fbpx

امریکا: دوو لسیزو کې د ځانوژنې ۱۸ سلنه امریکايي پوځیان جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): امریکا کې روغتيايي بنسټونه وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د ځانوژنې په پېښو کې ۲۵ سلنه لوړوالی راغلی، چې ۱۸ سلنه يې پوځي منسوبین جوړوي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره وايي، له ۱۹۹۹میلادي کال نه تر ۲۱۰۶ میلادي کال پورې د دوی د څېړنې پر بنیاد د ځانوژنې پېښې ۲۵ سلنه ډېرې شوې دي.

د دې سرچينې په وینا د امریکا په ۲۵ ایالتونو کې دا سلنه تر دې هم لوړه ده او ۳۰ سلنې ته رسېږي.

دغه اداره وايي چې د ځانوژنې ډېرې پېښې د رواني ناروغیو له امله کېږي، چې نارینه پکې ډېر دي، خو په دې وروستیو کې د ښځينه ځانوژونکو شمېر هم لوړ شوی دی.

سرچینه وړاندې زیاتوي د ځانوژنې د پورته سلنې له جملې پوره ۱۸ سلنه برخه یوازې امریکايي پوځیان جوړوي، پر دې مانا چې په ۲۵ سلنه ځانوژونکو کې ۱۸ سلنه پوځيان دي چې د رواني ستونزو له امله ځانونه وژني.

امریکا کې، چې پرمختللې نړۍ حسابېږي د ځانوژنې دا لوړه سلنه د روحاني ځواک د نیستۍ او او رواني ډاډ پر کمزورۍ سربېره د اخلاقي فقر له امله بلل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د