افغانستان

امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو کې ګډون کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): سپينه ماڼۍ وايي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون ته تیاره ده.

د سپینې ماڼۍ یوې لوړپوړې چارواکې لیزا کورتس ویلي، د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د خبرو اترو کې د ګډون لپاره تیار دي.

هغې وړاندې زیاته کړه، دوی نه شي کولی د افغان حکومت پر ځای د سولې برخه کې ګام واخلي په وینا يې د دې سیاسي حل مشري او مالکیت باید د افغان حکومت پر غاړه وي.

د سپینې ماڼۍ دې چارواکې وړاندې ویلي، پاکستان په افغانستان کې خپلو ګټو ته اندېښمن دی چې باید موږ هم پام ورته وکړو، د دې په خبره پاکستان باید پوی شي، چې د طالبانو په جګړه کې د پاکستان ګټې نه شي خوندي کېدلی.

لیزا کورتس که څه هم د سولې اړوند څرګندونې کولې، خو لا يې هم طالبان «ورانکاري» او د پاکستان تر نفوذ لاندې یاد کړل، هغې وویل: «پاکستان اصلي مسؤلیت لري چې له خپلې خاورې د دې ورانکارو د راتګ مخه ونیسي.»

دا په داسې حال کې دی چې امریکايي شنونکي بارنت روبین په افغانستان کې د امریکايي اډو په موجودیت کې ارامي د سیمې د هېوادونو لپاره تر جنګي کړیو هم خطرناکه بولي.

د روبین په وینا که افغانستان کې ثبات او د امریکا پوځي اډې وي، دا به د دې هېواد ګاونډیانو ته هیڅکله د منلو نه وي.

طالب ویاند تازه له سپوږمۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا خبرې اترې مشروطې یادې شوې او ان د مشرۍ یادونه يې هم د افغان حکومت اړوند شوې ده.

ذبیح الله مجاهد وايي دوی له امریکا سره مخامخ خبرې غواړي، ځکه چې جګړه يې د دوی پر ضد ده.

افغان حکومت دوه ورځې وړاندې د اوربند اعلان وکړ او په ډاګه يې کړه د افغان طالبانو پر وړاندې تر اختره پورې جګړه نه کوي، هغوی چې دعوه کوي د طالبانو په لیکو کې بهرنیان هم شته، نه دي ویلي چې د داخلي او بهرنیو طالبانو توپیر څنګه کوي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند خبر ورکړی، خو ويلي يې دي چې بهرني ځواکونه له دې اوربنده مستثنی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داکتر صدیق

طالبانو مخکی کلونو کی هم جګړه بندوله خو داځلی یی ښکاره وویل بل داچی امریکا نه غواړي چی په افغانستان کی سوله راشي ځکه دوی په جګړه کی شخصی ګټه ویني او بل داچی امریکا په دی پوهیږي چی موږ له طالبانو سره خبر ته کینو د طالبانو پوښتنو ته ځواب نشو ورکولای ښه نو بیا امریکامخکی ولی نه حاضریدل کیداشی دی هم کوم هدف وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x