شعـــــرونه

دا واري اختر سو

احمدولي اڅکزی

زېری مي درباندي خلکو دا واري اختر سو
شکر شکر شکر چي پخلا زوړ مرورو سو

ماته شيطاني حلقه بدبخته سوه اې خلکو
دا واري د کلي هر وګړی بختور سو

دا واري د غم لمونځونه نسته خلکو واورئ
ښکلې به عيدګاه وي غم له کلي مو بهر سو

بيا به د پاوليو او خندا شرنګهار خپور سي
ولاړی غماز ولاړی بيا رويبار رويبار ګودر سو

اوس به نو رامبېل چامبېل ګلونه پر اوډمه
جوړ چي د ليلا پر سينه تور بدرنګ پرهر سو

اوښکي د خوښۍ مي نه دريږي، زړه مي چَوي
لنډ غوندي که خوب دی خو شپه تېره ژر صحر دی

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د جون ۹مه نېټه، بون

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

موږ د سولی اختر غواړو نه د اختر سوله

الحاج استاذ بیانزی

موږ د سولی اختر غواړو نه د اختر سوله ? پورتنی جمله مو ډیره پخه خبره کړی ، مګر په دی هم اړه لری چه تاسی یی څرنګه تعبیروی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close