fbpx

ولسمشر غني د انرژۍ وزیر له دندي لري کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي ۱۳۹۷ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر وایي د اوبو او انرژي وزیر علی احمد عثماني د ولسمشر غني د حکم پر اساس له دندې لرې کړل شوی.

له یاد دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت معین به د سرپرست وزیر په توګه د هغه ځای ناستی وي.

خبرپاڼه زیاتوي، ترڅو چې ولسي جرګې ته د بل وزیر د معرفي کولو وړاندیز کیږي؛ تر هغه مهاله به انجنیر محمد ګل خلمي د یاد وزارت چارې پر مخ وړي.

که څه هم په خبرپاڼه کې د علي احمد عثماني د لرې کولو په اړه نور جزئیات نه دي ورکول شوي، خو تر دې وړاندي د ښاغلي غني او عثماني ترمنځ د سختو اختلافاتو خبرونه ورکول شوي وو.

ولسمشر غني د یاد وزیر نوم له کابل نه د ممنوع الخروج کسانو په لیسټ کې شامل کړی و. لس ورځي وړاندي د می په دیرشمه نیټه په بلخ کې د بریښنا د سب سټیشن پرانیستي ته ولسمشر غني پخپله ولاړ ، د بریښنا وزیر علي عثماني ته یې اجازه ورنکړه چې ګډون پکي وکړي. دا په داسي حال کې وه چې تر هغه مخکي په هرات کې د ټاپي پروژې اړوند یوه ناسته کې هم نوموړي ته د غني لخوا اجازه ورنکړل شوه چې ګډون پکي وکړي.

علي احمد عثماني د اجرائیه ریاست د برخي غړی دی چې شنونکي یې له ارګ سره د اختلافاتو بنسټیز ټکی همدا ګڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د