د پاکستان په پېښور ښار کې یو بل امریکايي نېول سوی – ویډیو

Aaron Mark De Havenنن ټکی آسیا: پاکستاني چارواکو په پېښور کې نن یو بل امریکايي نیولی.

دغه امریکايي چې (آرون مارک دي هاون) نوميږي، په دې تور د امنتي چارواکو له خوا نیول شوی چې په پاکستان کې د استوګني لپاره قانوني اسناد نه درلوده.

پاکستاني حکومت ویلي چې ددغه کس ویزه تېر کال د اکتوبر په 22 نېټه ختمه سوې وه، چې بیا د وزارت خارجه څخه غوښتنه کړې وه

تر څو ورته ویزه تمدید کړي، مګر وزارت خارجه دده ویزه نه وه تمدید کړې مګر پر هغه سربیره نومړی په پاکستان کې اوسیدی.

دغه امریکايي چې د یو پاکستاني ښځي سره یې په پېښور کې واده هم کړی وايي دی مسلمان سوی او د اسلام وروسته نوم یې هارون دی.

ویل کیږي چې دغه امریکايي چې په یو امریکايي خصوصي کمپنی کاټالیست سروسز کې کار کوي، په سیمه کې د امریکایانو ته د کرايي ځایونه پیدا کول.

او بعضي رپوټونه وايي چې د نومړي سره بعضي مهم اسناد هم نیول سوي.

ویډیو:

{youtubejw}5ccB4gGLFYs{/youtubejw}



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.