fbpx

سولې راشه‎

ابراهیم صیاد

مړ د جنګ ابدي اور که سولې راشه
پرهرونه مو ټکور که سولې راشه

د پردیو سترګې ډکې که له خاورو
ورور له ورور سره بیا ورور که سولې راشه

د وطن د میندو اوښکو ته دسمال شه
په خندا بیا هره خور که سولې راشه

چې په خپلو لاسو خپل سره مړه نه کړو
ته د امن څادر خپور که سولې راشه

شین او سپین سره یو ځای کړه دواړه مټې
سره او تور واړه مخ تور که سولې راشه

ازادۍ مو په وطن باندې فیرزو کړه
په ګونډو کفري سر زور که سولې راشه

چې صیاد په کې د میني زمزمه کړي
ته د شنو بنګړیو شور که سولې راشه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د