د غني او طالب د اوربند ترمنځ توپير …!!

موسی فرهاد

خلک خوشحاله دي چې طالبانو د درو او حکومت د نهو ورځو لپاره یو لوریز یو لوریز اوربند اعلان کړی، دوی فکر کوي، چې ګوندي دا اوربندونه د جنګ ځپلي هیواد لپاره لومړی د آزادۍ او بیا د دایمي سولي او ټیکاو پیلامه شي.

حقیقت دا دی چې نه درې ورځي اوږده موده ده او نه 9 ورځي. مګر چون زموږ هیوادوال جنګ جګړو، نا امنیو، یرغلونو، بریدونو، چاپو، انفجارونو، بونګنو، نا انصافیو، زندانونو، رشوتونو، تکفیر کولو، او نورو ډول ډول کردو او ناکردو دومره ځپلی او ځورولي چې اوس د یوې شیبې ډزبندیز ته هم دومره خوښي ښيي لکه جنګ جهاني چې يې په ژوند کې د تل لپاره پای موندلي وي.

رښتیا چې جل وهلی سراب ته هم منډي وهي ، الله دې وکړي چې زموږ د ځوریدلو هیوادوالو دا کاذبه او مؤقته خوښي په ریښتیني او تلپاتي هغي بدله شي.

راځم اصلي خبري ته، چې توپیر څه دی د دوو اوربندونو ترمیان؟ که څه هم د حکومت موده خورا زیاته ده ، پوره 9 ورځي به هیوادوال بیغمه وي، د عسکرو له لاسه به نه د مدرسي او جومات د ورانولو او نه د کلینیک او بازار د لوټولو خبر اوري ، نه به په کورونو کې د شپې له مخي د عسکرو د ورلویدلو ویره محسوسوي. نه به یې د طالب د خپلوۍ په تور څوک پلچرخي او بګرام ته کشوي، نه به د اربکیانو له لاسه د ناموسونو له بې عزتۍ څخه په ویره کې وي، نه به د ځانګړو ځواکونو په نوم امریکایی ملیشې د شپې مهال خلک پخپلو کورونو کې بې پوښتني او ګرویږني تر تیغ تیروي، او نه به د ړندو هوانونو له لاسه د مرګ او ژوبلي له ګواښ سره مخ وي.

لنډه دا هغه څه چې د یو افغان انسان خپل فطري، بشري، افغاني او اسلامي حق دی؛ هغه به فقط د 9 ورځو لپاره د یو ستر احسان په بدله کې ورته ورکول شي.

نور به نه د زندانونو درنې دروازې پرانیستل شي، ترڅو د وطن د آزادۍ په جرم هتکړۍ شوي ځوانان د خپلو میندو خویندو او ماشومانو سره یوځای شي او نه به یې د ارګ او سپیدار له ماڼیو څخه د تخفیف، انصاف او سهولت فرمانونه صادریږي.

بس تش د چینلونو د سرټکو او ټاک شوز لپاره به د یوې غوره سټوري په بڼه اوړي را اوړي. لسمه ورځ به بیرته هغه نیکلسن او هغه به یې بمبار او چاپې، هغه به یې ځانګړي افغان ملیشې او هغه به یې ځنګلي او وحشي کړني.

اما برعکس د طالبانو اوربند که څه هم لږه موده فقط درې ورځي ده ، خو له ځان سره هغه څه لري چې د کاذبي خوښۍ پرځای خلکو ته څه نا څه ریښتيني خوښۍ هم وربښي. که له یوې خوا طالبان خلکو ته ډاډ ورکوي چې نور به یې پردښمن د شهادت غوښتونکي برید او انفجار په ټس کې هیوادوال نه اغیزمن کیږي، دا راز به له کور او کلي فرار عسکرجان هم په ډاډه زړه خپل ټاټوپی ته راتللای شي، د اختر د خوښیو په تجمعاتو کې به وسلوال طالب له ګډون نه ځان لري ساتي، ترڅو یې دښمن په پلمه د کروز او بم خوراک نکړي.

خو له بلي خوا یې ترټولو ستر د رحم زیری دا ورکړی چې ورسره بندي عسکر به هم له طالب زندان نه آزادوي ، که څوک یو نیم پاتي شي هغوی ته به له کورنیو سره د لیدلو او په زنداند کې د آسانتیاوو ورکولو ژمنه هرو مرو ورپوره کوي. دا هغه څه دي چې د طالب اوربند له حکومتي هغه نه ممتاز ګرځوي.

پکار خو دا وو چې حکومتي واکمنو خپل منصب ته په کتو، د بګرام، پلچرخي او نورو زندانیانو د خلاصون زیری هم پر ولس لورولای وای ، ځکه د یو ولس له واکمن څخه خو د ولس دا هیله حق په جانب ده ، د حقوقي او اخلاقي نزاکت تقاضا ده ، د بشري خواخوږۍ یو ثبوت دی، دا بېله خبره ده چې د خپل دین او هیواد د آزادۍ د لاري جنګیالي د یرغلګرو په غوښتنه زندانونو ته اچول د تاریخ د ترټولو ستره نامردي ده.

خو دلته موضوع له هغه اړخه نه پلټو، چې ورته اشاره وشوه، فقط د کابل حکومت نه هیله دا کیدله او کیږي چې خپل اعلان شوي اوربند ته د علامتي او نمایشي اوربند پرځای د څه ناڅه ریښتیني اوربند بڼه ورکړي، کوم کار چې طالب لوري وکړای شو او په دې امتیاز سره یې له حکومت نه د ممتاز نمبري یووړي.

د تعجب ځای دی، د افغانستان په تاریخ کې به اشرف غني لومړنی کس وي چې د کمونیستي دور له واکمنو وروسته یې دا ریکارډ جوړ کړی چې د خپلې واکمنۍ له پيله تر دې دمه یې د طالب او مجاهد په نوم هيڅ کوم بندي ته په ځانګړو ورځو کې د ازادۍ یو وړوکی فرمان هم نه دی صادر کړی، او نه یې د تخفیف او یا سهولت کومه معامله ورسره کړي، چې دا د هغه انتهايي قساوتِ قلبي راښيي.

مګر بیا هم وخت تېر نه دی که اوس هم غني دا خپلي څوکۍ او منصب ته په کتو پر زړه زور وکړي د اشغالګرو پرځای پر وطنوالو رحم وکړي، او د بندیانو د آزادولو، له هغوی سره په زندان کې د سهولتونو او په دوسیو کې د تخفیف کولو معامله ترسره کړي؛ زه فکر کوم چې له نیکنامۍ پرته به بل هیڅ تاوان ورته ونکړي. او زما باور دی چې همدا نقطه به د افغان غمیزي د اختتام آغاز ګرځي.

او که دا اقدام د غني له لاسه ونشي نو هسي تش په نوم اعلانونه خو ده مخکي هم ډېر کړي چې چا نه ورباندي غوږ ګرولی او نه یې له نقصان پرته هیوادوالو ته څه ورکړي.

پای …………………….!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د