افغانستان

ضعيف: د اوربند د غځيدو امکان شته / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په یوې مرکې کې د طالبانو له لوري د ۳ ورځو اوربند اعلان وستایه او دا یې د طالبانو د مشرتابه یو نیک او غوره ابتکار وباله.

نوموړي وویل چې د جګړې ټولو اړخونو ته یې مشورې ورکړي چې د اختلافي مسایلو حل د خبرو اترو له لارې اسانه دی، جګړه او وینه بهېدنه مسایل نور پيچلي کوي.

ضعیف د افغان حکومت څخه وغوښتل چې د اوو ورځو اوربند اعلان دي دریو میاشتو ته وغځوي تر څو طالبان هم په ورته اقدام لاس پوري کړي او په دغه موده کې د ټولو اړخونو تر منځ د خبرو او تفاهم لپاره منځګړي اړخونه خپل رول ولوبوي.

عبدالسلام ضعیف په مرکه کې همداراز وویل چې د جګړې اړخونه ددې پر ځای چې خپل مشروعیت یو پر بل ثابت کړي، یو بل دي ومني او د خبرو میز ته دي سره کښيني.

باید وویل شي چې نن طالبانو په یوه بې ساري اقدام کې د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ او جنګیالیو ته یې هدایت کړی چې په دغو ورځو کې دي تعرضي بریدونه نه کوي، البته د دفاع پوره حق لري. د طالبانو په خبرپاڼه کې بهرنیان مستثنی بلل شوي او د هغو بندیانو د خوشي کېدو اوامر صادر شوي چې ژمنه کوي بیابه د حکومت په لیکو کې د طالبانو پر ضد وسله نه اوچتوي.

ددې تر مخه د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني هم د روژې د ۲۷ څخه بیا د اختر تر ۵ پوري د اوربند اعلان وکړ او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی چې په دغه موده کې دي چاپې، بمبارۍ او تعرضي بریدونه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هغه به څرنګه مسلمان او افغان وی چه سوله ونه ستایی او د سولی د پاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ونه کړی مګر حقیقی، رښتونی او تل تر تله سوله.
سوله او سیاست تر توحید وروسته د اسلام اصلی اهداف تشکیلوی سوله د سیاست سره لازم او ملزوم دی یعنی د یوه په شتون کی د بل شتون او په نه شتون کی د بل نه شتون نغښتی دی.

بصیراحمد سمون

دحکومت او طالبانو دغه بیساری او تاریخی اقدام ستایم بیخی ماته دغه خبره یو خوب وه خو چی کله می ددغه اقدام خبر واوریده والله له خوشۍ می له سترګو اوښکی راوبهیدی رب منان دی نور زموږ ددغه څو ورځنی اوربند نتیجه په دایمی سوله بدله کړی

eng.Sakhi Gul

the ceasefire is very importing point but the cause of war is foreigners American are preparing to increase their soldiers and increase their facilities in the bases like Shorab, Logar Jala Abad ,Shindand and Helmand in my believe there is no hope of peace till the American get ready to leave Afghanistan this a dream for me

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x