fbpx

د ټیسټ سیالۍ په موخه ملي لوبډله بنګلور ښار ته ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د هندوستان کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ډ یوازینۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ په موخه نن ددغه هېواد بنګلور ښار ته ورسېده.

دغه سیالۍ چې د هند په بنګلور ښار چیناسوامي لوبغالي کې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په څوارلسمه نېټه، د افغانستان پر وخت د سهار په اته نیمې بجې پېل کیږي.

دغې سیالۍ ته چې اوس ورته ۴ ورځې پاتې دي، افغان لوبډلې څو ورځې وړاندې خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

په دغه لوبډله کې ځینې داسې لوبغاړي هم شامل شوي چې د کرېکټ شنونکو په وینا په تېره نیږدې کې یې کومه د پاړ وړ کارګردګي نه ښودلې.

ددوی له جملې څخه احسان الله جنت او ناصر جمال ښودل شوي چې د نړیوال جام لپاره په غوراوي سیالیو کې، له هغې وړاندې او په تیره نیږدې کې ښه نه دي ځلیدلي.

له بل اړخه افغان لوبډله په کامیاب سوکه توپ اچونکو لرلو سره د هند لوبډله له ګواښ سره مخ کړې ده، ددوی لوبډلمشر اجینکی رهانې یوې هندي رسنۍ ته په مرکه کې ویلي وو چې دوی به د افغانستان پر وړاندې په ټيسټ سیالۍ کې له سختې خوارۍ نه کار واخلي.

افغانستان لوبډلې څو  ورځې وړاندې د بنګلدیش لوبډلې سره د درې شل اوریزو سیالۍ ترسره کړې چې بنګلدیش لوبډلې ته یې په درې صفر ستره ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې راشد خان او مجیب ځدراڼ اوسمهال د افغانستان داسې سوکه توپ اچونکي دي چې د نړیوال کرېکټ چارواکي، مبصرین او شنوکي یې هم ګوته په غاښ کړل، دوی د روان کال په آی پي ایل کې د هندي توپوهونکو پر وړاندې د لوبېدو ښه تجربه هم لري.

په دغو سیالیو کې راشد خان وتوانېد د ایم ایس دهوني په څېر تکړه هندي لوبغاړي وسوځوي، او له بل اړخه مجیب ځدراڼ هم د ویرات کوهلي په شمول د نورو تکړه لوبغاړو پر وړاندې ښه توپ اچونه ترسره کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د