افغانستان

ډاکټر غني د شانګهای ناسته کې د ګډون لپاره چين ته ورسید

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني چین ته د شانګهای د غړو هېوادونو غونډې ته تللی دی.

ارګ وايي، له هغه سره یو پلاوی هم مل دی، چې له ګډونوالو سره به د هېواد پر امنیتي ستونزو خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د شانګهای غړي په افغانستان کې د جګړې توندېدو اندېښمن کړي دي، چې ډاکټر غني به په دې تړاو هم خبرې ولري.

دغه غونډه چې د چین په چینګداو ښار کې جوړه شوې، دوه ورځې به دوام وکړي.

په دې سفر کې چې د بهرنیو چاو وزیر هم د ډاکټر غني ملتیا کوي، وايي دوی هڅه کوي چې افغانستان د شانګهای دایمي غړيتوب تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله برتانیا ته په رسمي سفر لاړ، چې له برتانوي چارواکو سره يې د امنیتي ځواکونو پر تمویل هم خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د خپل بهرني ملاتړي نېکولسن په ملتیا په بروکسل کې د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې برخه وال و، چې پرون ناوخته پای ته ورسېده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x