ټولنیزه برخه

د دې ۱۰ مهمو دلیلونو په خاطر نه بریالي کېږئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ماتې په ژوند کې خپلو موخو ته په رسېدو کې د بشر له ناتوانۍ او کمزورۍ څخه عبارت دي. په دې لیکنه کې د ماتې په ۱۰ دلیلونو باندې رڼا اچول کېږي.

۱ ـــ د وخت په ارزښت نه پوهېږئ:

هر بریالی کار رامنځته کوونکی پوهېږي، چې وخت له پیسو څخه غوره دی. ـــ ریچارډ برنسون

ناکام کسان خپل وخت ته ارزښت نه ورکوي. هغوی تل هر چېرته دي، ځکه نشي کولای خپل وخت خپلو موخو ته ځانګړی کړي او کال په کال نوې ژمنې او قرار دادونه کوي، چې هېڅکله یې نه شي ترسره کولای، یوازې په دې دلیل، چې ځان نه په زحمت کوي، ترڅو د خپلو موخو له پاره اړین وخت په پام کې ونیسي. د وخت د مدیریت مهارتونه، د نه ویلو زده کول او په دې باندې ځان پوهول، چې کومو ژمنو ته ژمن واوسئ، د ژوند په هره برخه کې د بریالیتوب په لور یو ستر ګام دی.

۲ ـــ له خپلو موخو سره هم لوري کارونه، نه ترسره کوئ:

کله چې پوه شئ، ارزښتونه مو کوم دي، تصمیم نیونه سخته نه ده. ـــ روی دیزني

هر څومره، چې موخه مهمه وي، نو د مراتبو په سلسله کې به مو ارزښتونه لوړ وي او په هغې کې به له لا ډېر نظم او ترتیب څخه کار واخلئ. هرڅومره چې موخه بې ارزښته واوسي، د مراتبو په سلسله کې به مو ارزښتونه ټیټ وي، کم نظم او له ډېرې بې نظمۍ څخه به کار واخلئ. خپلې موخې هره ورځ د یاد داشت په کتابچه ولیکئ او له هغو ستراتیژیو څخه کار واخلئ، چې تاسو هغو ته ورنږدې کړي، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، هغه څیزونه، چې ستاسو له مقصد سره همغږي نه لري وپېژنئ.

۳ ـــ مسئولیت منونکي نه یاستئ:

داسې تر سترګو کېږي، انسان فکر کوي، چې په یوه برخه کې بریا، په نورو ټولو برخو کې د ماتې جبران کوي، خو آیا واقعاً همداسې ده؟ د توازن له پاره حقیقي اغېزمنتوب اړین دی. ـــ  سټفن کاوی

که چېرې رییس مو بد دی او واقعاً له خپلې دندې څخه کرکه لرئ، دا دې دلیل نه شي کېدای، چې سست شئ او په کار کې مو کمزورې کړنې ترسره کړئ. تاسو د دې کار له پاره پیسې تر لاسه کوئ، نو سم یې ترسره کړئ، دا د ژوند بشپړ قانون دی، چې همغومره یې ترلاسه کوئ، چې پانګونه مو کړې ده، دا عین پوخوالی او پوهه ده، چې په هر ډول شرایطو کې د غوره والي په لټه کې واوسئ. ناکام هغه کسان دي، چې له بدو نمرو سره ستونزه نه لري او د غوره او اغېزمنې مطالعې د تګلارو د پیدا کولو له پاره، چې له زده کړې سره یې مرسته کوي، ځان نه په زحمت کوي.

۴ ـــ له ځانه جوړ شوي محدودیتونه لرئ:

تاسو هغه څه یاست، چې باور لرئ.  ــــ اپرا وینفري

ناکام انسانان دې ته لېواله دي، چې دا ډول جملي ووایي: زه د شمېرو یاد ته سپارلو کې ښه نه یم. واقعاً له درس لوستلو څخه کرکه لرم. واقعاً فکر نه کووم، چې کوم کار و بار دې پیل کړای شم. هغوی په خپله ځان محدودوي او خپل چلند توجیه کوي، خو دا واقعاً هغه لاره ده، چې خپلې موخې په دې کچه ټیټې وټاکي، چې پکې هېڅ تېروتنه او غلطي نه وي او په پایله کې کوچنۍ بریا تر لاسه کړي. د دې فکر له شره ځانونه خلاص کړئ، چې یوازې د یوې مشخصې دندې له پاره، مشخص مهارت او استعداد لرئ، له دې فکر سره مخه ښه وکړئ، چې د بل چا په  کچه پوهه او ځیرکتیا نه لرئ. هغه څه چې ژوند یې درنه غواړي دا دی، چې د ځان غوره واوسئ، د ځان او د نورو له پاره.

۵ ـــ په بهانه کولو کې ښه یاستئ:

که چېرې نه شي کولای، چې سم یې کړئ، نو لږ تر لږه داسې کار ترسره کړئ، چې سم معلوم شي. ــــ بیل ګېټس

داسې انسانان شته، چې د نه شم کولای او نباید له پاره منطقي دلیلونه پیدا کوي. هغوی کله وخت خپل دا منفي لید مثبت لید ګڼي، هغوی د تصور ځواک نه لرونکي دي او د دې د توجیې له پاره، چې ولې ځینې څیزونه باید نه وي، تل یوه لاره پیدا کوي، خو هېڅکله واقعاً هڅه نه کوي. تر ټولو غوره چاره داده، چې هر کله مو ذهن بهانې لټول پیل کړل، نو وې دروئ او کوم ماشین، چې هغه یې پیل کړی دی، له سره یې روښانه کړئ.

۶ ـــ د معاشرت په آدابو نه پوهېږئ:

تاسو نه شئ کولای، د یوه فرد د چلند پربنسټ له هغو کسانو سره، چې هېڅ کار نه ورته ترسره کوي، د هغه په شخصیت باندې قضاوت وکړئ. ــــ یوهان ولفګانګ ګوته

ناکام کسان معمولاً ټولنیزه ځیرکتیا نه لري، هغوی دا ډول جملې وایي، لکه: ښه لږ تر لږه زه سم یم. یا زه همدا یم. ما ومنه. هغوی نه پوهېږي، چې له نورو انسانانو سره څه ډول چلند وکړي او ډېری وخت  دا یې خوښېږي، چې له کوم څرګند دلیل پرته کبرجن واوسي. د هیچا ځان ښودونکي، کبرجن او هغه کسان چې نه پوهېږي له نورو څخه څنګه مننه وکړي، نه خوښېږي، دا ښې ځانګړتیاوې نه دي او د معاشرت له آدابو څخه لري دي. آسانه ده، چې له هغو انسانانو سره ښه او مؤدب واوسئ، کوم چې خوښېږي مو، که چېرې له هغو انسانانو سره، چې نه شئ کولای وې زغمئ یا هغه کسان چې تل له تاسو سره مخالفت کوي، ښه او مؤدب واوسئ، دا د شخصیت نښې دي، دا چې پوه شئ، له انسانانو سره څنګه خبرې وکړئ، یو مهارت دی، چې یوازې کم شمېر ترې برخمن دي. د یوه فرد د شخصیت د آزمویلو له پاره تر ټولو غوره لاره داده، کله چې د هغه لوړ بیه څیزونه خرابوئ څه ډول غبرګون ښکاره کوي.

۷ ـــ کارونه ځنډوئ:

د کومو کارونو له ترسره کولو سره، چې په بشپړه توګه مینه نه لرې، یوازې تر سبا پورې یې وځنډوه. ـــ پابلو پیکاسو

په دې اړه یو خوندور ټکی دادی، چې ډېری دا انسانان په خپله وایي، چې کارونه ځنډوي. هېڅ نیوکه پکې نه ویني، دا په دې مانا ده، چې هغوی هېڅکله د وخت په ارزښت باندې نه پوهېږي، داسې ژوند کوي، ته به وایي، چې په بانک کې بل ژوند لري، پرېږده وګورو، چې په لومړۍ برخه کې څه کېږي، وروسته بل فکر کوو، یا بل فلم ګورو یا له پیله یې ګورو یا صبر کوو. په دې باندې ځانونه پوه کړئ، چې ستاسو مرګ له هغې شېبې څخه پیلېږي، له کومې څخه چې نړۍ ته راغلي یاست. هره ورځ یوه ډالۍ ده، په دې ۲۴ ساعتونو کې چې هر کار کولای شئ، وې کړئ، ځکه هېڅکله نن د سبا ضمانت نه شي کولای.

۸ ـــ کار نه کوئ:

نن یو کار ترسره کړئ، خپله راتلونکې به مو د هغه له پاره، له تاسو څخه مننه وکړي. ـــ لس براون  

ناکام انسانان د فکر په سمندر کې ډوبېږي او خپل پلونه د وخت په نازونو کې پرېږدي. هغوی ښې خبرې کوي او ستر خوبونه لري، خو زړورتیا نه لري، چې ګام پورته کړي، په دې اړه خیال پلو وهل چې څه به وشي پرېږدئ. خیال پلو په خپله بد نه دی، خو پورته شئ، ځان معلوم کړئ او یو کار ترسره کړئ.

 

۹ ـــ نه شئ کولای، چې له ستونزو سره مخامخ شئ:

د لمر پرله پسې وړانګې او د باران نه ورېدل، صحرا سوزوي. ــــ عربي متل

یو شپون هلک و، چې جنګیالی نه و، مټې یې کوچنۍ وې، یوه دیو ته یې وکتل او وې ویل: زه تا را څملوم او سر دې له تنه جلا کووم او همدا کار یې وکړ. د ټولو ننګونو ټکی دادی، چې یوازې په دې کچه ستر دي، چې موږ یې تصور کوو او په دې اندازه ځواکمن دي، چې زموږ کمزورتیا اجازه ورکوي. ناکامو انسانانو دا نه دي درک کړي او ډېر ژر ځای پرځای درېږي، ځکه چې وضعیت خرابېږي او کارونه لږ سختېږي. هغوی ګلان له ازغو پرته غواړي، په ننګونو باندې غلبه نه یوازې موږ خپلو موخو ته نږدې کوي، بلکې موږ په هغه انسان باندې بدلوي، چې هېڅکله مو دا تصور نه کاوه، چې شتون ولري. پرته له ډاره په خپلو وېرو باندې غلبه وکړئ او یو بل قلمرو ته ننوځئ، له خپلې خوندي سیمې څخه را بهر شئ او ځان وننګوئ. که چېرې نه وای اړ شوي، چې مبارزه وکړئ، هېڅکله نه پوهېدئ، چې څومره ځواکمن یاستئ.

۱۰ ـــ بې تفاوته یاستئ:  

له دې امله دې تو کووم، چې نه سوړ یې او نه تود. ــــ مکاشفه ی یوحنا ۳: ۱۶

هو ځینې ذاتاً نندارچیان دي، هغوی هېڅکله د کوم څه په اړه نظر نه لري، نه شي کولای، چې تصمیم ونیسي او له یوه ناپوه څخه وړاندې دي. نه شي کولای، چې هوښیارانه خبرې اترې ولري او د هغه څه په وړاندې نېغ په نېغه درېږي، کوم چې د دوی په پوهې پورې تړاو نه لري. هغوی فکر کوي، ټول باید ژوند ته داسې وګوري، لکه څنګه چې دوی ورته ګوري، د هر څه په اړه بې تفاوته دي. مطالعه نه کوي، له رسمي ښوونې او روزنې څخه وروسته خپل ځانونه نه روزي او د ځان د معلومولو له پاره هڅه نه کوي، بې تفاوتي بې غږه قاتل دی. هغه څه پیدا کړئ، چې پرې مین یاستئ، حتا که چېرې د هغه له بابته پیسې هم نه تر لاسه کوئ، له خپلو ډالیو څخه ګټه واخلئ.

هغه انسانان چې پېښې رامنځته کوي، دومره هم خارق العاده نه دي، لکه څنګه چې موږ تصور کوو، هغوی ډېر ساده دي او ډېری وخت په دویم لید کې پوهېږو، چې له هېڅ پلوه استثنا نه لري، خو توانېدلي، چې هغه ځای ته ورسېږي، چې وړ یې دي او یاد ځای وساتي، ځکه د نظم په هنر باندې تسلط لري او هر وخت د هغه ځای له پاره مناسب انسانان دي. ښایي ډېر څیزونه وي، چې ترسره یې کړئ او کله وخت ډېر د عاجزۍ او لا چارۍ احساس وکړئ، ځکه کافي وخت نه لرئ. موبایل مو پر ځمکه کېږدئ او له ټولنیزو شبکو څخه بهر شئ او د نورو په کار کې له لاسوهنې څخه لاس واخلئ، ترڅو له هغې وړتیا څخه چې آزادوئ یې حیران شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx