
اوربند
زما د اولسونو منځ کي پیل دغه پیوند به وي
تل دي سوله سوله امنیت به وي اوربند به وي
دا به په هیواد کي وي ریښتنی د خوښۍ اختر
هیلي به ژوندۍ وي څومره کیف او څومره خوند به وي
داسي نوښتو ته اولسونه مرحبا وايي
څو ورځي جنت د دې جهان راته هلمند به وي
دا دي پایداره سي د رب پر در دوعا کوم
ډک له اطمینان او له سکونه دغه ژوند به وي
ان شاالله چي دا به پیلامه د سپینی سولي وي
دابه (عمري) پیغام د میني زما په اند به وي