د افغانستان کرېکټ لوبډلې راتلونکې سیالۍ کله او له چاسره دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګلدیش پر وړاندې په درې شل اوریزو سیالیو کې په زړه پورې بریاوو وروسته د هند پر وړاندې د ټیسټ سیالۍ په سختۍ سره انتظار کوي.

دغه سیالۍ د افغانستان لوبډلې د تاریخ لومړۍ ټيسټ سیالۍ ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ورته په تېر ۲۰۱۷م کال جون میاشت کې بشپړ غړیتوب ورکړل او بیا ورته د ټیسټ درجې ازمایښتي موقتي غړیتوب هم ورکړل شو چې لومړۍ سیالۍ به د هند لوبډلې پر وړاندې په ۱۴م جون پیلوي.

د افغانستان ملي لوبډلې د بنګلدیش پر وړاندې په درې شل اوریزو سیالیو کې بنګلدیش لوبډلې ته په درې صفر ماتې ورکړه چې هند لوبډله یې هم حیرانه او له ډار سره مخ کړه.

له دې سیالۍ وروسته افغانستان لوبډله د آیرلینډ لوبډلې سره د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کوي چې د آګست میاشتې په شلمه نېټه به د شل اوریزو سیالیو لړۍ سره پېل او په دېرشمه نېټه به د وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ سره پای ته رسیږي چې کوربه توب یې هم د آیرلینډ پرغاړه دی.

له دې سیالیو وروسته به افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو لپاره چمتوالی نیسي، دغه سیالۍ چې افغانستان یې لا دمخه برخه ګرځېدلې ده د سپتمبر میاشتې په اوولسمه نېټه په عربي اماراتو کې پېل شي.

په دې سیالیو کې به شپږ لوبډلې ګډون کوي، چې پکې افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش لا د وړاندې په ډاګه شوي دي، او یوه بله اسیایي لوبډله به پکې هم ګډونواله وي، چې ښآيي متحده عربي امارات، نیپال یا هانګ کانګ څخه یوه لوبډله اووسي.

له دې سیالیو وروسته به افغانستان د ۲۰۱۹م کال یو ورځني نړیوال جام لپاره چمتو والی نیسي، او له هغې وروسته به د جون میاشتې په لمړۍ نېټه د استرالیا ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ملي لوبډله د سوکه توپ اچونکو په درلودلو اوس یوه تکړه لوبډله بلل کیږي، چې نورې لوبډلې یې له ګواښ سره مخ کړي، له دې وړاندې اجینکی رهانې چې د افغانستان پر وړاندې به د هند لوبډلې مشري کوي ویلي وو چې د افغانستان پر وړاندې سیالۍ ته په ټيټه سترګه نه ګوري او خپل پوره کوښښ به کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د