اوربند او د غمیزې بل اړخ

قاري سعید

رسنیو کې د دوه اړخیز اوربند خبرې دي. په لومړي ځل د خپل اولس مشترکه خوښي وینم، اکثر کسان د جګړې غموونکې خاطرې شریکوي. څوک د وژل شوي عسکر، څوک د بمبار شوي کلیوال، څوک د بندیانو، زخمیانو، معیوبو، یتیمانو او نورو . خو د غمیزې یو بل اړخ لا هم ناویلی پاته دی. تر اوسه په دې اړه لا هم ډیر څه نه دي لیکل شوي چې روانې غمیزې د دې اولس د یوې برخې په توګه طالبان او د هغوی کورنۍ څومره کړولي دي.

همدا وړم ماښام په روژه مات درې طالب ملګري سره ناست و، همدا د اوربند، جګړې او سولې موضوع یاده شوه، د غموونکو خاطرو لړۍ پيل شوه. یوه وویل: زموږ په کلي کې یو طالب و، د بوډۍ مور همدا یو زوی و، داسې ځواني یې و لکه دغه سپین بلپ ، یو ځل بندي شو، بیا راخلاص شو، بوډۍ مور یې په ډیر ناز ورته واده وکړ، خو لا یې د واده وخت نه و وتلی چې شهید شو.

اوس یې بوډۍ مور ټوله ورځ د دروازې تر څنګ، لاس تر زنې ناسته وي، په مخ یې اوښکو لارې کړې، د خپل زوی د قبر په کتیبه یې دا کاکړۍ غاړه لیکلې چې:

مرګي وکړه ناځواني

زما ګران نه و د مرګي

ــ بل ملګري وویل: د کندهار یوه طالب راته کیسه کوله، چې زما مشر ورور چې طالب و کلونه پخوا د جنرال مالک او دشت لیلې په واقعه کې په شمال کې نادرکه شو. وایي له هغه پیښې اوس کلونه وتلي، څه موده پخوا به چې سهار راپاڅیدم او مسجد ته به تلم چې کتل به مې د کور دروازه به خلاصه وه، ماخستن به مې په خپل لاس دروازه ځنځیر کړه، خو سهار به بیا خلاصه وه.

یوه ورځ مې دا خبره په کور کې یاده کړه. مورکۍ مې راته وویل چې دروازه خو زه خلاصوم. ماورته وویل چې ولې؟ دې وویل که مشر ورور ( هغه ورک طالب) دې د شپې راشي او دروازه بنده وي، دشپې به دروازه ټکوي او موږ به یې نه اورو، زه وایم چې په تکلیف نه شي.

بوډۍ مور له کلونو تیریدو وروسته هم د خپل ورک طالب زوی په ارمان وه.

الحاصل . . . هغوی چې طالبان د سولې مخالف بولي او یا سولې ته د طالبانو په ژمنتیا کې شک لري، یا خو تر پوندو احمقان دي او یا هم د حسد په رنځ لړلي. سوله تر هر چا زیاته طالب ته قدرمنه او قدردانه ده، البته دا نور دي چې له دې اولس او هیواده یې سوله تروړلې ده.

چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي

باداره! دغه جنګ دې د وطن آخري جنګ شي

د رښتیني او پتمنې سولې په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د