د تېر جهاد مشران د اوربند په اړه چوپه خوله دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۶ل): د حکومت او طالبانو تر منځ د اختر په ورځو کې اوربند، هغه توده موضوع ده چې د افغان ولس له لوري يې تود هرکلی وشو.

په لوړه سطحه سیاستوالو او ځوانو فعالانو د دواړو لوریو له خوا دا ګام وستایه او هیله يې ښکاره کړه چې لا هم وغځول شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر دې خوښي ښکاره کړه او نېک ګام يې وباله خو د تېر جهاد نور مشران لا هم چوپه خوله دي.

انجینر ګلبدین حکمتیار چې څو ځلې يې د داسې طرحې وړاندیز هم کړی او ان د طالبانو لپاره يې د امن سیمې په نوم د ځينو ولایتونو ورکول هم یاد کړي، د اوربند په تړاو چوپه خوله دی.

هغه چې وړاندې تر دې يې د طالبان او حکومت تر منځ د منځګړیتوب ټټر هم وهلی و، د دې دواړو لوریو د دې بې ساري اقدام په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

پر دې سربېره عبد رب الرسول سیاف، صبغت الله مجددي، محمد محقق، یونس قانوني او د شمال ټلوالي نور مشران لکه عطامحمد نور، احمد ضیا مسعود او ځينې نور پټه خوله دي.

امرالله صالح چې د ټلوالي خوله ور کس بلل کېږي، څو ورځې وړاندې یوازې د حکومت له لوري اوربند «فاجعه» یاد کړی و، خو د طالبانو له اعلان وروسته يې د دریځ درک نه لګېږي.

افغان حکومت د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې او طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د افغان عسکرو پر وړاندې اوربند اعلان کړی، چې خورا تود هرکلی يې شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی انجینر نظرمحمد مطمئن وايي، طالبانو دا اوربند د ولس د غوښتنې په مقابل کړی، چې باید قدرداني او مننه يې وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

دا فاسدین ډاریږي چې دالر کم نشي او یا بند نشي دوی خو له جنګه ژوند کوي !!