طالبه تا وکټله

مولوي نصیر احمد روحاني

د طالبانو له خوا د اوربند غږ هغه موضوع ده چې له پرون راهیسې یې د ټولو افغانانو په زړونو کې د خوشالۍ پلمه پیدا کړې ده. له څو کلونو راپدېخوا د سولې پروسې په نامه پروژې روانې وې، چې د ولس اعتماد یې پر سوله کافي حده پورې متضرر کړی و. خو کله چې طالبانو د اوربند غږ بدرګه کړ، له دې سره د سولې پر غږونو بایللي اعتماد په ډېره بيړه بیا راژوندی شو او د افغانانو یو اختر په دوو بدل شو.

د همدې خوشالۍ نتیجه وه چې افغانانو دغه اختر د سولې اختر ونوماوه. دا اختر رښتیا هم ډېر مبارک دی، هسې خو هر اختر مبارک دی، خو دې اختر کې د افغانانو د څلوېښت کلنې وینه تویدنې د ودرېدو خبره ده.

د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد اوربند له اعلان وروسته داسې پنځو ټکو ته اشاره وکړه چې هر افغان یې غواړي او په دې ډول یې خپله خپلواکي ثابته کړه:

– درې ورځنی اوربند.

– د افغان دولت هر نظامي او ملکي مامورین د طالبانو کنترول لاندې ساحو ته ازاد سفر کولای شي.

– نظامې بندیانو خلاصون.

– موږ جکړه له امریکایانو سره ده.

– د اشغال په ختمېدو موږ هر وخت بغیر له کوم قید او شرط څخه خبرو او سولې ته لېوال یو.

– درې ورځنی اوربند: کله چې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني پنځه ورځني اوربند اعلان کړ، ځېنې مغرضو اشخاصو به دا ویل چې که طالبان په رښتیا هم مستقل وي باید ورته اقدام وکړي، دوی دا ګومان کاوه چې د طالبانو جګړه د بل چا په اختیار ده هغوی اوربند نه غواړي، دا چې طالبانو هر کال د افغانانو د خوښیو په خاطر، هر اختر کې د اور بند پټ اعلان کاوه، دا ځلي يې ښکاره اوربند اعلان دې په ډاګه کړه چې دوی مستقل دي او د هېچا امر ته اړتیا نلري، د ولس هر غږ او هرې خوشالۍ ته پوره احترام لري، دوی هغه څه کوي چې ولس ورته اړتیا لري.

– د افغان دولت هر نظامي او ملکي مامورین د طالبانو کنترول لاندې ساحو ته ازاد سفر کولای شي: په دې اوولس کالو جګړه کې طالبانو تل د افغان دولت ملکې مامورینو ته اجازه ورکوله چې د دو کنترول لاندې ساحو کې ازاد سفر او ازاد ژوند او فعالیت وکړي، هېڅکله يې ملکي مامورینو ته کومه ستونزه نده پيدا کړي، خو دا ځل اعلان يې چې نظامي او ملکي مامورین د دوی کنترول ساحو ته ازد سفر او درې ورځې خپلو کورونو کې وخت تېرولای شي، ټول خلک هک حیران کړل، او دا يې ثابته کړه چې دوی پوره په خپلو پرېکړو کې ازاد او استقلال لري، هره پرېکړه او هر حکم يې د خپلو افغان طالبانو صلاحیت دی. اوس ولس دې ته انتظار کړي چې آیا افغان دولت څومره په خپلو ژمنو کې رښتني او استقلال لري، او آیا د دې توان لري چې طالبان د دولت کنترول لاندې ساحو کې ازاد سفر او درې ورځې شپې تېرې کړي.

– نظامې بندیانو خلاصون: د بندیانو ازادول سولې ته یو نېک اقدام او ښه زېری دی، طالبانو پخوا هم په تېرو اخترونو او بغیر له اخترونو څخه نظامي عسکري بندیان ازاد کړي، د دوی دا کړنې هر وخت د افغان ولس د تود هرکلي سره مخ شوې، څو ورځې وړاندې عسکرو ته د عمومي عفوې اعلان چې د دوی ډېرو فتوحاتو سبب وګرزېده، او اوسني اعلان د بندیانو ازادول، نور هم افغان ولس د تود هر کلي سره مخ شو، او دا يې سولې ته یو نېک قدم وګاڼه او د ولس باور يې نور هم خپل کړ او دا يې ثابته کړه چې دوی تل سولې او ارامۍ ته لېواله دي.

خو کله چې اشرف غني جمهور رئيس و ټاکل شو د اختر او نورو رخصتیو کې يې د بنديانو ازدولو کې د بندي طالبانو نوم له عفوې څخه لرې کړ، اوس ولس له دولت څخه هم د ورته اقدام انتظار وباسي که چېرې افغان دولت هم مستقل وي او ازادي ولري خپل اسقلالیت دې ثابت کړي، د طالبانو بندیان د کابل پولچرخي او د باګرام زندان څخه ازاد کړي تر څو دواړو طرفونو ته د سولې او باور زمینه لا نوره هم ښه برابره شي.

ـ زموږ جکړه له امریکایانو سره ده: طالبانو تل په څرګندو الفاظو ویلي چې زموږ جهادي جګړه د اشغالګرو خارجي نظامي قواوو پر ضد ده، نه د افغان ولس او افغانانو سره، تل يې افغان نظامي بندي عسکر خوشې کړي، په هر سنګر په هر ځای کې يې عسکرو ته اعلان کړی که ژوند غوړائ جنګ پرېږدئ، د پردیو د لاس آله مه کېږئ، موږ تاسو سره کومه دوشمني نلرو، نن يې په عمل کې هم ثابته کړه.

ـ د اشغال په ختمېدو موږ هر وخت بغیر له کوم قید او شرط څخه خبرو او سولې ته لېوال یو.

موږ جګړه د خپل هېواد، د ازادۍ په خاطر شروع کړې، لومړی جنګ په افغانستان کې خارجې اشغالګرو شروع کړی تر هغه وخت به زموږ جهاد روان وي تر څو چې مو خپل هېواد مکمل ازاد کړی نه وي، کله چې اشغال ختم شو موږ افغانا یو سوله زموږ د ټولو لوی ارمان دی، موږ بغیر له کوم شرط څخه سوله غواړو، او د اشغال ختم او ازادي د هر افغان لوی ارمان دی.

اوس د افغان دولت کار دی چې څرنګه خارجي قواو وتلو ته زمینه برابروي تر څو دا تپل شوی جنګ له افغانستان څخه ختم شي او د هر افغان د ژوند څلويښت کلن د سولې ارمان پوره شي. کله چې طالب د سولې غږ ته تیار دی، بیا نو د بهرنیو نظامیانو موجودیت ته هېڅ توجیه نه شته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

بلکل همداسې ده مولوی نصیراحمد روحانی وروره طالبانو جنګ د اشغال په ضد جنګ ده او د یوه خپلواک افغانستان لپاره هلې ځلې کوی ترڅو افغانان یو سوکاله او ارامه ژوند تیر کړی او د بل غلامی څخه خلاص وی او قربانی یې د ستایلو وړده او دا یې سولې ته ترټولو یو ستر او غوره ګام ده