فلسطین: اسرائیلی جیټ الوتکو یوځل بیا دحماس مرکزونه په نښه کړل

israel_air_strikeنن ټکی آسیا: په روانه اونی کی اسرائیلی جیټ الوتکو ددوهم ځل لپاره دحماس مرکزونه په نښه کړل فلسطینی چارواکی وایی چی الوتکو د فلسطینی مجاهدونو دوه مرکزونه یو په بل پسی بمبارکړل او دریم مزائیل یی خان یونس ته نږدی داسلامی جهاد مجاهدونو پرمرکزوتغاوه، میزائیل هدف په نښه کړ اوپریوکور ولګیدی چی له امله یی دکور دیو کوچنی ماشوم په شمول څلورکسه زخمیان کړل.

اسرائیلی حکومت دروانو بمباریو په اړوند تردی دمه کوم واضح دریځ نه ده غوره کړی، خوویل کیږی چی روانی بمباری به دهغه برید نتیجه وی کوم چی تیره اونی د فلسطینی مجاهدونو له لوری  پراسرائیلوباندی ترسره شوی وه .

دفلسطینی مجاهدونو له لوری پراسرائیلو باندی راکیټی برید له هغه تاو او تریخوالی څخه وروسته ترسره شو کوم  چی تیره اونی دغزی دتراټي اواسرائیلو پرپوله باندی دفلسطینیانو اواسرائیلو ترمنځ راپورته شوی وه او د اخ او ډب په ترڅ کی  یوفلسطیینی شهید شوی هم وه دفلسطینیانو له طرفه پراسرائیلو باندی ددواړو هیوادونو ترمنځ له ۲۰۰۸ تاو او تریخوالی څخه وروسته دغه لومړنی راکیټی برید دی چی ترسره کیږی.
له بله طرفه داسرائیلو لومړی وزیر وفلسطینیاتو ته ګوت څنډنه کړیده چی راکیټی بریدونه باید تکرار نه نشی اویو ځل بیا داسرائیلی دولت دامتحانولو کوښښ ونکړل شی.
بخت الحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.