fbpx
طالب سرتېري، د نظامي روزنې پر مهال

طالبان: په اختر کې پر حکومتي ځواکونو بريدونه نه کوو‎

‎نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي ۱۳۹۷ل): طالبانو خپلو جنگياليو ته امر کړی، چې د اختر په ورځو کې پر افغان ‏امنيتي ځواکونو له بريدونو ډډه وکړي، خو پر بهرنيو ځواکونو يې بريدونو ته هڅولي دي.‏

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼې کې ويلي، چې د دوی مشرتابه ټولو جنگيالو ته امر ‏کړی، چې د اختر په درې ورځو کې پر ټولو افغان ځواکونو او پوليسو له بريدونو ډډه وکړي، خو زياته کړې يې ده، که ‏پر دوی بريد کېږي،«کلکه دفاع دې وکړي»‏

د طالبانو د اوربند دغه اعلان يوازې د افغان حکومت او امنيتي ځواکونو لپاره دی او خپلو جنگياليو ته يې امر کړی، ‏چې هر ځای يې توان وي، پر بهرنيو ځواکونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.‏

طالبانو خپلو جنگياليو ته دا هم ويلي، چې د عامو خلکو په هغو غونډو کې له گډونه ډډه وکړي، کوم ځای کې، چې د ‏بمبار گواښ وي.‏

طالبانو دا اعلان په داسې حال کې کړی، چې وړمه ورځ ولسمشر اشرف غني په يوه بې ساري پرېکړه کې له طالبانو ‏سره يو اړخيز اوربند اعلان کړ او امنيتي ځواکونو ته يې امر کړی، چې د طالبانو پر مرکزونو او غونډو بريدونه ونه ‏کړي، خو ولسمشر دا هم ويلي، چې دا اوربند يوازې د افغان طالبانو لپاره دی او د داعش او القاعدې په گډون د نورو ‏بهرنيو ډلو پر ضد د به د افغان ځواکونو بريدونه او بمبارۍ روانې وي.‏

افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ادارې هم د ولسمشر غني ولسمشر غني له لوري د اوربند ملاتړ کړی دی، خو ځينې ‏کارپوهان په دې باور دي، چې حکومت بايد د اوربند له اعلان وړاندې له مخالفينو سره پوهاوي ته رسېدلی وای.‏

په ټولنیزو رسنيو کې د دې اوربند پراخ هرکلی شوی او د خواله رسنيو فعالانو په دې اړه له ولسمشر غني او طالبانو ‏مننه کړې ده، چې دواړو خواوو د اوربند په اړه بې ساري ګامونه پورته کړي دي.‏

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا د ناتو او امریکا په قومانده ، ریاکارانه او منافقانه اوربند دی. په قومانده یی دا چه نیکلسن له مخکی ویلی وو چه په طالبانو په مذهبی فشارونه هم زیات کړی چه له امله یی مذاکراتو ته اړ باسی چه په غنی یی دلباری ملایانو ته بلنه ورکړه او هغوی د چهاد د ناروا کولو په څنګ کی د اوربند وړاندیز هم وکړو کوم چه مخکی له محکی پلان شوی وو . ریاکارانه په دی چه د کابل غلامان او باداران په سوله او اوربند باور او عقیده نه لری، د هغوی ګټی په جنګ او ګډوډیو کی دی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

د دواړو لوریو د اوربند استثنااتو که پام وکړو نو نتېجه دا راوزي چې زمونږ د ستونزو جرړه بهرنیان دي، هغه که یرغلګر امریکایان دي او یا صیق شوي القاعده (داعشیان). زما وړاندیز دی چې: طالبان دې د داعشیانو د تصفیې او ګاونډیو هیوادونو ته د هغوی له خوا د نه ګواښ تضمین ورکړي تر څو امریکایانو ته د جګړې د غزولو بهانه پاته نشي. دولت دې هم د طالبانو د پورته تضمین په مقابل کې د امریکایانو د ویستلو لپاره غږ پورته کړي او د نړیوال تضمین په وجود کې دې د وتلو مهالویش اعلان کړي. که دا پورته… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د افغان د وګړی وګړی هم آرزو ده او هم اُمید دی چه نه یوازی د اختر په ورځ بلکه هره ورځ ئې پر خاوره او مادی او معنوی موجودیت د سولی او آرامی پلو وغوړیږی.
####

zadran
میلمه
zadran

بیانزی صاحب.طالیبانو دری ورځی اور بند هوکړه وکړه.البته دوی له موږ او تاسو څخه ښه پوهیږی.الله ج د نور اوربند توفیق هم ورکړی.او که چیری ته په دا اور بند کی ملاحظات لری ،نو له لندن څخه د زامن راولیږه،چه په د اخترکی واسکټونه ور واغوندواچه جنتونه یی نصیب شی،کنه خپل ماشومان ګوره،نور هم داسی ماشومان لری،سوله کی ژوند دهر چا حق دی،

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ! په هالیند کی هستوګنه لری . لمړی د امین د خلقیانو، بیا د نجیب د نشنلستانو او اوس د نجیب د اکا زوی ( سکولریست او کمونست غنی سره په نشنلستی او سکولریستی کی غړیتوب لری. تل نورو ته د غرب د هستوګنی پیغورنه ورکوی او خپله هستوګنه مو هیره کړی چه چیری اوسیږی . زمکه د الله ج زمکه ده، هر چیری چه څوک اوسیږی جواز لری مهمه خبره انسانی طرز تفکر او لیدلوری دی ترکی، امین ، کارمل او نجیب افغانستان کی اوسیدل مګر د روسانو غلامان او د هغوی په طرز تفکر یی خبل… نور لوستل »