نوروز منګل د خپل ورور په دفاع کې: د لوبډلې غوراوي پر مهال ورورولۍ نه پالو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټې مشر نوروز منګل د خپل ورونو او په کرېکټ کې د میراثتوب او خپلولۍ پاللو تورونه بېځایه بللې دي.

نوموړی د خپل ورور څخه په دفاع کې ویلي چې مونږ هیڅکله دا کوښښ نه کوو یو لوبغاړی دې د وروولۍ او خپلولۍ له لارې د لوبډلې برخه شي، بلکې ددوی په انتخاب کې یوازې د غوراوې کميټې لاس نه دی بلکې له انتخاب وروسته دوی ټاکلې شوي نومونه روزونکو ته وړاندې کوي.

نوروز منګل هغه تورونه چې پر دوی د ځینو کرېکټ چارواکو، شنونکو او مینوالو لخوا لګیدلي بېځایه بللي دي، نوموړی یې په دفاع کې وایي چې د لوبډلې د انتخاب پر وخت د ښه لوبغاړي او د هغه فټنس نظر کې نیولو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

نوموړی بي بي سي سره په یوه تلیفوني مرکه کې وایي چې «په یوله لوبه کې دوه وروڼه یا خپلوان لوبېدل کومه نوې خبره نه ده، بلکې ډېرې داسې لوبډلې شته چې په یو وخت په کې وروڼه لوبیږي، خو مونږ د انتخاب پر وخت ددوی سابقه استعداد ته ګورو».

نوروز منګل دا خبرې په داسې حال کې کوي چې هغه لوبغاړي چې تنقید پرې کیږي په تېره نیږدې کې هیڅ کومه خاطرخوا پرفامنس نه دی ښودلی.

نوموړي د ګلبدین نائب او کریم جنت په پرتله کولو کې وویل چې که څه هم دا د لوبډلمشر او مشر روزونکي کار دی خو د کریم جنت انتخاب دده په غوره توپ اچونه شوی و.

د بنګلدیش پر وړاندې سیالیو کې کریم جنت په درې لوبو کې ۱۲ اورې ترسره کړې چې له یوولسو نه په پورته اوسط یې زیاتې ۱۱۱ منډې یې ورکړې او یوازې ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې، دده دغه پرفانس او د ګلبدین نائب تېر پرفامنس ته په کتلو سره نائب له ده ډېر ځلېدلی و چې هم یې د اوپنر په توګه توپوهنه وکړه او وځلېډ او هم د یوه توپ اچونکي په توګه ښه توپ اچونه.

د یادونې وړ ده چې احسان الله جنت، افسر ځاځی او کریم جنت داسې لوبغاړي دي چې هر وخت یې پر انتخاب د شنونکو او مینوالو لخوا تنقید کیږي، ځکه چې نوموړي په تېرو لوبو کې د نورو لوبغاړو په پرتله ښه نه دي لوبیدلي، خو بیا هم د لوبډلې برخه ګرځول شوې دي.

تبصرې (1)