
له ناګاره تر ناګاره!
سید احسان الهام
له ناګاره تر ناګاره حق پرست دي
ته يې وساتې باداره! حق پرست دي
د قلم په ژبه هرظالم ته ګواښ كړي
حقه چيغه يې تر داره حق پرست دي
تابه وژني- تابه وژني – تابه وژني
دا زلمي نه مري ښاماره حق پرست دي
حق ستايل يې فطرتا زړونوكي ژوند كړي
حق ويل كوي بېخاره حق پرست دي
همېشه به وي محفوظ له هره غمه
چي د پاك الله له ډاره حق پرست دي
له هراته او بيا آن تر ننګرهاره
له آمو تر كندهاره حق پرست دي
له ملتيا يې ډډه ونكړې الهامه !
يارا نه يې مزېداره حق پرست دي
2018/6/8