
نېکولسن: اوربند کې به د «داعش» پر وړاندې جګړه تونده کړو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن وايي له طالبانو سره د اوربند په وخت کې به پر «داعشیانو» بریدونه ګړندي کړي.
هغه چې له خپل افغان همکار د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سره په بروکسل کې د ناټو د یوې غونډې ګډونوال و، پرون د دې غونډې به څنډه کې رسنیو ته دا اور بند د اعش ځپلو یو فرصت یاد کړ.
نېکولسن ويلي د افغان حکومت له دې اقدامه هرکلی کوي، خو د «داعش» پر وړاندې به جګړه روانه وساتي.
محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې وویل، چې تر اختر درې ورځې وړاندې د اختر تر وروستۍ ورځې پورې اوربند کوي.
طالبانو هم ویلي چې د اختر په دریو ورځو کې له افغان عسکرو سره اوربند اعلانوي او ان کولی شي، د دوی تر لاس لاندې ساحو کې له خپلو خپلوانو سره وګوري.
دوی د ورسره زندانیانو د خوشي کولو په اړه هم یادنه کړې، خو ويلي يې دي چې د بهرنیانو پر ضد بریدونه به يې په دې ورځو کې هم بند نه شي.
د شنونکو په باور بهرنیان غواړي له طالبانو سره د اوربند په دې موده کې داعش یوه زوروره او مطرح ډله معرفي کړي.
ګڼو شنونکو او د ملي شورا غړو داعش د امریکا و افغان حکومت ګډه پروژه بللې ده.