اختر ته / عُقابي جانان

خوشحالي راوړه اختره، نېکمرغي راوړه اختره
زمونږ خفه او زخمي زړو ته، تسلي راوړه اختره

ژوند مو ټول غمجن غمجن دی خوشحالي ده مروره
راته سور اور خپل وطن دی آزادي ده مروره
مالګه نشې زمونږ پرهر ته دوائي راوړه اختره

جېل خانې د وحشت ماتې کړه بنديان راوله کور ته
د سنګر نه بې درکه ورک بچیان راوله مور ته
ببر سرو يتيمانو ته کالي راوړه اختره

يتيمان ټول په خندا کړه مظلومان ټول په خندا کړه
زورېدلې کړېدلې انسانان ټول په خندا کړه
هر مغرور، ظالم ته تندر اسماني راوړه اختره

په بې وزلو مهربان شه، زخمي زړو ته یې درمان شه
شهيدانو وه کورو ته ډېر په مينه ور روان شه
د شهيد طالب لورکۍ ته سره بنګړي راوړه اختره

د سنګر خوږو ملګرو ته مې وروړه دا پيغام
د اختر مبارکي او زما د مينې ډک سلام
“عُقابي جانان” ته هم مبارکې راوړه اختره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د