fbpx

لس هغه تېروتنې چې د وینا پر مهال باید ترې ځان وساتئ

ژباړن: زین الله زرین

خبرې او وینا کول ځانګړی هنر دی. ددې هنر د زده کړې لپاره باید ټول په دې وپوهیږو، چې څنګه او څه ډول اغېزناکه وینا او خبرې کولی شو؟

له نیکمرغه دا هنر بیا تر حده کسبي بڼه لري. مطلب هغه کسان چې غواړي ښه وینا او خبرې وکولای شي د ځینو ځانګړو مهارتونو په زده کولو سره دغه هنر تر لاسه کولی شي. وینا او ښې خبرې کول داسې نه دي، چې زموږ په فطرت کې دې نغښتې وي یا هم زموږ له پیدایښت سره تړاو ولري، بلکې دا هنر زده کړه او تمرین ته اړتیا لري. له دې ټولو سره سره بیا هم ځینې کسان په خپلو خبرو او ویناوو کې له ځینو تېروتنو سره مخ کیږي، چې باید د ښې او اغېزمنې وینا لپاره خپلې تېروتنې پیدا او په راتلونکې کې ترې ځان وساتي. که تاسو په خپلو خبرو او وینا کې دغه لس تېروتنې کوئ، نو سر له اوسه یې پرېږدئ او ورسره د تل لپاره خدای پاماني وکړئ.

۱ــ خبرې کول او غوږ نه نیول:

په دې ټول پوهیږي، چې ښه ویناوال، ښه غوږ نیوونکی وي. که تاسو غواړئ، چې یو ښه ویناوال یا خبرې کوونکی شئ، نو لومړی باید له ځانه یو ښه غوږ نیوونکی جوړ کړئ. ځکه دا ممکنه نه ده، چې تاسو دې پرته له غوږنیونې یو ښه ویناوال شئ.

هغه کسان چې ښې ویناوې کوي ترڅنګ یې ښه غوږ نیوونکی هم دي. غوږنیونه هم ځانګړی هنر دی. که غواړئ چې ستاسې خبرې نور ښه په غور سره واوري لومړی باید تاسو نورو ته ښه غوږ ونیسئ. ممکن ډېرو ته غوږ نیول څه سخت وبریښي، خو دا چاره دومره سخته هم نه ده، یوازې د نورو خبرو ته غلي کینئ. د هغه د ځینو خبرو تائید په اشارو یا هم په ځینو ځانګړو کلماتو ویلو سره وکړئ. تر څنګ یې د موضوع اړونده کله کله د موقع پرمهال یوه یوه پوښتنه هم کوئ. بس همدا کار به درنه په راتلونکې کې ښه ویناوال جوړکړي، هغه داسې چې بله ورځ به ستا خبرو ته هم نور ستا په شان غلي او غوږ غوږ وي.

۲ــ بې تړاوه پوښتنې کول:

کیدای شي تاسو د وینا او خبرو پرمهال ډېر کله له داسې پوښتنو سره مخ شئ یا به شوې وئ، چې ستاسو له موضوع سره هېڅ اړخ نه لګوي. د ځمکې او اسمان هومره توپیر به سره ولري. دا کار مو د وینا خوند او وخت دواړه بې خونده کوي. ددې کار د مخنیوي په موخه باید تاسو په خپله وینا کې ځینې وقفې ځای پر ځای کړئ، خپلو مخاطبانو ته د سوال کولو وخت ورکړئ او که خپله وینا پرلپسې پسې وغځوئ او چاته د پوښتنې کولو وخت ور نه کړئ، نو بیا له داسې برخلیک سره د مخ کېدو چانس مو په هره وینا کې ۱۰۰ سلنه موجود وي. مهمه خبره لا دا چې تاسو هم باید د موضوع په تړاو خبرې وکړئ که خپله تاسو له موضوع څخه د باندې قدم کېښود، نو له مخاطبانو مو بیا دا هیله مه کوئ، چې هغوی دې ستاسې خبرو ته تر اخره غوږ شي.

۳ــ بې ځایه ټوپونه وهل:

هغه کسان چې خبرې یې پر موضوع متمرکزې نه وي او له یوه ځایه بل ځای ته د مرغۍ په شان هسې ټوپونه وهي، نو دا ډول کړنه خپله پر دې دلالت کوي، چې یاد کس وارخطا او یو ډول عصباني دی یا هم ممکن نور درباندې داسې فکر وکړي، چې تاسو کم وړتیا ویناوال یاست. که مو خبرې تل دا ډول الوتونکي وي، په هېڅ صورت به خپل پیغام تر نورو پورې په سمه او ښکاره توګه و نه شئ رسولئ. نو د یوې ښې وینا لپاره لازمه ده، چې تل لنډې او پر موضوع متمرکزې خبرې وکړئ او د یوې لنډې، تاثیر لرونکې او متمرکزې وینا لپاره باید تاسو له مخکې پر موضوع ځان خبر کړی وي، له وړاندې د ځینو مالوماتو راټولونه مو کړي وي؛ ځکه له وړاندې چمتوالی مو پر ځان باور زیاتوي.

۴ــ له ځان سره له وړاندې د خپلې وینا او خبرو نه تکرارول:

یو شمېر کسان تل ددې هڅه کوي، چې په هر قیمت وي خپل نظر ورکړي، چې د دوی پرلپسې خبرې او نظرونه ددې لامل ګرځي، چې مخاطبان یې پر وړاندې دا ذهنیت واخلي، چې ګواکې دی یوازې خبرې کول غواړې نه دا چې خپلو مخاطبانو ته یو ځانګړی پیغام ورکړي. نو د یوې ښې وینا لپاره اړینه داده، چې لا له وړاندې ورته ښه مالومات او چمتوالی ولرئ او خبرې مو له ځان سره یو ځل خامخا تکرار کړي وي.

۵ــ پر نورو ځان من حسابول:

تل مو باید دې ته فکر وي، چې په وینا او خبرو کې خپل ځان یوازې من احساس نه کړئ. ملطب خپل نظر او خبرې مو تل پر ځای مه ګڼئ او د نورو خبرې بې ارزښته مه حسابوئ. دا باید ومنو چې نور کسان هم ښه نظر او فکر لري او باید ورته وخت ورکړل شي، چې خپلې خبرې له نورو سره شریکې کړي. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه که تاسو نورو ته د نظر او خبرو کولو وخت ور نه کړئ، نو ښایي ستاسو وینا او خبرې هم پر نورو ښې ونه لګیږي او ممکن تر حده مو مزاحمت هم وکړي.

که مو په خپله وینا او خبرو کې تل ددې هڅه وکړه، چې نور له خپل نظر او فکر سره په زور موافق کړئ، نو بیا هم له خپلو مخاطبانو لاس ومینځئ.

۶ــ پر ځان باور نه لرل:

پر ځان باور نه لرل هغه څه دي، چې ستاسو د خبرو پرمهال له ظاهري بڼې څخه مالومیږي. نو د ښې وینا لپاره لومړی باید پر ځان باور ولرئ او پر ځان باور لرل دا مانا، چې تاسو پر موضوع برلاسي یاست او له وړاندې مو وینا کولو ته پوره چمتوالی نیولی دی.

۷ــ دیکتاتورانه چلند کول:

پر تاسو به دا ډېر سخته تمامه شي، چې نور دې ستاسو پر وړاندې یو ډول دیکتاتورانه چلند وکړي؛ خو که تاسو بیا همدا کړنه تر سره کوئ نو بیا خبره مالومه ده، چې خپل مخاطبان درسره یوه دقیقه هم نه شئ ساتلی.

نو د ښې او اغېز منې وینا لپاره نورو ته وخت وکول هغه څه دي، چې نور مو خبرو اورېدو ته لېوالتیا ښیي.

۸ــ بې ځایه او بې وخته دمه (وقفه) کول:

د خبرو اترو پر مهال تر ټولو بد عادت بیا دادی، چې خپلو مخاطبانو ته د نظر ورکولو وخت نه ورکول دی. یا یې بې ځایه خبرې او نظر پرې کول او په خبرو کې ځان ور اچول دي؛ نو که تاسو غواړئ ښه وینا وکړئ لومړی باید نورو ته په ارام زړه سره د خبرو او نظر ورکولو مهلت ورکړئ او باید دې کار ته تل لویه حوصله ولرئ. ځکه دا کړنه ستاسو د ارامه او حوصله لرونکې شخصیت ښکارندویي کوي. ددې ټولو تر څنګ بې ځایه وقفې بیا ستاسو مخاطب ته دا ذهنیت ورکوي، چې ګواکې تاسو ښخ مدیریت نه لرئ او خپله ناسته نه شئ کنټرولولی.

۹ــ ځان جامع الکمالات ښودل:

که تاسو د خپلې وینا پر مهال ځان هر اړخیز پوه او په اصطلاح جامع الکمالات وښیئ، نو خپل مخاطبان به ډېر ژر له لاسه وکړئ، ځکه ستاسو مخاطبانو ته دا خوند نه ورکوي، چې ټولې او هر ډول خبرې دې له تاسو واوري او درسره ژر خسته کیږي.

د ښه ویناوال کېدو لپاره اړینه نه ده، چې خپل ټول مالومات په یو ځای سره له نورو سره شریک کړو. ښه خبره داده چې په ځینو برخو کې له ځان سره خپل مخاطبان په تلوسه کې وساتو او ټول مالومات ورته په یو ځل سره ور نه کړو. هر څومره چې پر یوې موضوع بامفهومه او لنډ خبرې وشي هماغومره د اورېدونکو لېوالتیا ستاسو بیاځلي خبرو ته ډېریږي.

۱۰ــ جدي یا تېزې خبرې کول:

تېزې او جدي خبرې معمولاً په یوه قهرجن او عصباني حالت کې تر سره کیږي او پر ویناوال هم همدا ډول شک کیږي، چې په یوه قهرجن حالت کې قرار لري. دا ډول خبرې مو بیا پر مخاطبانو ښې نه لګیږي، ځکه هغوی ستاسو له یوه داسې حالت سره جوړښت نه شي کولی.

ښه به وي، چې تل په ارام مغز او شمېرلې خبرې وکړئ، څو مقابل لوری مو هم درسره د ارامتیا احساس وکړي او تر اخره یې له ځان سره وساتلی شئ.

د یوې اغېزناکې وینا لپاره دا ډېره مهمه ده، چې د خپلو خبرو په منځ کې یو څه لنډې او پر وخت وقفې هم واخیستل شي یا داسې څه وویل شي، چې اورېدل یې پر غوږونو ښه ولګیږي.

اوس نو که تاسو د خبرو او وینا پرمهال له داسې تېروتنو سره مخ کیږئ یا هم دا ډول عادوتونه لرئ، نو سر له اوسه لاس په کار شئ او دغه ناوړه عادتونه او تېروتنې پرېږدئ، تر څو په راتلونکې کې ښه او تاثیر لرونکی ویناوال در څخه جوړ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د