انځور د حمدالله ارباب په ګوتو

د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند تود هرکلی وشو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبانو نن ويلي، د اختر په دریو ورځو کې له افغان عسکرو سره ډز نه کوي، حتی کولی شي د دوی تر واک لاندې ساحو کې له خپلو خپلوانو سره وګوري.

د طالبانو د دې اوربند تود هرکلی شوی او په لوړه کچه دولتي چارواکو، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو يې په اړه څرګندونې کړې دي.

محمد اشرف غني پخپله رسمي فیسبوکپاڼه د دې اوربند هرکلی کړی او په یوه برخه کې يې لیکلي: « موږ نه يوازې ددې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هر کلی کوو.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې اوربند هرکلی کړی او له حکومت او طالبانو دواړو يې غوښتي چې دغه اوربند وغځوي او یوې دایمي سولې ته لاره هواره شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم پر دې اوربند خوښي ښوودلې او دعا يې کړې چې د دایمي سولې لپاره علت شي: «الله دې وکړي چې دا پروسه عملي او د سولې د پروسې پيل شي او په ټوله کې د سولي لپاړه رښتيني، مدبرانه او هراړخيزفکر وزيږوي.»

طالب مشر خپلو سرتېرو ته امر کړی چې د دوی په زندانونو کې هغه افغان عسکر چې بیا به د دوی پر وړاندې د ټوپک پورته کولو هوډ نه لري، خوشي کړي.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي دا نېک اقدام بللی، هغه پخپله فسیبوک پاڼه لیکلي: «طالب چارواکو هغه ټول حکومتي سربازان عفوه کړل چه ددوي سره په زندان کي محبوس دي افرين په داسي نيک اقدام!»

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې هم پر دې موضوع خبرې وشوې، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم دا هیله ښکاره کړه چې دا اوربند وغځول شي او د سولې او ثبات لپاره ګامونه پورته کړل شي.

کابل کې د سولې سلګونو فعالانو د دې خوښي په غبرګون کې نن ماښام زرنګار پارک سره د جشن ژمنه کړې او د دواړو لوریو دا اقدام يې ستایلی دی.

دوی ځینو پر دولت هم غږ کړی چې طالبانو ته ورته ګام دې پورته کړي، له دې فعالانو شفیع اعظم پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «راځئ بېرته د طالبانو د اوربند او بندیانو د خلاصون اعلان مقابل کې حکومت وهڅو چې له خپلو زندانونو طالب بندیان خوشې او په سمبولیکه بڼه په کلیو او طالب واک لاندې سیمو کې له الوتکو لومړي ځل لپاره د بمبارد پر ځای سره ګلان وپاشي.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼې کې ويلي، چې د دوی مشرتابه ټولو جنگيالو ته امر ‏کړی، چې د اختر په درې ورځو کې پر ټولو افغان ځواکونو او پوليسو له بريدونو ډډه وکړي، خو زياته کړې يې ده، که ‏پر دوی بريد کېږي،«کلکه دفاع دې وکړي.»

مجاهد له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې هم وويل، چېرته چې د دوی واک دی، د حکومت نظامي او غیر نظامي مامورین کولی شي د دوی تر لاس لاندې ساحو کې د خپلو خپلوانو کورنیو ته ور شي.

په وینا يې، دوی پخپله ټوله جګړه کې د اختر په مناسبت خپل تعرضي بریدونه توقف کړي، خو که بريد پرې وشي ځواب يې حق دی.

هغه وویل وړاندې تر دې يې هم اخترونو کې په نا اعلان شوې بڼه دغسې اقدامات کړي، خو د ځینو امنیتي ملوحظاتو له امله يې اعلان نه کاوه.‏

په ورته وخت کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن ويلي د دې اوربند په موده کې به دوی د «داعش» پر وړاندې جګړه تونده کړي.

هغه چې له خپل افغان همکار د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سره په بروکسل کې د ناټو د یوې غونډې ګډونوال و، پرون د دې غونډې به څنډه کې رسنیو ته دا اور بند د اعش ځپلو یو فرصت یاد کړ.

نېکولسن ويلي د افغان حکومت له دې اقدامه هرکلی کوي، خو د «داعش» پر وړاندې به جګړه روانه وساتي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فضل
میلمه
فضل

افغانان هيڅ کله جګړۍ ته زړه نه ښه کوي نړيوالو جګړه په مونږ په زور تپلی

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د فضل ورور د فرمودې په تائید:
حتی هیڅ بشر جګړه نه خوښوی خو خبره پدې کی ده چه ځینی نړیوال د شیطان د لیاری پیروان دی د خپل تلبیس او حِرص او تکبر او غرور د پلیدی غریضې د اِرضاء پخاطر ئې پر ډېرو انسانانو مځکه سره کړېده.تاسی وګوری نن ورځ هغه شخړی چه په منځنی ختیځ او زموږ په هیواد کی روانی دی ټولی ئې استعماری او امپریالیسټی ریښه لری.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هو ! ستاسی خبره سمه ده چه د جګړو اصلی محرکین او عاملین د ګوتو په شمیر حریص انسانان دی، حتی د هغو هیوادو چه دوی ورته خپل وایی ، د قانون او نوری نړۍ کی یی د برچی په زور استثمار او غلاموی. دا هم مه هیروۍ چه یو کم شمیر مطمن انسانان ( مجاهدین ) یی په ضد مالو او ځآنو مقاومت ته دوام ورکوی لکه پرون چه د روسی او نن د امریکایی حریصو استعماری قدرتو په مقابل کی جنګیږی . د بشری تاریخ لوی ناورین او لویه ننګونه همدغه فساد او د بیګناه انسانانو وینی تویول… نور لوستل »