ورزش

نړیوالې شورا درجه بندي: محمد نبي پاکستانی عماد وسیم وروسته کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په نوې خپاره شوې درجه بندۍ کې د افغانستان تکړه آلراونډر محمد نبي په توپ اچونه کې پاکستانی عماد وسیم شاته کړ او اتم مقام یې خپل کړ.

د بنګلدیش پر وړاندې په درې شل اوریزو سیالیو کې محمد نبي وتوانېد چې په توپ اچونه او توپوهنه کې وځلیږي او د شل اوریزو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې یې اتم مقام خپل کړ، همدا ډول په آلراونډر لوبغاړو کې له شکیب الحسن نه وړاندې شوی او په دویم نمبر دی.

محمد نبي ددغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې په توپوهنه کې ونه ځلېد خو په توپ اچونه کې یې په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول، په دویمه لوبه کې یې ۴ اورونه وکړل ۱۹ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول، چې په توپوهنه کې يې چټکې ۳۱ ناسوځېدلې منډې هم جوړې کړې.

په وروستۍ لوبه کې محمد نبي په توپوهنه کې ۳ منډې خو په توپ اچونه کې پخپلو ۴ اورونو کې ۲۰ کمې منډې ورکړې او په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو، چې په مجموعي ډول یې له ۶ نه په کم اوسط توپ اچونه وکړه او ۴ لوبغاړي يې وسوځول.

همدا ډول راشد خان په نړیواله درجه بندۍ کې خپل مقام برقراره وساته، چې نوموړي د لوبې ګټونکی وبلل شو، په درې سیالیو کې یې ۸ ویکټې ترلاسه کړې او په کم اوسط یې توپ اچونه ترسره کړه، او په درې سیالیو کې یې دوه ځل د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

مجیب الرحمن هم ښه توپ اچونه وکړه، چې د لومړۍ لوبې په لومړي توپ یې ویکټه واخیسته، او همدا ډول یې په نورو لوبو کې هم ښه توپ اچونه ترسره کړه، چې د شل اوریزو په نړیواله درجه بندۍ کې مخکی شوی او ۵۱ نمبر ته پورته شو.

له بل اړخه کریم جنت چې د شنونکو په وینا میراثي بلل کیږي، او د اصغر ستانکزي سکه ورور دی، سره له دې چې په لومړیو دوه لوبو کې په ستره کچه ناکام شو بیا هم درېیمې لوبې ته واخیستل شو چې نیږدې وه ګټلې لوبه یې د بنګلدیش منګولو ته ورکړې وی.

کریم جنت په لومړۍ لوبه کې ۴ اورونه وکړل، او په داسې وخت کې يې ۲۷ منډې ورکړې چې د بنګلدیش ټولې منډې ۱۲۲ وې، یوه ویکټ یې ترلاسه کړه، په دویمه لوبه کې یې په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته، چې په درېیمه لوبه کې یې په ۴ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې واخیسته، چې همدا ډول یې په دریواړو سیالیو کې ۱۲ اورونه وکړل، ۱۱۱ منډې يې ورکړې او ۳ ویکټې يې ترلاسه کړې.

د بنګلدیش پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې بنګلدیش لوبډلې ته په وروستي دوه اورونو کې ۳۰ منډو ته اړتیا وه چې د لوبډلمشر لخوا کریم جنت ته توپ اچونه وسپارل شوه، نوموړي لومړي پنځه توپونه پرلپسې څلوریزې ورکړې او په مهم اور کې يې ټولې ۲۱ منډې ورکړې، چې په وروستي اور کې راشد خان د یوازې ۹ منډو دفاع په میړانه وکړه.

له بل اړخه په توپوهنه کې سمیع الله شینواری او محمد شهزاد ښه وځلیدل، شینواري په درې سیالیو کې ۱۱۸ او شهزاد ۹۰ منډې جوړې کړې، چې شهزاد ۹م نمبر خپل کړ او سمیع ۴۴م نمبر ته پورته شو، همدا ډول نجیب ځدراڼ چې یو ښه توپوهونکي په حیث لوبډله کې شاملیږي ښه ونه ځلید او یوازې ۱۷ منډې یې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لړۍ کې بنګلدیش لوبډلې ته د توپ اچونې په زور په درې صفر ستره ماتې ورکړه، او هند لوبډلې ته چې په ۱۴ جون ورسره د ټیسټ تاریخي سیالۍ لري د خطر زنګ وواهه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x