که غواړئ پیاوړی ذهن ولرئ، له دې ۱۰ مواردو څخه لرې شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ژوند تل هغه مهال چې تمه یې نه لرئ، ستاسو ذهني ځواک ننګوي ( دې حالت ته احساسي ځیرکتیا هم ویل کېږي ) خو د ذهني ځواک حقیقي نښه، په هغه کار کې نه ده، کوم چې ترسره کوئ یې، بلکې په هغه کار کې ده، چې نه یې ترسره کوئ او ترسره به یې نه کړئ، هر څومره چې ستره ننګونه وي، نو د ذهني دلیلونو په مرسته به ځواب ورکونه ډېره سخته وي.

د پیاوړي او ځواکمن ذهن لرل سخت او ستونزمن کار دی، په ځانګړې توګه که داسې احساس کړئ، چې سختو او ستونزمنو شرایطو کې را ګیر یاست، د دې لوښي ماتول او په نوي تګلوري باندې ګام ایښودل ډېره زیاته زړورتیا غواړي، نمونه یې توماس اډیسن دی، کله چې په ۱۹۱۴ ز کال، ټوله کارخونه یې له خاورو سره خاورې شوه او ده پورې اړوندې ټولې نمونې، چې کلونه یې پرې خواري کړې وه، په اور کې لولپه شوې، کابو ۲۳ میلیونه ډالره زیان ور واوښت، خو د اډیسن غبرګون او ځواب ډېر ساده وو:

د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کووم، چې ټولې تېروتنې مې په اور کې لولپه شوې، اوس کولای شم، چې له سره یې پیل کړم. اډیسن ځانته دا اجازه ورنکړه، چې د ناکامۍ او           بد چانسۍ په لومه کې را ګیر شي.

په دې شرایطو کې د اډیسن غبرګون په زړه پورې تر سترګو کېږي، د فرصت پیدا کولو په تمه پاتې کېږي او د اړتیا پرمهال سم کار ترسره کوي. که چېرې خوښېږي مو او لېوالتیا یې لرئ تر څو خپل ذهني ځواک لوړ کړئ، نو لاندې ۱۰ موارد په ډېر دقت او ځیرکۍ سره ولولئ.

 

۱ ـــ د خپلو تېروتنو په اړه زیات فکر نه کوي:

هغه افراد، چې پیاوړی ذهن لري، پوهېږي چې نباید په خپلو ستونزو باندې تمرکز وکړي، کله چې په خپلو ستونزو باندې له بریده زیات تمرکز کوئ، نو په خپل ځان کې منفي احساسات او اروایي فشار را منځته کوئ او همدا مسئله د دې سبب ګرځي، ترڅو وړتیاوې مو له ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.

هغه کسان چې له پیاوړي ذهنیت څخه برخمن دي، له خپلو تېروتنو څخه واټن اخلي، خو هېڅکله یې نه هېروي، بلکې په یوه خوندي واټن کې یې ساتي، ترڅو د اړتیا پرمهال هغو ته په مراجعې سره، د بریالیتوبونو له پاره شرایط برابر کړي.

۲ ـــ هېڅ وخت له منفي کسانو سره ملګرتیا او دوستي نه کوي:

منفي اشخاص د یوه بد خبر د اورېدو په څېر دي، ځکه په خپلو تېروتنو کې غوټې وهي او نه شي کولای، په ممکنو لارو چارو باندې تمرکز وکړي. دا کسان چې اصطلاحاً ځیرک احساسات لري له محدودیتونو څخه واټن اخلي او په اړینو شرایطو کې، له منفي افرادو څخه لرې والی غوره کوي.

۳ ـــ هېڅکله په ځان باندې باور له لاسه نه ورکوي:

هغه کسان، چې پیاوړی ذهن لري، په خپلو کارونو کې هوډمن دي، کله چې له ماتې سره مخامخ کېږي، نو هېڅکله نه ناهیلي کېږي، ستړیا او خواشیني هم نه شي کولای، چې ناهیلي یې کړي، په بدل کې په خپلو موخو باندې تمرکز کوي، هېڅکله دې ته چمتو نه دي، چې ماتې ومني، ځکه چې نور دوی د ماتې خوړونکو په توګه یادوي. دغه راز اجازه نه ورکوي، چې د نورو نظرونه او باورونه د دې لامل شي، ترڅو په خپلو خوبونو پسې لاړ نه شي.

 

۴ ـــ د نورو د بښلو له پاره، د بښنې غوښتلو په تمه نه دي:

هغوی ځان له کرکې او کینې څخه تشوي او نور حتا چې بښنې غوښتلو ته چمتو هم نه دي، بښنه ورته کوي. کینه او کرکه د دې سبب ګرځي، ترڅو تېرې بدې پېښې، ستاسو نننۍ خوشالي له منځه یوسي. کرکه او غوسه عاطفي میکروبونه دي، چې په ژوند کې ستاسو د خوشالۍ د له منځه تګ سبب ګرځي.

۵ ـــ خپل افسوس نه خوري:

د یوه فرد یو له بدو شرایطو څخه هغه مهال را منځته کېږي، چې فرد خپل کنټرولي تمرکز بهر ته لېږدوي، کله چې په خپل ځان کې دننه، د خواشینۍ او پښېمانۍ احساس لرئ، نو دا په دې مانا ده، چې ځان مو د موجودو شرایطو قرباني کړی دی.

۶ ـــ په زړه کې کینه نه ساتي:

د منفي احساساتو لرل، چې له کینې سره مل دي، په حقیقت کې د اروایي فشار غبرګون دی. هرڅومره چې دا اروایي فشار په چټکه توګه زیات شي، نو بدن ته د زیان رسېدو سبب ګرځي. له نورو سره کینه کول، د اروایي فشار د ودې لامل ګرځي او هغه کسان چې پیاوړی ذهن لري، په ښه توګه له دې شرایطو څخه لرې کېږي.

۷ ـــ اجازه نه ورکوي، چې کوم څوک یې خوښي او خوشالي محدوده کړي:

که چېرې ستاسو د خوښۍ، خوشالۍ او رضایت احساس هغه مهال دی، چې له نورو سره ځان پرتله کړئ، نور نو د خوشالي خاوند نه یاست. هغه انسانان چې پیاوړی ذهن لري، کله چې ترسره شوي کار څخه ښه احساس لري، نو اجازه نه ورکوي، چې د نورو نظرونه او باورونه، دا احساس له هغوی څخه لرې کړي. مهمه نه ده، چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي، مهمه داده، چې تاسو هېڅکله په هغې ښېګڼې او بدګړې پورې تړلي نه یاست کومې چې نور یې وایي.

۸ ـــ د نورو د خوند او خوښي د محدودېدلو سبب نه ګرځي:

له نورو سره ځان مه پرتله کوئ، د یوه فرد یو له دنننیو حسونو څخه د حسد حس دی او د هغه ټوله دنننۍ انرژي له منځه وړي. هغه کسان چې پیاوړی ذهن لري، خپل ارزښتمن وخت په دې مسایلو باندې بېځایه نه تېروي. د دې پرځای چې خپله انرژي په کینې او حسد باندې مصرف کړئ، په مننې او درنښت کولو یې بدله کړئ.  

۹ ـــ لټي نه کوي:

د ایسټرن اونټاریو مؤسسې څېړنې څرګندوي، هغه کسان چې د ۱۰ اوونیو له پاره او په اوونۍ کې دوه ځله ورزش کوي، بدن یې ډېر زیات چمتووالی لري او ډېر د علم او پوهې په لټه کې دي.

۱۰ ـــ منفي خبرې او منفي فکرونه، نه کوي:

دا ډول کسان ځان ډېر په خبرونو کې نه ښکېل کوي، ځکه خبرونه یوازې د تاوتریخوالي، جګړې او ماتېدونکو اقتصادونو په اړه دي. په بل عبارت دا اشخاص د هغو څیزونو په اړه اندېښنه نه کوي، کوم چې له کنټرول څخه بهر دي، هغوی خپله انرژي هغو څیزونو ته اړوي، چې د توان په برید کې یې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګل حلیم , حلیم
میلمه
ګل حلیم , حلیم

نه کوي که مه کوي ؟؟؟ لسمه اوګوري