نظــر

يو سړی و بس!

لطف الله خیرخوا

يوه ورځ د اسلامي پوهنتون د څلورمې ليليې مسجد ته ماسخوتن ناوخته لاړم، لمونځ مې نه و کړی؛ ګورم چې قاري صاحب عبدالرووف پروردګار ته لاسونه لپه کړي..سلګۍ وهي او اوښکې رغړوي…د ليليو مسجدونو ته به استادان د لېکچرونو لپاره راتلل، قاري صاحب به په اهتمام د استادانو درسونو کې حاضر و. سپين سړی و، خندان او بې ريا و.

د محصلينو چارو کې فعال او هڅاند و. زړور او د بريد سړی و. د دوو ناراضو تر منځ يې په مهارت روغه کوله. ظريف او با ذوقه و..يو سړی و بس!

ما سره يې خاص محبت و، کله کله به يې پټکه راباندې کوله، ما هم د خپل طبيعت له امله ورسره بې رُخي کوله، مګر يوه ورځ يې هم زما کشرانه بې رُخي په بې ادبۍ تعبير نه کړه. کله چې ورسره مخامخ شوی يم، نو په ځانګړي ډول يې راسره روغبړ کړی.

زه تازه تازه پوهنتون ته تلی وم، کشر وم، کور ته مې د تلو اراده وه، ورځ دوه مخکې مې چا ته ويلي وو، چې زه راروانه پنجشنبه کور ته ځم. دی خبر شوی و، راغی او په مشرانه لهجه يې راته وويل: هلکه چې کور ته ځې، هفته مخکې اوازې مه اچوه، غلی ځه او غلی راځه. زموږ د والد صاحب له امله يې زما خاص لحاظ کاوه.

د روانو ترينګلو حالاتو له امله مو سره فکري همهغږي نه وه، خو ده ما سره دا نزاکت نه چېړه. ما به ورسره چېړلی وي، خو ده راباندې ځان هم پوه کړی نه دی. تېره ورځ د بې هيبته ملايانو د ناستې ځای سره له پوهنتونه پر لار و، چې چاودنې يې د ژوند مراندې ورپرې کړې. خبر اورېدو سره مې زړه درد وکړ، چې قاري عبدالرووف خو د دې خيمې سړی نه و، څنګه يې د عمر وروستۍ شېبې د يوه داسې تالار سيوري ته راغلې، چې تاريخ به يې ښه ياد نه کړي..زموږ ځينو ملګرو همدا درد سره شريکاوه، چې د پېښې جزيات راورسېدل. په شهادت يې غمژن شوو، مګر تسلي مو زړه ته پر دې ورکوله چې قاري عبدالرووف د پېښې لاروی قرباني دی. الله تعالی د يوه عالم په توګه له دې تاريخي شرمه ساتلی. الله تعالی دې ورته بښنه وکړي، رب دې د صالحينو او شهداو په ډله کې حشر وکړي.

آمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x