورسي، څو د ناوخته کېدو له امله ځغاستي ته اړ نه سي. او که پر جماعت باندې درېدو ته څه وخت پاته وي دوه رکعته تحية المسجد نفل هم وکړي.

بله خبره داده چې که د جماعت څه لمونځ تېر سوی وي، نو تاسي به په امام پسې درېږئ او په هرحالت کې چې امام وي تاسي به هغه حالت غوره کوئ. يعنې که امام په سجده کي وي ته به هم سجدې ته ځې، بياچي امام لمونځ خلاص کړ او پر آخره ناسته سو ته به هم په تشهد او دعا کې د امام متابعت کوې، يعني له ”التحيات لله “ څخه تر ”حسنة وقنا عذاب النار“ پوري به ټوله وايې او کله چي يې سلام وګرځاونه ته به د لمانځه پاته رکعتونه پوره کړې. بس والسلام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د