له کلونو ورک عسکر جان به کور ته راشي

م، نجم الرحمن (فضلي)

پخوا به چې اختر رانږدې شو ما به په دې ليکنه کوله چې اختره مه راځه، دا ځل يې په ډيره مينه بلنه ورکوم چې راځه او راتلو ته دې شپې او شيبې شمارم.

راتلونکی اختر په رښتيا هم يو عجيب او له خوښيو ډک اختر دی، په دغه اختر کې به ډير هغه څوک سره وويني چې دا يوه نيمه لسيزه د يو بل د ليدلو ارمانجن دي.

حکومت او طالبانو دواړو په اختر کې د اوربند اعلان کړی، دواړه غواړي چې خپل اولس ته نږدې شي او د هغه چا خبره د خلکو زړونه وګټي، دا چې حکومت د اوو ورځو او طالبانو د درو ورځو اوربند اعلان کړی زما په فکر د طالبانو دری ورځې د حکومت له اوه ورځو ډيرې خوشحالوونکې او ډيرې د ستاينې وړ دي، ځکه چې ورځې کمې خو خوشحالي يې د مياشتو ده.

حکومت ويلي د اوربند په ورځو او شپو کې به پر طالبانو هيڅ ډول بريدونه نکوي، طالبانو بيا ويلي چې د اوربند په شپو او ورځو کې به د کابل ادارې په هيڅ کارمند نه يوازې دا چې بريد به ورباندې نکيږي، بلکې دوی په ډاډه زړه کولی شي چې د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې خپلو کورونو، دوستانو او خپلوانو ته ولاړ شي.

د طالبانو دا خبره که هر څومره وستايل شي پر ځای به وي، ځکه هر څوک يې پيژني چې د خپل کلي لسګونه ځوانان يې د اردو يا پوليسو په ليکو کې کار کوي او له کلونو راهيسې خپل کلي راتلی نشي.

په دې اختر به د طالب د اجازې له مخې دغه له کلي ورک ځوانان خپلو کورونو ته راشي، خپله مورکی به يې په غيږ کې ونيسي، په مخ به يې ښکل کړي، په داسې حال کې چې له سترګو به يې اوښکې روانې وي طالب ته به په خروارو دعاګانې وکړي.

سبا ورځ په جومات کې د اختر له لمانځه وروسته د کلي نور همځولي، ځوانان او سپين ږيري به په نمجنو سترګو مبارکي ورسره وکړي، د کلي ځوانانو او همځولو چا به يې پر اوږه لاس اچولی وي، چا به تر ګوتو نيولی وي او خپلې حجرې ته د ورسره تلو جنجال به پرې جوړ وي.

له کلونو راهيسې ورک عسکر جان به د خوښيو په جامو کې نه ځایيږي، له همزولو سره به د تيرو وختونو يادونه تازه کوي، له چا سره به د اډی کولو يادونه تازه کوي، له چا سره به د غوسي کولو، له چا سره به د توپ والي بال پا فوټبال کولو، له چا سره مکتب ته د تلو راتلو يادونه تازه کوي.

مورکی به يې هم د شنو چايو په غټ چايجوش پسې اور بل کړی وي، ځکه د کلي نورې ښځې به د زوی د راتلو مبارکي ته ورته راځي.

وروڼه او خويندې به يې هم له ورک ورور جان څخه تاويږي را تاويږي، د کور په انګړ کې به د ناز او نخرو قدم ورسره وهي، د کور ګلالي ماشومان به په لومړی ورځ د پردي سړي په سترګه ورته ګوري، خو په دويمه ورځ به د دادا کاکا په نام معصومې نعرې ورته وهي.

کور ته د ورک عسکر جان په راتلو به د ټول کلي رنګ بدل وي، واړه، زاړه، غټان او لويان ټول به د ده په ليدلو په کلي کې د يوه نوي بدلون ننداره کوي او طالب جان ته به يې د دعا لپاره لاسونه لپه کړي وي.

د طالبانو يوه بله خبر چې د حکومت هيڅ خبره به يې قيمت پوره نکړی شي دا ده چې د دوی لخوا به هغه نيول شوي بنديان چې په جګړو کې نيول شوي ازاد کړی شي.

د طالبانو لخوا له اوربند سره ملګرې پورته دوه خبرې له اولس سره د طالبانو بې ساري مينه ثابتوي، او په دې کې شک نه پاتې کيږي چې طالب دې دومره سخت زړی وي لکه څومره يې چې دنياوال په ګوته کوي.

خلک وايي (اختر پټ ميړه نده چې تير شي) دا ده مونږ په خپلو سترګو وليدل چې له اولس سره د طالب مينه په کوم انداز کې ده.

د خپل لاس لاندې سيمې ته هغه دښمن ته د ډاډه راتلو بلنه ورکول چې پرون يې دی وژلی دی او خدای مکړه سبا به يې بيا هم وژني دا چې له اولس او ملت سره په مينه تعبير نکړی شي بيا به نو په څه تعبير کړی شي.

*افغانانو ته پکار دي چې د دې شکر اداء کړي، ځکه چې دا يو لوی نعمت دی، الله تعالی جل جلاله په قرآنکريم کې فرمايي (که تاسو د نعمت شکر اداء کړ زه به يې درته زيات کړم او که مو ناشکري وکړه بيا زما عذاب ډير سخت دی).

د تل پاتې سولې په هيله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د