fbpx

د سولې اختر مو مبارک شه

بخت الرحمن شرافت

داسي خو هر کال کې دوه اخترونه راځي، یوه ته مونږ او ستاسو وطني اصطلاح کې کوچنی او بل ته لوی اختر وایو، دغو دواړو اخترونو ته واړه او زاړه ټول خوشحاله وي،‌ او دواړه اخترونه هر کال دنړۍ ټول مسلمانان لمانځې، ‌مسافر کورونو ته را‍ځي ،‌کارګر کارونه رخصتوي،‌ ځیني بندیان له بنده ازادیږي، ‌مرور سره خوشحالیږي د وصال او یو‍ځایوالي زیري کیږي.

خو دسولي اختر بیا جلا اختر وي‌، دا اختر هر کال نه راځي، او دا اختر دهر چا نصیب هم نه وي،‌ دا اختر له مودو مودو څخه وروسته راځي،‌ دا اختر پر نیمکرغو او خوشبختو وګړو باندي وزري خوروي، ‌هغو خلګو باندي یې لوی رب لوروي دچا چې دالله دربار کې توبه قبوله شوې وي، چا چې دالله د نعمتونو شکر اداکړی وي او الله ورڅخه راضي شوی وي، زه باوري یم چي دافغانستان کړیدلي، زوریدلي او دردیدلي ولس توبه به نوره لوي‌ خدای خپل دربارکي قبوله کړې وي.

نن ورځ زما هیواد باندي هغه لویه او ستره ورځ راغلی کوم چې له څلورو لسیزو څخه دا ملت ورته انتظار وه، دسولي اختر له څلویښتو کلونو څخه وروسته راځي،‌ ددې اختر په هیله ډیري نوکریځي خیشتې پاته سوې، ډیر امیدونه قبرونو وخواړو، ډیري ککرۍ ددغه ستر اختر په ارزو خاموشي سوې، زما دخپلې کورنۍ دوه نسله زما تر سترګو لاندي ددي عظیم اختر په امید نا هیلې له دې دنیا څخه رخصت سو، زما نیکه او والد صاحب مي دواړو ددې اختر هیلې ورسره ګورته شوه کړې او دا به یې همیشه ویل زویه ګمان مې نه کیږي، چې زه به ژوندی یم او هیواد کې به سوله وي، نن مي وړوکي ورور ته زنګ وواهه چې ورشه دبابک دقبر سرته دودریږه په لوی اواز کې دسولي چیغه وکړه،‌ او دا تل پاتې هیله یې قبر کې پوره کړه، زړه خو مي غواړي چې خپله ورشم،‌ ځکه دنه سولي او نه امنیت له کبله مي نه دپلار جنازه لیدلې او نه یې قبر راته مالوم دئ،‌ افغانستان کې بي‌ شماره داسی کورنۍ شته چې نازولي یې ددوی په غیاب کې وفات شوي، زړه به یې غوښتل چې ورشي دخپل نازولي جسد ته ودریږي اخیري دیدن یې وکړي او تندي باندي یې ښکل کړي،‌ هیواد کې د نه سولي او نه امنیت له کبله ډیرو خپلوانو دخپلو نازولو لپاره د پردیس اوښکي تویي کړې او د ناوسۍ کوکارې یې ورپسي کړې دقبر د زیارت کولو لپاره یې ددغه ستر اختر په انتظار شیبې شمارلې.

ددې اختر هلال څلویښت کاله وروسته سترګې راښکاره کړې،‌ کیدای سې دکوم پاک زړي افغان له اخلاص څخه ډک آه قبول شوی وي افغانانو راځۍ دسولي داختر قدر وکړو، ‌و الله ته نور هم پرسجدو سو، ‌شکر یې ادا کړو، له الله څخه ددائمي سولې غوښتنه وکړو، ځکه الله پاک وایې که تاسو زما دلورو ینو او نعمتونو شکر اداکړۍ زه به یې درباندي‌ دائمي او زیات کړم او که خدای مه کړه زما دنعمتونو کفران وکړۍ،‌ قدر یې ونکړۍ بیا به مو له دغه ستر نعمت څخه بې برخې کړم.

ددې لپاره چې ددغه ستر نعمت شکر اداکړو راځي په یو ږغ ددولت او امارت ددغه بې ساري اقدام او نیک قدم قدر وکړو، په جلسو او جرګو یې استقبال کړو،‌ هغه څوک چې ددې عظیم اعلان لپاره نور ډول ډول توجیهات لټوي ستوني یې له خاورو څخه ډک کړو.

هیواد والو دا نه وړوکی او نه هم هغه لوی اختر دئ کوم چې هر کال یې مونږ لمانځو، دا د سولي او خوښیو اختر دئ،‌ داسي اخترونه دډیرو کمو خلګو په برخه کیږي،‌ دا هغه اختر دئ چې بیا تیریدل نلري، دا هغه اختر دئ چې لوی او واړه،‌ غریب او ماړه یې ټول یو شانته لمانځي، ددغه اختر د رحمت لمن ډیره پراخه وي چې حتی د هیواد،‌ مرغان او حیوانان،‌ لوړي او ژوري هم ورسره دمستئ او خوشحالۍ ترانې وایې.

تاسو خبریاست دسولې اختر له نورو عامو اخترونو سره څومره توپیر لري؟؟؟؟؟ عامو اخترونو کې دوستان او قریبان یو دبل کورته ورځي،‌ اشنایان او دوستان یو له بل سره کښینې،‌ خو دسولي اختر کې دښمنان سره کښیني دښمنان یو له بل سره غاړه په غاړه کیږي،‌ هغه دښمنان چې دسولې له اختر څخه وړاندي یو دبل وژلو او ورکولو ته تیږي وه، نن ددغې لویی ورځي او ددې عظیم نوم په برکت یو بل ته ګلان غاړه کې اچوي، نفرت او رقابت ته دمیني او محبت جامي ور اغوندي او پرهیواد والو ‌ ږغ کوي چې ددغې ستري ور‍ځي ددوام لپاره لوی رب ته لاس په دعا شۍ ترڅو درې ورځي نه بلکي درې زره پیړۍ دوام ومومي او بهرني یرغلګروته نور دلته دیرغل په شکل کې د اوسیدو جواز پاته نشي.

هیواد والو هغه اختر مو مبارک شه ‌ کوم چې ابراهیم علیه السلام یې له خپل رب څخه غوښتنه کړې وه، ابراهیم علیه السلام په تورو غرو او سوځونکي صحراکې چیري چې نه یو دانه غنم لیدل کیږي او نه کومه میوه داره درخته ښکاري، لوي الله ته لاس لو لپه کوي او دامن دعا له نورو ټولو دعاؤ څخه مخته کوي،‌ تاسو څه فکر کوۍ کچیري زه او ته وای د تور غره په لمن کې ولاړ وای وړاندي مو غر ا وشاته مو وچه صحرا وای لوږې په سر اخیستي وای،‌ ضرور به مو خپلو بچیانو لپاره د یوې ګولې ډوډي خواست کولی، خو دنبیانو بابا په دې پوهیدی چې امن او سوله څومره مهمه ده، ځکه یې دخپل ملت لپاره دامن دعا مخته کړه،‌ ابراهم علیه السلام وایې ((رب اجعل هذ بلدا امنا وارزق اهله …الخ… ))…‌ زما ربه دا وطن کې سوله قائمه کړه دا سیمه دسولي او امنیت سیمه و ګرځوه بیا وروسته وایې چې ددې سیمي اوسیدونکو ته رزق هم ورکړه.

هیوادوالو نن مو مشرانو دابراهیم علیه السلام چیغه بدرګه کړې ده ورپسي امین ووایاست په اوښکو او زاریو یې ور غبرګه کړۍ د روژې اخیرنۍ لسیزه ده ډیر وژاړۍ له الله څخه یې دهمیش لپاره وغواړۍ او خپلو مشرانو ته د اصلاح او نیکوکاري دعاوې وکړۍ.

ځکه که کله امن وه بیا به دلته هر څه خوندي‌ وي،‌دزمونږ دین به هم خوندي،‌ ځان او مال به هم خوندي‌ وي،‌ کلتور او عنانات به هم خوندي وي او حتی دائمي استقلال او خپلواکې هم دښه امن په صوت کې ټینګیدلی سي، که مونږ له دائمي امن څخه برخمن سو، ښه اقتصاد به ولرو، چې ښه اقتصاد ولرو واضح خبره ده چې چا ته به اړ هم نه یو،‌ او چې اړنه سو بهرني لاسونه به هم دلته نه وي، څوک به مو ډلو ټپلو نسي‌ سره ویشلی،‌ پردی کلتور او رواج به نسي راباندي تپلی،‌ په یقین درته وایم دا چې هیواد کې کوم صورت الحال رامنځ ته شوی نوي سلمه لامل یې فقر او مسکنت دئ، فقر او مسکنت بیا دجنګونو او نا امنیو زیږنده ده.

زه به دترکمنستان هیواد یو وړوکی مثال ستاسو وړاندي کیږدم،‌ ترکمنستان هیواد په نولس سوه او یو نیوم کال کې له روسانو څخه ازادي نه غوښته، هغه روان وه وتل دوی تر لمنو راکشول چې مه ځئ که تاسو لاړاست مونږ په څه خورو،‌ هغه وخت کې ددغه هیواد اولنۍ ژبه روسي وه،‌ خپله ژبه یې تقریبا هیره کړې وه، خپل کلتور او رواج یې بیخي له لاسه ورکړی وه. چې کله روسان وواتو بیاهم تر ډیره وخته پوري ددغه هیواد حکومتي ادارو او صنعتي چاروکې‌ روسان برلاسي وه.

روسان افغانانو مات کړو ترکمنستان مونږ ازاد کړ،‌ خو داچې دوي له ازادئ څخه وروسته سوله او امن قائم کړ او مونږ دغه ستر نعمت په لغته وواهه،‌ نن ورسۍ زمونږ حال هم وګورۍ او ترکمنستان وضعیت ته هم ځیر شۍ،‌ هلته روسي ژبه دریمه ژبه ګرځیدلی،‌ هغه ترکمنۍ ژبه چې بیخي له نظره غورځولې شوې وه نن بیرته ددغه هیواد لومړۍ او رسمي ژبه ګرځیدلی،‌ ترکمن کلتور او ثقافت بیرته را ژوندی شوی،‌ عریاني او فحاشي د ورکیدو په حال کې ده هغه بهرنیان چې له نن څخه ۲۵ کاله وړاندي یې ورته زارۍ کولې چې مه ځئ که تاسو لاړاست مونږ له لوږې مرو،‌ اوس په ساعتونو ساعتونو مسکوکې دترکمنستان سفارت ته ولاړوي ترڅو دسیاحت لپاره ویزه تر لاسه کړي، دسولي او امن برکت دئ چې دغه هیواد هم پرمختګ وکړ او هم یې خپل کلتور بیرته را ژوندی کړ او هم یې بهرنیان له هیواد څخه وشړل.

داچې امن او سوله څومره مهمه ده لوی مثال یې زمونږ تیره توره دوره او خپل منځي جنګونه دي،‌ مونږ قرباني ورکړه،‌ یرغلګر مو مات کړو ازادي او استقلال مو واخیست دخپلواکۍ بیرغونه مو کورونو باندي پورته کړو،‌ خو داچې امن راوستلو کې پاتې راغلو،‌ حالات دومره کړکیجن سوو چې استقلال او ازادي مو دکلي په کلي دښمني او نفرت باندي‌ بدله سوه،‌ حتی ځیني‌ خلګ خو دومره ناهیلي او نا امیده سوه چې دازادۍ لپاره جنګ او مبارزه باندي پښیمانه وه،‌ وجه یې داوه چې مونږ خو ازادي‌ واخیسته،‌ دښمن مو مات کړ خو وروسته سوله او امن قائمولو کې ناکام سوو او هغه هیوادونه چې زمونږ دوینو په برکت یې ازادي واخیسته‌، دازاد‍‍ۍ قدر یې وکړ ددغه ستر نعمت شکر یې اداکړ، سولې ته یې ترجیح ورکړه امن یې مقدم کړ،،‌ نن مونږ وینو چې دغو هیوادونه سره پوله باندي پراته هیوادوال مو ددوی له لوري دخیرات ډوډۍ ته سترګې په لار وي، ددوي سرحدي زندانونه ټول زمونږ دهیواد په زندانیانو ډک دي چې داټوله هیواد کې دانامنۍ له امله رامنځ ته شوي.

هیوادوالو سوله ده چې زمونږ داقتصاد او بډایني ضمانت کوي،‌ تیرو څلویښتو کلونوکې راته هرڅه تجربه سوو، هغه سیمي چې له سولي او امنیت څخه برخمنې وي د یومیټر ځمکي قیمت یی د نا امنه سیمو او ښارونو د جوړي ګوټۍ له قیمت سره برابر وه

داچې له څلویښتو کلونو څخه وروسته مو یو ځل بیا الله پاک دسولي دستر نعمت په پیرزوینې سره ازمویې، راځئ هوښیار و اوسو، ازموینه کې دبریا او کامیابې هڅه وکړو،‌ ددې ازموینې دبریا او کامیابۍ راز یې شکر کې پروت دې او ددې نعمت شکر اداکول یو اوبل ته دمیني‌ غیږ ورکول دي،‌ داچې الله مونږ په سراسري سوله ونازولو،‌ مونږ هم خپلو کې مینه سره وکړو،‌ نفرتونه او دښمنۍ،‌ حسد او کین یو طرف ته کړو، یو او بل ته دمیني لاس ورکړو،‌ د دې موقتي‌ سولي ددوام دعاوي‌ وکړو.

هیوادوالو که یې راسره منۍ او که یې نه منۍ،‌ زه دایو خبره درته کوم چې دامارت مشران سولي ته ژمن دي،‌ دامارت چارواکي دسولي تږي دي،‌ دامارت اسلامي مشران هغه مشران دي چاچې دسولي لپاره قرباني ورکړې هغه څوک نه دي کوم چې سوله یې له خپل هوس څخه قرباني کړې.

راځۍ دغو بابرکتو ورځو اوشپو کې لوی خالق ته لاس په دعا شو چې آی دزړونو ګرځیدونکی ربه زمونږ دمشرانو زړونه دنیکیو‌ لور ته متوجې کړه، نور مو هیوادوال دسولي په دائمي اختر باندي ونازوه انسان هیڅ نشي کولی دا لوی الله دئ چې دانسان ارادې بدلوي، راځۍ ‌ ځانونه الله ته تسلیم کړو،‌ به یقین درته وایم کله چې الله ته تسلیم سوو بیا به مخلوق ټول مونږ ته تسلیمیږي،‌ بهرنیان به هم وزي، سوله به هم قائمیږي او خپلواکي به هم ‍ټینګیږي.

ددې لپاره چې درې ورځنۍ سوله الله راته په دائمي سولي او استقرار باندي بدله کړي هر ماښام له خوب څخه وړاندي او دشپې دقیام پر وخت یو یو ځل ایات الکرسي وویاست او ګران هیواد کې ددائمي سولي لپاره یې وقف کړئ.

هیواد والو بیا درته وایم ډیري نیکي‌ ورځي دي، دسولي او امنیت لپاره دعاوي وکړۍ،‌ دشپې یواځي راپوته شۍ لوی رب ته په چیغو وژاړئ، ځیني‌ ویې غواړۍ داسي ورته وژاړۍ لکه پور چې مو ورباندي وي، ‌داسي‌ یې ځیني وغواړۍ لکه وړوکی ماشوم چې یی له پلاره غواړي په هیڅ ډول یې نه پریږدي ټینک یې له لمني نیولی وي،‌ ورته چیغي‌ کړۍ چې لویه ربه بله لاره نه لرو،‌ بس همدغه ستا در دئ،‌ کیدای شي ددغو درو ورځو موقتي امن باندي به مو الله ازمویي، نو دغه ازموینې کي دبریا کوشش وکړۍ ټول سره وبخښۍ، نفرتونه هیر کړۍ یو او بل ته ددوستۍ او وررو ګلوۍ لاسونه ورکړۍ‍.

والسلام

ګران هیواد کې ددائمي سولي په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د