د ولسمشر هغه اوربند چې تر تنفیذ وړاندې نقض شو

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولایت مربوط د حصارک ولسوالۍ په ګلو خیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر کورونو د برید په ترڅ کې د یوه ماشوم په شمول څلور کلیوال شهیدان کړل.

یاد برید د ولسمشر غني د یوه اړخیز اوربند له اعلانولو یواځې دولس ساعته وروسته تر سره شو چې په دې سره ښایې دا د ولسمشرغني بل یو داسې اوربند وبلل شي چې د تنفیذ د نیټې تر را رسیدو وړاندې د ګډو خپلسرو ځواکونو لخوا نقض کړل شو.

په دومره لنډ مهال کې د ولسمشر په توګه د ښاغلي غني د نا تنفیذ شوي اوربند نقضیدل د افغانانو هغه ټولې وړاندوینې او اندیښني ریښتیا کوي چې د سولې په اړه یې د نوموړي د بیواکي په اړه لري.

که څه هم چې د ښاغلي غني همدا ناقابل التنفیذه اور بند د نړیوالې ټولنې په خاص ډول د امریکا متحده ایالاتو او ناټو تړون لخوا په ډیره ګرمي سره استقبال او په نړیوالو مطبوعاتو کې یې پراخ رسنیز انعکاس وموند، خو په داسې حال کې چې د امریکا او ناټو سیاسي چارواکي په تلویزوني چاینلونو کې په ژوندۍ بڼه د همدې اوربند په تائید لګیاول د افغانستان په داخل کې هغه د ناټو د پوځي ځواکونو لخوا د کلیوالو پر کورونو باندې د برید او د ماشومانو په شمول د هغوي په وژلو سره عملا نقض کړل شو.

د ګډو ځواکونو لخوا د پلازمینې کابل په څنګ کې دومره ژر د ولسمشر غني د نا تنفیذ شوی اوربند نقضیدل له شکه پرته چې هم د ولسمشرغني او هم د هغه د نړیوالو حامیانو لپاره یو شرموونکې خبر دی.

همدا وجه ده چې د ننګرهار دولتي چارواکو له دغه شرم څخه د ځان خلاصولو په خاطر ادعاء کړې چې د ګډو ځواکونو لخوا په حصارک کې وژل شوي کسان پاکستانیان دي !!!.

خو د سیمې د عیني شاهدانو او د شهیدانو د کورنیو لخوا له رسنیو سره شریک شوي تصویرونه د دولتي چارواکو د یادې ادعاء د ناسم والي هغه ژوندۍ بیلګه ده چي د هیڅ سالم ضمیر څښتن تري انکار نشي کولای.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پښتون
میلمه
پښتون

ولسمشر اشرف غنی د اور بند اعلان د ۲۷ د رمضان نه کړي ده. او دغه واقعه په ۲۵ د رمضان تر سره شوی ده. نو له دینه دا معلومیږي، چې ښه په مړه ګیډهد دې دروغ یلی ده. د ثبوت لپاره، دغه خبر په ۹ د جون خپور شوی ده. او اور په ۱۱ د جون نه شروع کیده. کله چې رسمی اور بند شروع شو، د هغې نه وروسته دولت یواځی دفاعې بڼه درولوده.