افغانستان

د سولې او اوربند غږ په کابل کې بدرګه شو / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې نن د شنبې په ورځ د طالبانو له لوري د اوربند اعلان شو، په کابل کې یو شمېر ځوانانو د سولې غږ اوچت کړ او د طالبانو او حکومت له لوري يې د اختر په مناسبت د اوربند اعلان وستایه او دا یې د تلپاتې سولې لپاره لومړی غوره او عملي اقدام وباله.

دوی چې له ځانونو سره یې د طالبانو او ملي بیرغ لیږداوه، د سولې شعارونه یې پورته کول او د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخوندزاده د انځور تر څنګ یې د اشرف غني انځور رسم کړی او له دواړو یې مننه کړې چې د اوربند اعلان یې کړی دی.

د یادونې وړ ده چې نن طالبانو په یوه بې ساري اقدام کې د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ او جنګیالیو ته یې هدایت کړی چې په دغو ورځو کې دي تعرضي بریدونه نه کوي، البته د دفاع پوره حق لري. د طالبانو په خبرپاڼه کې بهرنیان مستثنی بلل شوي او د هغو بندیانو د خوشي کېدو اوامر صادر شوي چې ژمنه کوي بیابه د حکومت په لیکو کې د طالبانو پر ضد وسله نه اوچتوي.

ددې تر مخه د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني هم د روژې د ۲۷ څخه بیا د اختر تر ۵ پوري د اوربند اعلان وکړ او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی چې په دغه موده کې دي چاپې، بمبارۍ او تعرضي بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zadran

کله می چه د اوربند هوکړی اعلان ولید.د خوشحالی اوښکی می له سترګو څخه وبهیدی.سوله می ارمان دی ،الله ج د اور بند یو دایمی اوربند کړی.نور د جګړی او ویرونو وس په افغانانو کی نشته،

نجم الدین

د دواړو ډلو مشرانو (طالبانو او د ډاکټر اشرف غني په مشري حکومت )څخه نړۍ مننه کوم چې په بیساري ډول ئې د صلحي په اړه تصمیم ونیو الله تعالی د وکړي چې دا صلح د دری ورځو نه بلکه د ټول عمر لپاره دوام وکړي بیا هم د دواړو مشرانو څخه نړۍ مننه چې په افغانانو ئې د صلحي ټغر خپور کړو.

روح الله روحمل

یا الله ج نور په افغانانو خپل فضل او رحم وکړی آمین انڅورونوکی ولس څومره د سولی تږی ښکاری یا الله ج دا تنده مو په سولی سره سیرابه کړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x