افغانستان

د ولسې جرګې غړې: حتی د مړو تذکرې سټېکر شوې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د را روانو ټاکنو په اړه د درغلیو او فساد په اړه بحثونه نن هم د ولسي جرګې د غونډې یوه برخه و.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ وویل، چې د نوم لیکنې لپاره شفافیت اصلاً نشته.

د هغې په خبره حتی د مړو تذکرې هم سټېکر شوې دي، چې یو نوماند ته د نوماندۍ لپاره د تذکرو ټاکلی معیار ور پوره کړي.

هغې وړاندې وویل پر دې سربېره څو مرکزونو کې داسې شوي، چې ګڼې ښځينه د بېلابېلو لباسونو په اغوستلو پر دې توانېدلې چې څو ځایه تذکرې واخلي او سټېکرونه پرې ولګوي.

دې دعوه وکړه چې ان له ګاونډيو هېوادونو هم جعلي تذکرې را واردې شوې دي.

د جرګې بل غړي جعفر مهدوي هم وویل، چې زورواکې د ټاکنو کمیسیون په مداخلې سره غواړي چارې يې د پردې تر شا دوی په لاس کې واخلي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې فیفا هم ورته اندېښنه ښکاره کړه او ويې ویل، چې بازار کې ازاد جعلي سټېکرونه موندل کېږي.

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشیدي دا هم وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې لپاره کره مېکانیزم نه لري او دا نه شي ثابتولی چې تر اوسه څومره کسانو نومونه لیکلي دي.

پارلماني ټاکنې چې قانوناً باید په ۱۳۹۴ لمریز کال ترسره شوې وای، په بېلابېلو پلمو درې کاله وځنډول شوې او ټاکل شوې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx