ولې داسې احساس کوئ، چې کم ګڼل شوي یاست؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په ژوند کې داسې شېبې شتون لري، چې داسې احساس کوئ، چې کم ګڼل شوي یاست، څنګه کېدای شي، چې له دې احساس سره مخامخ شئ؟

آیا داسې احساس کوئ، چې کم ګڼل شوي یاست؟ موږ انسان له دا ډول احساس سره لاس و ګرېوان کېږو، ځکه چې زموږ مغز داسې جوړ شوی، ترڅو ځان په ټولنیزه توګه پرتلنې او قضاوت ته وړاندې کړو.

زموږ انسانانو په څېر ټولنیز موجودات، هغې لارې ته اړتیا لري، چې په مرسته یې شخړې را کمې کړي او خپل مغز ته پراختیا ورکړي، مغز هغه مهال تاسو په بد موقعیت کې ویني، چې د کورتیزول په ترشح سره بد احساسات را منځته کوي او کله چې وضعیت ښه پرمخ ځي د سرټونین ترشح پیلوي، دا عصبي سیستم د انګېزې د رامنځته کېدو سبب ګرځي، ترڅو په هغو وختونو کې چې اړتیا ده، ځان وژغوري.

تاسو په آګاهانه ډول د دې موضوع په اړه معلومات نه لرئ، خو د خبل مغز په دنننه کې هغه جوړښت لرئ، چې ټول تي لرونکي یې لري، دا جوړښت د دې سبب ګرځي، چې له نورو سره د ځان په پرتله کولو او د سرټونین په ترشح سره، په تاسو کې د حرکت انګېزه را منځته شي، خو سرټونین په چټکه توګه په بدن کې جوړېږي او له منځه ځي، له دې امله د هغه ډېرې کچې ته اړتیا لرئ، دا موضوع به د مغز له پاره ډېره سخته وي، ځکه چې مغز له دې مکافاتو سره روږدی کېږي، له دې امله د سرټونین د بیا ځلې ترشح له پاره یوه نوي څیز ته اړتیا ده، پایله دا چې د ډېرو موقعیتونو او ځایونو تر لاسه کولو له پاره ستړې کوونکې هڅه ده، ترڅو سرټونین ترشح شي.

تر ټولو بده دا چې کورتیزول، په آسانۍ نه جوړېږي او نه هم مصرفېږي. کورتیزول به ستاسو د بدن په سیستم کې باقي پاتې شي او بدن د تل له پاره د بقا ساتنې په شرایطو کې ساتي، دا هماغه احساس دی، چې د بې ارزښته اوسېدو په نامه یې یادوئ.

د دې لیکنې په دوام کې به له داسې تګلارو سره آشنا شئ، کله چې د بې ارزښته اوسېدو احساس کوئ، له دې احساس سره د مخامخ کېدو پرمهال تر ګټه واخلئ:

د نورو چلند شخصي مه ګڼئ:

هرڅو کولای شي، تصمیم ونیسي، چې په نړۍ کې ځان څه ډول ښکاره کړي، تاسو د نورو د چلند مسئول نه یاست، ډېر زیات دلیلونه شتون لري، چې خلک هغه څه تاسو ته نه درکوي، کوم ته چې اړتیا لرئ، مهمه نه ده، چې هغوی ته څومره نږدې یاست. کینه، ناسم پوهاوی، د احساساتو په څرګندولو کې نه وړتیا او نور … یوازې د هغو دلایلو برخه ده، چې هرڅوک خپل تګلوری ټاکي. هو عادلانه نه ده او هو باید هغوی خپلې ستونزې په خپله حل کړي، خو حقیقت داده، چې تاسو نه شئ کولای، چې د نورو چلند کنټرول کړئ، د دې له پاره، چې  خپله د ارزښتمن اوسېدلو احساس وکړئ. د ارزښتمن اوسېدو احساس ستاسو خپله شخصي دنده ده، دا موضوع ښایي وېرونکې تر سترګو شي، خو کله چې په دې مفهوم باندې مو باور وکړ، آزاد به واوسئ.

له مینې او محبت څخه کار واخلئ:

که چېرې کوم کس هغه څه چې تاسو غواړئ نه یې درکوي، نو له خپلې دې غوښتنې څخه لاس واخلئ. ستړې کوونکې ده، چې له نورو وغواړئ، لکه څنګه چې غواړئ، له تاسو سره مینه څرګنده کړي، د دې کار ترسره کول ډېر ستونزمن دي، خو د یوه روغ او خوشاله ژوند د لرلو له پاره اړین دی، د هغوی له پاره یو خوشاله ژوند وغواړئ او دا د خپل زړه غوښتنه وګڼئ، دا کار د هغوی د نالیدلي نیولو په مانا نه دی، دا په دې مانا دی، چې تاسو اړتیا نه لرئ، چې هغوی په یوه ځانګړې بڼه چلند وکړي، ترڅو تاسو د ارزښتمن اوسېدلو احساس وکړئ.

په خپلو کوچنیو بریاوو باندې تمرکز وکړئ:

موږ ټولو بدې ورځې تېرې کړې دي، چې زموږ خوښه نه وه، چې له دا ډول ورځو سره مخامخ شو. پېرودونکي له تاسو سره اړیکه نه ده نیولې، رییس مو د هغه کار په خاطر بل کس هڅولی او ډالۍ یې ورکړې، کوم چې تاسو تر سره کړی دی او نور …..

په دې ورځو کې غوره ده، چې په خپلو کوچنیو بریاوو باندې تمرکز وکړئ، کله چې په دې بریاوو پسې واوسئ، خپل مغز دې اړ کوئ، چې په منفي افکارو باندې له تمرکز کولو څخه لرې پاتې شي.

د موخو په مرسته ځان ته انګېزه ورکړئ:

د انسان اوسېدلو په اړه تر ټولو حیرانونکې برخه دا ده، چې تاسو کولای شئ د ځان له پاره موخې وټاکئ، چې ترې خوند واخلئ. له هغه ځایه، چې له خپلو شاوخوا خلکو څخه ځانګړې پاملرنه نه تر لاسه کوئ، نو له دې امله باید خپلې موخې مشخصې کړئ او د پرمختګ بهیر وسنجوئ. په دې توګه کولای شئ، په خپله، د خپل شخصي شوق او انګېزې سر چینه واوسئ.

خبرې وکړئ:

کله وخت دا چې کورنۍ او رییس مو، ستاسو ارزښتمن اوسېدلو ته پام نه کوي، نو دا په دې مانا ده، چې هغوی دومره بوخت دي، چې دې موضوع ته یې هېڅ پام نه کېږي، نو له دې امله وېره او ډار پرېږدئ او خبرې وکړئ.

ټاکل شوې نه ده، چې د یوه داسې فرد په رول کې ښکاره شئ، چې تل له اوضاع او حالت څخه شکایت کوي، نو په دې اساس غوره ده، په ښه توګه یې توضیح کړئ، چې کله وخت داسې احساس کوئ، چې ارزښتونه مو کم ګڼل کېږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د