ټولنیزه برخه

د شتمن کېدو له ۱۰ مهمو رازونو سره آشنا شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل      

ستاسو په اند شتمنو کسانو څنګه لویه شتمني پیدا کړې ده؟ موږ به نن تاسو ته ووایو، چې څنګه شتمني را ټوله کړئ.

آیا تر اوسه مو له ځانه دا پوښتنه کړې ده، چې د بیل ګېټس او نورو شتمنو کسانو د شتمن کېدو راز په څه کې دی؟ هغوی کومې ځانګړتیاوې په عادت باندې بدلې کړې دي او څنګه په خپل توان او وړتیا باندې په تکیه کولو سره، بریا ته رسېدلي دي؟

په دې مقاله کې غواړو دې پوښتنو ته ځواب ورکړو، له موږ سره اوسئ.

۱ ـــ شتمن کسان موخې ټاکي:

شتمن کسان موخې لري، چې هغوی بډایوي. هېڅوک په ناڅاپي ډول نه شتمن کېږي، د شتمن کېدو له پاره، باید لومړی هوډ وکړئ؛ یعنې په واضحه او مشخصه توګه باید ځان ته ووایئ: غواړم شتمن شم.

په دې موخې باندې په ټینګار سره، ستاسو انګېزه زیاتېږي او ټولې هڅې او کوښښونه مو، موخې ته د رسېدو په لاره کې همغږي کېږي.

کله چې تاسو موخه ونه لرئ، نو مقصد هم پکار نه دی؛ خو د ځان له پاره د موخې ټاکل، له راتلونکې څخه یوه انځور ته لاسرسی پیدا کوئ، چې ډېر خوږ او په زړه پورې دی؛ نو هڅه کوئ، هرڅنګه چې کېږي، هغه ته ځان ور ورسوئ او اغېزمنې کړنې ترسره کوئ.

۲ ـــ شتمن کسان په یوه مشخص کار باندې تمرکز کوي:

لیزر وړانګه، تر ټولو سخت او کلک شیان توږي او هر څیز ته نفوذ کوي، فکر کوئ لامل یې څه دی؟ لیزر عجیبه او نا پېژاندې ځانګړتیا لري؛ د لیز وړانګه متمرکزه ده او خپل ټول ځواک د یوه شي په یوه مشخص ټکي باندې متمرکز کوي او هومره دې کار ته دوام ورکوي، ترڅو یاد ټکی ویلې کړي.

شتمن کسان هم د لیزر په څېر دي، هغوی سترې مشخصې موخې ټاکي، په خپلو موخو باندې ټینګار کوي او دغه راز خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې، له خپل ټول توان او ځواک څخه کار اخلي. هغوی دومره هڅه کوي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.

عادي کسان متمرکز نه دي، عادي کسانو ته چې هرڅه په مخه ورغلل ښه یې ګڼي، یا که چېرې ښه یې هم ونه ګڼي، په هېڅ پېښه کې تصمیم نیونکي نه دي. که چېرې غواړئ، د شتمن کېدو په راز باندې پوه شئ، نو موخه، هڅه او تمرکز ولرئ.

۳ شتمن کسان وخت سره زر ګڼي:

برایان ټریسي وایي: شتمن کسان خپلې لاسته راوړنې هر ساعت محاسبه کوي، نه د میاشتې یا کال په وروستیو کې، ځکه د وخت په ارزښت ښه پوهېږي، د دې تګلارې پرمټ په ښه توګه دا پیدا کوي، چې څه وخت او په کوم کار سره یې خپل وخت له منځه وړی دی.

شتمن کسان هر کار د دقیق مهال وېش پر بنسټ ترسره کوي او حتا یوې دقیقې ته هم ارزښت ورکوي، هغوی خپل وخت د ټلویزیون په ننداره کولو او په ټولنیزو رسنیو کې په بوختېدلو باندې بېځایه نه تېروي، نو تاسو هم پرځای د دې، چې دومره ټولنیزې پاڼې ښکته او پورته کړئ، پروګرامونه طرحه کړئ او د خپل وخت په ارزښت باندې پوه شئ.

۴ ـــ شتمن کسان له خپلې ګټې څخه ډېر کم لګښت کوي:

تل له خپلې ګټې څخه کم لګښت وکړئ یا په بله وینا ګټه مو له لګښت څخه ډېره زیاته وي. هغه کسان چې په اقتصاد کې ښه لید نه لري، نه بډای کېږي، د دې له پاره، چې ګټه یې لږ زیاته شي، نو ډېر لګښتونه پیل کړي او د مصارفو کچه یې لوړېږي.

که چېرې غواړئ شتمن شئ، نو دا پخوانی شعار په غوږ کې ونیسئ: تل خپله ګټه سل په سلو کې زېرمه کړئ، خو یاد مو وي، چې دا یوازې د شتمن کېدو له شرطونو څخه یو شرط دی. باید له خپلې ځیرکۍ څخه کار واخلئ.

تل باید حواس مو د هغې بودیجې په لوري، کومه چې تنظیم کړې مو ده او د خپلې ګټې او لګښتونو حساب کتاب ولرئ.

۵ ـــ شتمن کسان سخت کار کوي:

شتمن کسان په هېڅ وجه لټان نه دي، هغوی ډېر او سخت کار کوي. هیله کووم د هغو کسانو مثالونه، چې د شتمنو کسانو نېکونو لرل، پرېږدئ، نباید هېر کړئ، چې ( شتمن پاتې کېدل ) له ( شتمن کېدلو ) څخه آسانه کار نه دی.

که چېرې ستاسو شتمني له آسمان څخه هم ستاسو پر سر را ورېدلې وي، د هغې د ساتنې له پاره باید هڅې او کوښښونه وکړي. څوک چې تل کار او فعالیت کوي، تل د محیطي شرایطو په جریان کې دی او په پایله کې د کار او ودې له پاره، زیات فرصتونه لري.

شتمن کسان له سختۍ او زیات کار سره، له مبارزه کولو څخه نه وېرېږي او په داسې کارونو باندې لاس پورې کوي، چې عادي کسان نږدې هم نه شي ورتلای.

۶ ـــ شتمن کسان تل د زده کړې او دې په حال کې دي:

شتمن کسان هېڅکله د زده کړې او ودې کولو لاره نه پرېږدئ او تل هڅه کوي، چې نوي څیزونه زده کړي، له زده کړې او ودې کولو څخه خوند اخلي.

۷ ـــ شتمن کسان له شتمنو کسانو سره وخت تېروي:

شتمن کسان معمولاً د ځان په څېر ملګري او دوستان لري. پخوا ویل شوي وو: (ملګري او دوستان دې را وښایه، چې پوه شم، ته څوک یې). ښایي دمګړۍ تاسو چندانې پیسې ونه لرئ او د شتمنو کسانو په کتار کې نه راځئ، خو له شتمنو کسانو سره ناسته پاسته ستاسو د ژوند په سبک باندې اغېزه کوي.

۸ ـــ شتمن کسان پشت کار لري:

شتمن کسان هېڅکله نه تسلمېږي. د شتمن کېدلو راز په یوه خاصه شېبه کې نه دی، شتمن کېدل د کلونو ماتو، هڅو او بریاوو پایله ده. ښایي د موخې په لور په سفر کې، څو څو ځله خپله شتمني له لاسه ورکړئ، خو له تېروتنو څخه په درس اخیستلو او د تجربې په تر لاسه کولو سره، بالاخره به مالي خپلواکي ترلاسه کړئ او خپلو هیلو ته رسېږئ.

۹ ـــ شتمن کسان په شمېرل شوې بڼه خطره مني:

شتمن کسان له خطرې منلو سره مینه لري، کله چې تصمیم ونیسي، چې کوم کار ترسره کړي، پرته له ځنډه یې په لوري ورځي او په دې تګلوري کې، چې له هرڅه سره مخامخ شي مني یې. کله وخت له ناڅاپي پېښو سره مخامخ کېږي او کله وخت ناڅاپي او په زړه پورې فرصتونه یې چټکتیا زیاتوي.

زړور واوسئ، خو یو منطقي زړور او د پیلولو جرئت ولرئ. که چېرې خوښېږي مو، چې هېڅ خطر مو ونه ګواښي، نو باید هېڅ کار ونه وکړئ او په کور کې کېنئ. پیل یې کړئ او مه وېرېږئ؛ خو دقت وکړئ او له هرې ستونزې سره د مخامخ کېدو د چمتووالي وړاندوینه وکړئ.

د دې له پاره ښایي ستونزه ستاسو په لاره کې را شنه شي، ګوښه کېږئ مه او یاد مو، چې ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې مه ږدئ.

۱۰ شتمن کسان خلاص لاس او خلاص زړه لري:

دا کسان ډېر بښونکي دي، که چېرې د هریوه د ژوند کیسې ته یې وګورئ، نو دا به پیدا کړئ، چې هغوی له انسانانو سره ډېره زیاته مینه لري. لکه: راکفلر، بیل ګېټس، اندرو کارنګي او ډېر نور یې په خیریه چارو کې پراخ فعالیتونه لري.

د شتمن کېدو راز ستاسو د ورځنیو عادتونو په بدلون کې دی، د شتمن کېدو په راز باندې د پوهېدلو له پاره باید ځانته په دقیقه توګه وګورئ او د شتمن کېدو له پاره نه ستړې کېدونکې هڅې او کوښښونه وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx