طالبانو په اوربند سره څه ثابت کړل؟

جاوید علي خېل

طالبان د افغانستان په تاریخ کې هغه جریان دی چې له جګړو د هیواد د ایستلو لپاره د اولس له منځه راپورته شوی دی. زموږ په یاد دي چې په اویایمو کلونو کې هیواد کې هرج او مرج او کورنۍ جګړې وې، کلي په کلي، ښار په ښار او کوڅه په کوڅه جګړه ماران سره نښتي وو. طالبان دهمدې جګړو د پای ته رسولو او سولې لپاره راپورته شول، هغوی د خپل سولییز خاصیت د اثبات لپاره د امن سپین بیرغ خپل نښان کړ، هغوی په ډیر لنډ وخت کې دتنظیمي جګړو لړۍ پای ته ورسوله او افغانستان ته یې داسې امن ډالۍ کړ چې له اسلام قلعه تر تورخمه خلکو د سرو زرو له پنډو سره په شپه او ورځ سفرونه کولای شوای. طالبان د سولې پرښتې وبلل شوې او چیرته به چې طالب و هلته د جنګ، غلا، لوټمارۍ او ټوپکمارۍ خونه سپیره وه. طالبانو محدود شمیر شرعي حدود نافذ کړل او په برکت یې د دیرش میلیونه افغانانو ژوند، عزت او مال خوندي شو.

خو د نړیوالو او سیمه ییزو شیطانانو کله پر افغانستان هغه امن او سوله پیرزو وه، له لومړۍ ورځې یې د طالبانو خلاف تبلیغات او دسیسې پيل کړې، طالبان یې نه یوازې یوه جنګي ډله معرفي کړه بلکې هغوی یې په یوه پراخ جنګ کې راښکیل او تر مرګه جنګیدلو ته مجبور کړل. اوس چې په افغانستان کې له تیرو اوولسو کلونو راهیسې طالبان د بهرني اشغال خلاف په جهاد بوخت دی. د نړۍ ځواکمنو تبلیغاتو طالبان د جګړې د اصلي عواملو په حیث خلکو ته معرفي کړي. اوسني وضعیت ته په پام سره د طالبانو اوربند لاندې خبرې ثابتولای شي.

۱ــ نړیوالو شل کاله تبلیغات کول، چې طالبان یوه جنګي ډله ده. هغوی سوله او اوربند نه پیژني، هغوی د جنګي ماشین په څیر یوازې جګړه کولای شي او بل په هیڅ شي باور نلري. مګر طالبانو د اوربند په اعلان سره د  دښمن دغه تبلیغات په اوبو لاهو کړل، طالبانو ثابته کړه چې هغوی لکه څنګه چې د اشغال پر ضد د مقاومت قهرمانان دي، همداسې دخپل اولس لپاره د سولې ارمانجن هم دي. د اولس خوښیو او ارامۍ ته ژمنتیا لري او دا میړانه ورسره شته چې د جګړې په تاوده ډګر کې د سولې او سلم بیرغ پورته او اوربند اعلان کړي. له دې وروسته که څوک طالبان جنګي ډله بولي هغه به یوازې دتعصب او حسد رنځ نیولي وي.

۲ــ طالبان د اولس په نبض پوهیږي، هغوی احساسوي چې جګړه څومره اوږده شوې او په اولس څومره غمیدلې ده، هغوی دخپل اولس د زړه درزا اوري، خو دا چې د اشغال پر ضد جهاد هم دیني فرض دی او هم وجداني غوښتنه نو ځکه په ټول قوت د اشغال خلاف جهاد ته دوام ورکوي. خو داختر په شپو کې په اوربند سره طالبانو یو ځل بیا د اولس په زړه کې خپل مقام تثبیت کړ، طالبانو ثابته کړه چې د جهاد له شرعي فریضې سره سره هغوی د خپل مؤمن اولس د سولې غوښتنو ته هم درناوی لري،د طالبانو لخوا د اوربند اعلان ته عام افغان اولس داسې پراخ هرکلی ویلی چې له تصور لوړ دی،د طالبانو له اعلان وروسته په فیسبوک او عامه رسنیو کې حتی د طالبانو مخالفینو ددې اعلان هر کلی کړی.

۳ــ که موږ د اسلام تاریخ وګورو او یاهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او جهادي ژوند مطالعه کړو، نو وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول عمر د دښمن په وړاندې یوازې جګړې نه دي کړې، بلکې کله یې له یهودو سره تړون هم کړی، کله یې دحدیبیې صلحه او اوربند هم کړی او همیشه یې جنګ او صلحې ته تر هدفه د رسیدلو دیوې وسیلې په نظر کتلي، که به یې په جګړه کې ګټه لیده جهاد یې کاوه او که به یې په سوله او اوربند کې ګټه لیده نو اوربند اوسوله یې کوله. طالبانو په دې اقدام سره ثابته کړه چې دوی هم د ستر پیشوا صلی الله علیه وسلم په نقش قدم روان دي. یوازې په جګړه باور نلری، اوربند، تفاهم او سوله ییز حل هم تر خپل هدفه د رسیدلو جائزې وسیلي بولي او د ضرورت په وخت ترې استفاده کوي.

۴ــ  دا چې طالبانو په قاطع ډول د اختر په ورځو کې د ډزبندۍ اعلان وکړ، نو ثابته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت یو صف، یوه ډله او تر یوه امر او فرمان لاندې راټول مجاهدین دي. پخوا تبلیغات کیدل چې طالبان یوه ډله نه ده، د حقاني شبکه، فلانۍ شوری او فلانۍ شورا په نوم ډلې او ګروپونه لري او ټول په یوه خوله نه دي. مګر دا چې طالبانو په دې مهمه موضوع کې قاطع او زړور اقدام وکړ، دا ثابتوي چې د دې امر په رعایت او اطاعت باور لري او یقین لري چې مجاهدین د دې امر سرغړونه نه کوي بلکې ټول د وحدت او اطاعت په ښودلو سره د اختر په ورځو کې اوربند رعایت کوي.

۵ــ  د تاریخ اکثره جګړې په پای کې په سوله ییز حل او تفاهم سره پای ته رسیږي. په اوس وخت کې داسې معلومیږي لکه امریکا چې په افغانستان له برید څخه نه یوازې پښیمانه بلکې له جګړې ستومانه هم وي، د امریکا د داخلي ملاتړو ستوماني او زبون حالي خو تر لمر روښانه خبره ده. په داسې حالت کې دښمن سولې ته مجبوریږي او دې ته اماده وي چې له خپلو مواقفو تنزل وکړي.

اوس چې امریکایان او د کابل اداره دسولې او جوړجاړې چیغې وهي. که چیرې په دې شعار کې صادق وي او واقعا د سوله ییز حل په تلاش وي، بیا یې نو معنی دا ده چې الله تعالی دمجاهدینو په وړاندې د سختې لارې په عوض هدف ته د رسیدو آسانه لاس هم خلاصه کړې ده، د جهاد هدف خو داشغالګرو ایستل دي، نو که اشغالګر دخبرو له لارې او په تفاهم سره وځي دا خو هغه د ملاصاحبانو په چم فبها ونعمت.

کله چې د مسلمانانو په وړاندې هدف ته د رسیدو اسانه لاره وي نو باید اسانه لار دالله تعالی نعمت وبولي او کار ترې واخلي، نو طالبانو لکه څنګه چې له وړاندې له امریکا سره مذاکراتو ته امادګي ښودلې، دغه اوسنۍ لنډ اوربند به د مذاکراتو او تفاهم په خوا د یوه اساسي ګام رول اداء کړي او په نهایه کې که د تفاهم له لارې اشغال پای ته ورسیږي، زموږ هیواد خپلواک شي، اولس ارام شي او یوه سولییز اسلامي نظام رامنځته شي، په دې سره خو به زموږ دنیمي پیړۍ ارمانونه ترسره شي، زموږ د لکونو شهیدانو وینې به ثمر راوړي او دا به زموږ داولس لویه نیکمرغي وي.

راځئ دروژې په دې متبرکه ورځو کې الله تعالی ته دعاء وکړو، صلاة حاجت وکړو او له قادر ذات جل جلاله څخه وغواړو چې نور زموږ دمؤمن اولس د ارمانانو غوټۍ وسپړي او د اسلام تر سیوري لاندې تلپاتې سوله او استقرار رانصیب کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیداسرار
میلمه
سیداسرار

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته : لکه څرنګه چه د دلایلوڅخه واضح شوه چه صلح ضرورت ده نو زما په نظر د صلح لپاره په محتاطانه توګه فوری اقدام په کار دی ځکه چه بی چاره او بی وزله ولس مو نور د کړاوونو او ظلمونو توان نلری او دوهمه داچی ګران هیواد مو د داخلی او خارجی دښمنانو د لاسه د خطر سره مخ دی
الله ج دی واقعی صلح راولی او الله ج دی مونږ ټولو ته د خیر توفیق راکړی

اللهم امین یارب العالمین