افغانستان

ډاکټر غني هم د جګړې بس کېدل وغوښتل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د اختر په ورځو کې د افغان لوریو تر منځ د اوربند تر څنګ محمد اشرف غني د شانګهای ناسته کې ویلي، روانه جګړه باید له سیاسي لارې حل شي.

ډاکټر غني چې وړاندې تر دې يې د ټرمپ ستراتېژي او جنګي قوت یوازینی حل باله، د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کړی او ويلي يې دي، باوري دی چې روانه جګړه باید د سیاست له لارې حل شي.

هغه چې نن هم د شانګهای ناسته کې د غونډې ګډنوال دی، پر ګډونوالو غږ وکړ چې د افغانستان د روانې لانجې په سیاسي حل کې دې مرسته وکړي.

غني وویل د افغانستان ارامي د سیمې لپاره مهمه ده، ځکه خو باید دوی خپلې هڅې ونه سپموي.

په دې غونډه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د دې اوربند هرکلی کړی او ويلي يې دي باید د جګړې دواړه خواوې ورته ژمنې پاتې شي.

پاکستاني ولسمشر ممنون حسین هم ویلي، چې دوی هر ډول همکاري ته اماده دي، د ده په وینا افغان سوله د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده.

د شانګهای د همکاریو سازمان اتلسمه غونډه په چین کې روانه ده، چې افغانستان يې دایمی غړی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x