استغفار (پنځمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

په تېر پسې …

د رمضان مبارکې ورځې دي هره دعاء پکې ډېره قبول ته نېږدې وي پدې امید چې زمونږ استغفار به هم الله تعالی په خپل در کې قبول کړي په تېرو برخو کې مو د استغفار د فضیلت په اړه یوڅو آیتونه او احادیث ذکر کړي وو بیا مو د استغفار لپاره شپږفایدې یادې کړې وې په تېر پسې …

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار اومه فايده : استغفار د هرې کاميابي راز دى

له حضرت عبد الله بن فروخ رحمه الله نه روايت دى هغه فرمايي ما له حضرت عايشې رضی الله عنها څخه واورېدل چې فرمايل يې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : إِنَّهُ خُلِقَ كُلُّ إِنْسَانٍ مِنْ بَنِي ادَمَ عَلَى سِتِّينَ وَثَلاثِمَائَةِ مَفْصِلٍ فَمَنْ كَبَّرَ اللَّه، وَحَمِدَ اللَّه، وَهَلَّلَ اللَّهَ، وَسَبَّحَ اللَّهَ، وَاسْتَغْفَرَ اللَّهَ، وَعَزَلَ حَجَرًا عَنْ طَرِيقِ النَّاسِ، أوْ شَوْكَةً أوْ عَظْمًا عَنْ طَرِيقِ النَّاسِ، وَأمَرَ بِمَعْرُوفٍ، أوْ نَهَى عَنْ مُنْكَرٍ، عَدَدَ تِلْكَ السِّتِّينَ وَالثَّلاثِمِائَةِ السُّلامَى فَإِنَّهُ يَمْشِى يَوْمَئِذٍ وَقَدْ زَحْزَحَ نَفْسَهُ عَنِ النَّارِ. (رواه مسلم)

ترجمه : الله تعالی انسان پيدا کړى دى په ٣٦٠ بندونو باندې چا چې الله اکبر وويل ، د الله تعالی حمد يې وويل ، لا اله الاالله يې وويل ، سبحان الله يې وويل استغفار يې وويل ، د خلکو له لارې نه يې کاڼى ، ازغى يا هډوکى لرې کړو ، په نيکو باندې يې امر وکولو او له بدو نه يې منع وکوله په اندازه د هغه ٣٦٠ باندې نو دا په دې ورځ باندې پداسې توګه روان وي چې ځان يې له اور نه خلاص کړو .

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار آتمه فایده : په دښمنانو باندې کاميابي

کله چې انسان د خپل دښمن سره د مقابلې په وخت کې وي په هغه باندې د کاميابي حاصلولو لپاره بهترينه وسيله استغفار ده هغه کسان چې د مقابلې په وخت کې استغفار وايي د الله تعالی رحمت د هغوى لوري ته مخه کړي نو کاميابي يې په برخه شي الله تعالی د ځينې انبياوو علیهم السلام د حواريينو په اړه فرمايي :

وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ ربَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿147﴾. (سورة آل عمران)

ترجمه : او نه وه وينا د دوى (يعني وينا د مجاهدينو) مګر دا چې ويل دوى اې ربه زمونږه! مغفرت کړه مونږ ته ګناهونه زمونږ او له حده تېرېدل زمونږ په (دې) کار زموږ کې او ثابت (ټينګ کړه) قدمونه زمونږ (په طاعت خپل کې) او مرسته (مدد) وکړه له مونږ سره پر قوم کافرانو.

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار نهمه فایده : د ګناه ختمېدل

د انسان ټوله بد بختي په دې کې ده چې په غاړه يې ګناه پرته وي او کله چې انسان له ګناه څخه پاکيږي نو دا دده د نيکبختي او مبارکې نښه ده او استغفار ددې لپاره بهترينه او اسانه لاره ده چې انسان الله تعالی ته مخ کړي او له هغه نه د خپلو ټولو ګناهونو بښنه وغواړي الله تعالی د انسان څخه ګناهونه لرې کوي او پاکوي يې لکه مخکې هم دا آيت تېر شو چې الله تعالی فرمايي : وَمَن يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللّهَ يَجِدِ اللّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿110﴾. (سورة النساء)

ترجمه : اوهرڅوک چې وکړي يوه ګناه (چې ضرر ئې بل ته رسيږي) يا ظلم وکړي په خپل ځان بيا مغفرت وغواړي له الله تعالی څخه (نو) مومي الله تعالی ډېر مغفرت کوونکى (د خطياتو) ډېر رحم والا (د اجر او ثواب په انعام سره).

لکه په يو حديث قدسي کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي الله تعالی فرمايي :

يَا عِبَادِي، إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ، وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا، فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ. (رواه مسلم)

ترجمه : اې زما بندګانو بېشکه تاسې د شپې او ورځې ګناهونه کوئ او زه ټول ګناهونه بښم زما نه بښنه وغواړي زه به تاسې ته بښنه وکوم .

د حضرت ابی بکر صدیق رضی الله عنه څخه روایت دی چې هغه ويل چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې :: مَا مِنْ عَبْدٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا فَيُحْسِنُ الطُّهُورَ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّى رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ يَسْتَغْفِرُ اللَّهَ، إِلاَّ غَفَرَ اللَّهُ لَهُ ثُمَّ قَرَأَ هَذِهِ الآيَةَ: وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ . (رواه الامام احمد رحمه الله)

ترجمه : داسې بنده نشته چې ګناه وکوي بيا ښه اودس وکوي بيا پاڅيږي دوه رکعته مونځ وکوي بيا له الله تعالی نه بښنه وغواړي مګر الله تعالی هغه ته بښنه کوي بيا يې دا آيت تلاوت کړو چې الله تعالی فرمايي .. هغه کسان چې کوم بد کار وکوي او يا په ځانونو باندې ظلم وکوي بيا الله تعالی ياد کړي …

د حضرت ابي امامه رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : إِنَّ صَاحِبَ الشِّمَالِ لِيَرْفَعُ الْقَلَمَ سِتَّ سَاعَاتٍ عَنِ الْعَبْدِ الْمُسْلِمِ الْمُخْطِئِ أَوْ الْمُسِيءِ، فَإِنْ نَدِمَ وَاسْتَغْفَرَ اللَّهَ مِنْهَا أَلْقَاهَا، وَإِلَّا كُتِبَتْ وَاحِدَةً . (صحیح الجامع)

ترجمه : بېشکه د چپ لاس ليکونکې ملائک پورته کوي قلم خپل له ګناه کوونکي بنده څخه تر شپږو ساعتونو پورې که چېرته دا بنده په خپله ګناه او خطاء باندې پښېمان شو نو ويې غورځوي (ويې نه ليکي) او کنه نو بيا يوه ګناه ورته وليکي .

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار لسمه فايده : د شيطان نه خلاصي

شيطان هغه څوک دى چې صرف د انسان ګمراه کول او د بدو په لاره سمول او په دنيا او آخرت کې د هغه بد بخت کول يې وظيفه ده کوښښ کوي انسان بې لارې کړي او په څه نه څه ګناه یې واړوي نو الله تعالی هم شیطان ته قسم کړی دی چې زما بندګان ګناه وکوي بیا هم چې بښنه وکوي نو زه به یې بېرته ورته بښم له حضرت ابي سعيد الخدري رضی الله عنه څخه روايت دى هغه فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايل : إِنَّ الشَّيْطَانَ قَالَ وَعِزَّتِكَ يَا رَبِّ لَا أَبْرَحُ أُغْوِي عِبَادَكَ مَا دَامَتْ أَرْوَاحُهُمْ فِي أَجْسَادِهِمْ. قَالَ الرَّبُّ وَعِزَّتِي وَجَلَالِي لَا أَزَالُ أَغْفِرُ لَهُمْ مَا اسْتَغْفَرُونِي. (رواه الحاکم فی المستدرک)

ترجمه : بېشکه شيطان وويل : زما د ستا په عزت باندې قسم وي زه به همېشه ستا بندګان ګمراه کوم ترڅو چې دهغوى ارواح د هغوى په بدنونو کې وي رب تعالی ورته وويل زما د په خپل عزت او لويي باندې قسم وي چې زه به تر هغه وخته پورې دوى ته بښنه کوم ترڅو چې هغوى لما څخه بښنه غواړي .

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

د استغفار یولسمه فايده : د دعا قبلېدل

د استغفار سره دعاء قبليږي او هغه څوک چې ددې په تالاش کې وي چې دعاء يې څنګه قبوله شي نو هغه د استغفار وکوي د دعاء د قبول لپاره بهترينه لاره ده اول د استغفار ووایی بیا د خپله دعاء وغواړي نو الله تعالی به یې دعاء قبوله کړي حضرت صالح علیه السلام هم خپل قوم ته همدا خبره کوله الله تعالی فرمايي : وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُّجِيبٌ ﴿61﴾. (سورة هود)

ترجمه : او (لېږلى وومونږ) ثموديانو ته (قومي) ورور د دوى صالح وې ويل اې قومه زما عبادت کوئ (يوازې) د الله تعالی نشته تاسې ته هېڅ برحق معبود غير له ده هم دغه (الله تعالی) پيدا کړي يئ تاسې له زمکې (چې آدم يا ماده د نطفې ده) او اوږده عمرونه ئې درکړي دي تاسې ته په دغې (زمکې) کې نو مغفرت وغواړئ له ده څخه (او په وحدانيت ئې ومنئ) بيا رجوع وکړئ ده ته (له عبادتونو د نورو) بېشکه رب زما ډېر نېږدې دى (په رحمت او په فضل خپل سره) ښه قبلوونکى د دعاء دى.

(اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لااِلهَ اِلّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّوْمُ وَاَتُوْبُ اِلَیْهِ)

نور بیا ان شاء الله …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د