افغانستان

امرالله صالح: د روان حکومت تر لاس لاندې ټاکنې د باور وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي دې حکومت باور له لاسه ورکړی او تر لاس لاندې ټاکنې يې هم د باور وړنه دي.

هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د اجراییه رییس او محمد اشرف غني تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، دا حکومت تر هغه وخت یو مشروع حکومت بلل کېږي چې تر منځ کړیو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

صالح وايي لا هم له عبدالله عبدالله سره د حکومت د یو برخه وال په توګه چلند نه کېږي، په وینا يې د چارې د حکومت باور له منځه وړی نو پر دې اساس راتلونکې ټاکنې هم ارزښت نه لري.

امرالله صالح وايي راتلونکو ټاکنو ته هم ځکه خوښي نه شي ښوودلی چې دواړه ډلې به غواړي یو د بل حق تر پښو لاندې کړې او په پایله کې ټاکنې له درغلیو ډکې کړي.

صالح په داسې حال کې د ګلخانې او سپېدار ماڼيو د اختلافاتو په اړه اندېښنه ښيي چې تازه د محمد اشرف غني له لوري د اوبو او برېښنا وزیر لرې کړل شوی، خو عبدالله عبدالله بېرته ورته د دندې د ادامې امر ورکړی دی.

علي احمد عثماني چې د عبدالله کس ګڼل کېږي، تېره ورځ د محمد اشرف غني له لوري له دندې ګوښه کړل شو، خو اجراییه رییس يې مخالفت وکړ او هغه ته يې د دندې د دوام امر وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

الله دی کرزی لعین په نس نه مړه یی چی د صالح په شان خلک هم اوس دولت ته ګوت څنډنه کوی او دولت ګواښی دا د کرزی کار دی چی د صالح غوندی فاسد خلک یی داسی وپړسول چی اوس ځان ورته یو مهم سیاسی غړی ښکاری او وخت ناوخته فضولی او بی معنی سرګندونی کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x