ایا د متحده عرب اماراتو عسکر به په افغانستان کې سوله تأمین کړای شي؟

شاهد غزنیوال

د ناټو تړون عمومي سرمنشي ینس استولتنبرګ له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان لانجه پوځي حل نه لري باید د هغې د هواري لپاره له سیاسي مصالحي څخه کار واخیستل شي.

ښاغلی ینس دا هم ویلي چې ناټو نه شي کولای د افغانستان ستونزې حل کړي ؛ بلکې دا خپله د افغانانو دنده ده چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

د ناټو عمومي سر منشي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ناټو تړون تازه له دوو عربي هیوادونو ( متحده عرب اماراتو او قطر) څخه غوښتي چې دوی هم خپل ځواکونه افغانستان ته ولیږي.

د افغانستان په تیر ۱۷ کلن جنګي بهیر کې د ناټو او امریکا په شمول د نړۍ د ۴۸ هیوادونو پوځي شتون او د طالبانو د مقاومت په له منځه وړلو کې یې پاتې راتلل د ناټو سرمنشي په ګډون ډیری غربي سیاست وال دیته اړ کړي چې په افغانستان کې د واقعیتونو په درک کولو سره پر خپلو ناکامیو او نیمګړتیاوو اعتراف وکړي.

دا چې ښاغلی ینس له یوې خوا په خپله پر دې اعتراف لري چې د افغانستان لانجه نظامي حل نه لري او له بلې خوا بیا له متحده عرب اماراتو او قطر هیوادونو څخه غواړي چې خپل عسکر افغانستان ته را ولیږي دغه دوه مخی تعامل یې د یوه سیاسي تناقض څرګندونه کوي.

دا څومره شونې ده چې د امریکا او ناټو تړون په څیر تکړه روزل شوي ۱۵۰۰۰۰ سرتیري په افغانستان کې د سولې په تأمین کې ناکام شول خو د متحده عرب اماراتو او قطر څو نازولي پوځیان به په افغانستان کې سوله تأمین کړای شي؟

واقعیت دا دی چې په افغانستان کې د روانې نا امنۍ او جګړو اساسي عامل همدا بهرني ځواکونه دي چې د افغان ولس د ارادي خلاف د هغوی په خاوره کې میشت دي.

که هرڅومره د دعو ځواکونو په شمیر کې زیاتوالی راځي په هغه کچه به نورهم ورسره د افغانستان بی ثباتي او نا امني زیاتیږي.

ناټو ، امریکا او بل هر لوری که ریښتیا په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي وي باید له دې ځایه د بهرنیو ځواکونو په ایستلو غور وکړي ، نه دلته د هغوي د پوځي شتون پر ډیر والي او پوځي ماموریت غځولو باندي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د