افغانستان

د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اروبند اعلان – په کابل کې وستایل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ولسمشر اشرف غني د اوه ورځني اوربند اعلان وروسته د طالبانو د مشرتابه له لوري هم د درو ورځو لپاره د اروبند اعلان وشو چې د سیاسي چارواکو، ملګرو ملتونو او مدني ټولنو له لوري په پراخه کچه ستایل کیږي.

د حکومت له لوري د اروبند پيل د روژې میاشتې له ۲۷مه پيلیږي او د طالبانو له لوري د اختر لومړی درې ورځې اوربند اعلان شوی دی.

که له یوه اړخه د افغانستان حکومت د اوربند څخه داعش مستثنا کړي دي، له بله اړخه طالبانو بهرني ځواکونه مستثنا کړي دي چې د ځینو کارپوهانو په وینا ددواړو لوریو له اړخه په افغانستان کې د جګړې بهرني اړخ ته اشاره او پر هغه ټینګار دی.

په دې اړه په کابل کې د سولې او اوربند په ملاتړ ځوانان را ټول شوي او همدا اوس مهال د طالبانو او حکومت له لوري د اوربند ستاینه کوي او له بهرنیانو غواړي چې د افغانستان خاوره پریږدي تر څو دلته د سولې زمینه برابره شي او بالاخیره افغانان د سولې او خوښي په فضا کې په امن ژوند وکړي.

ژوندۍ ویډیو له صحنې څخه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x