نظــر

اشرف غني ته پرانيستی ليک / عبدالمالک همت

د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۹مه

ښاغلی  ډاکټر صاحب محمد اشرف غني !

ستاسو وينا مې د روژې د مبارکي مياشتې له اوه ويشتمې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پوري ستاسو له خوا په ګران او خواږه هيواد افغانستان کې د طالب جنګياليو په وړاندې د اوربند په اړه واورېدله.

په ګران هيواد کې د سرترسري سولې د راوستو لپاره هر اغېزمن اقدام، په تېره ستاسو غوندې کسانو لخوا د ستاينې وړ دی، نو ځکه زه ستاسو دغه جرأتمندانه اقدام ستايم.

ښاغلی ډاکټر صاحب!

په هيواد کې سوله، له څو وړوکي شمېر کسانو پرته د هيواد ټولو ځپلو ځيځېرلو پرګنو ، په هغو کې له عسکر څخه نيولې تر وزير پوري د حکومت ټولوکوچنيو او لويو چارواکو او منسوبينو او هر طالب ته يوه حياتي موضوع ګرځېدلې ده. موږ او تاسي ټول پوهېږو چې په هيواد کې د بهرنيو او کورنيو په هر ډول وژونکو او ورانوونکو وسلوسمبالو نظاميانو او د افغاني طالبانو او نورو پرديو جګړه مارو روانه خونړۍ جګړه زموږ د هيواد او خلکو د اوس او راتلونکې په نه جبيره کېدونکې تاوان تمامېږي او بس! او که دا جګړه دوام مومې فاجعه پر فاجعه به وي.

په دې هم ټول پوهېږي چې په ګران هيواد افغانستان کې جګړه پردو کوم چې زموږ په هيواد کې د مداخلې هيڅ ډول حق هم نه لري پيل کړې او دا ډېر کلونه يې په خورا سخته بې رحمي او ظلم او وحشت سره پر مخ بيايي. پر دې سر بېره له څه مودې راهيسي دا دی ښکاري چې نور پردي هم په ډول ډول پلمو دې جګړې ته ور ننوتي دي.

ښاغلی ډاکټر صاحب!

دا حالت خو نو واقعاً چې زموږ دې کنډواله هيواد او زورېدلو خلکو ته ډېر خطرناک دی. اما ګټه يې زموږ د هيواد د کورنيو، سيمه ايزو او بهرنيو دښمنانو د شومو موخو د تر سره کېدو په لار کې همدغو دښمنانو ته رسېږي.

ډاکټر صاحب !

زه له هيچا څخه نه اوس او نه په راتلونکې کي د څه ځاني ګټي او امتياز هيله لرم، خو د دې سپېڅلي خاوري د يوه بچي او په دې جګړو کې د يوه سپین ږېري سوي افغان په حيث مې دغه روان حالت ډېر زوروي او اړباسي مي چې د دې هيواد د خير ښېګڼې لپاره خپل مسؤوليت تر خپله وسه ادا کړم.

پردې بنسټ د يوه بې غرضه افغان په حيث تاسو ته عرضوم چې په هيواد کې د ډاډمنې او تل ترتله سولې د ټينګښت لپاره ستاسو دا اوسنۍ کړنې بسنه نه کوي. زه پوهېږم چې تاسو د زړه له کومې سوله غواړئ، خو زما په اند سوله په دې ډول نه سي راتلای. افغانان به د سولي ناوې هله په غېږ کې ونېسي چې بهرني پوځي ځواکه په هيواد کې له جګړې کولولاس اخيستلو ته اړ سي او تاسې او ستاسې ټيم په جرأت او علمي او سياسي شهامت سره بهرنيانو ته قناعت ورکړئ چې هغوی او په افغانستان کې د هغو بربنډې لاسوهنې او جګړه ييز فعاليت اوشتون د دې روان حالت او جګړې اصلي لامل دی.

که تاسې په ډاګه، صراحت او مسؤوليت سره هم خپله دغه ژمنه سوی اوربند نور هم وغځوئ او بهرنيانو ته هم وواياست چې سمدستي دغه اصلي لامل چې د دوی جګړه ده ودروي او ور سره جوخت د افغاني طالبانو سره مذاکرې ته تن ورکړي، زه باور لرم چې افغاني طالبان به هم له خپله لوري اعلان کړی اوربند نور هم وغځوي او مذاکراتو ته به ورودانګي او که ور ونه دانګي بيا به نو طالبان  خدای جل جلاله او خپل ولس ته سخت ملامت او ګرم وي.

که تاسی دغسي وکړئ او بهرنيان ستاسي خبره ومني او په دې صورت کې طالبان هم اوربند نور وغځوي او د مذاکراتو پيلېدو ته چمتو والی وښيي هله به نو د وسلو د ټکانو په نه شتون کې ښکېلې خواوې يو د بل خبره واوري او د سولي د تامين لپاره به يو په بل پسې شرايط چمتو سي، نور سوله غوښتونکي عناصر به هم کمک ته راودانګي او په پايله کې به يې لوی څښتن سبحانه وتعالی په خپل فضل او کرم موږ له دې کړاوونو وژغوري.

هو، ښاغلی ډاکټر صاحب!   

د سولي راتله دغسي امکان لري. خو که تاسي او نور په اصطلاح سوله غوښتونکي او مولوی صاحبان د روانې جګړې د تپونکي او اصلي اړخ نوم لا پر خوله نه راوړئ او هغو ته د جګړې درولو نه سئ ويلای او يوازې طالبان سولي ته بولئ نو خلک خو ډوډۍ غوږونو ته نه وړي،  او ستاسو په تشو خبرو باور نه کوي، بلکې دا هر څه چلوټي او د خلکو په سترګو کې خاوري شيندل او تش تبليغات بولي.

ښاغلی ډاکټر صاحب!

وايي خپل به دي وژړوي او دښمن به دي وخندوي. زه ټولو ښکېلو اړخونو ته په اسلامي او افغاني اخلاص وايم چې پردي امريکايان زموږ د خرابۍ لپاره راغلي دي او که زموږ له وژلو او بدمرغه کولو ستاسو په جرأتمندانه منع کولو منع نه سي نو څه فکر کوئ چې تاسي به له دې ناتاره روغ راووزئ او دا جګړه به همدغسي په روان ساتلو ستاسي او بهرنيانو په ګټه تمامه سي؟ نه،هيڅکله نه، داخيالست ومحالست وجنون.

ډاکټر صاحب !

که زما منې جريان داسي راجوړ کړه چې بهرنيان په مسالمت آمېزه توګه له هيواده ووزي او ټول افغانان د سولي پر يوه ټغر راټول سي، هله به تاريخ تا په ښو الفاظو ستايي او دا هوښيارانو ته لويه خبره ده، که نه دا يې نخښه چې هم ستا او هم د دې وطن او خلکو راتلونکې ډېره بده  تياره ده.

وبدخواهو ته څوک نيک نصيحت نه کړي

رحمان ستا په غم شريک دی که باور کړې

وما علينا الا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zadran

محترم مولوی صاحب همت.که چیری ستاسو په شان څو نور مخلص علما په ګډه سره د دولت او طلبانو تر منځ خبری وکړی ،او دواړه ډلی په یوه ټغر خبری ته سره کیناوی،نو د افغانستان تاریخ به د تاسو نومونه په زرینو کرښو ولیکی.او د الله ج څخه به ډیر اجرونه وګټی،زه داسی احساس کوم چه دا کار انشالله تاسو علما کولای شی.بنده په خپل وس نیولی دی ،او زه سل په سله باور لرم.چه د مخلصو علما هلی ځلی نتیجه ورکوی.بهترین لیک دلیکلی هره لیکنه د زه په شوق سره لولم .الله ج د د روژی په برکت سره… نور لوستل »

عبدالمالک همت

دروند او محترم ورور ځدران صاحب ! مننه در څخه کوم الله مو په خپل حفظ کې وساته زما هم دغه نظر دی. په دې مورد کې د جيدو او پوهو اسلامي عالمانو رول ډېر مهم دی . خو له بده مرغه ښه او متقي عالمان په لوی لاس او قصدي توګه ګوښو ته کړی سوي دي . کوم عالمان چې د دولت پر شاوخوا راګرځېدلي دی، په هغو کې هم ځينې ښه او د کلمې په واقعي معنا عالمان سته ، خو هغوی داسې سوي دي لکه زموږ په ډاکټرانو کې چې يو ونيم سم وي، خو په دې… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x